ولې اسټرالیا کې ۴۰ کلن افغان رسټورانټ تړل کېږي؟

د عکس سرچینه، ABC
د اسټرالیا د ملبورن ښار په زړه کې یوه ملایمه رڼا لرونکي خوړنځي کې ناست ۶۹ کلن عارف صالحي سترګې ځلېږي او د خپل هغه رستورانت په اړه غږېږي چې څه د پاسه څلوېښت کاله وړاندې یې له خپلو وروڼو سره پرانیستی و.
(اېبيسي نیوز) د دغه رسټورانټ د بندېدو په اړه په یوه رپوټ کې ویلي، د ۱۹۸۰مې لسیزې په پیل کې، د صالحي کورنۍ په فټزروي سیمه کې د برونسویک سړک پر غاړه د "افغان ګالري" په نوم دغه رستورانت پیل کړ خو اوس، له ۴۴ کلونو فعالیت وروسته، په اسټرالیا کې د دغه پخواني پېژندل شوي افغان رسټورانټ دروازې تړل کېږي – چې تړل یې چلوونکې کورنۍ خواشینوونکې او د ویاړ دواړو خبره بولي.

د عکس سرچینه، ABC
ښاغلی صالحی وايي، "ما دلته ۳۳ کاله کار وکړ، له یوې خوا خوشحاله یم... دا پخوا یو ښکلی وخت و، خو له بلې خوا خواشینی هم یم".
د اې بي سي رپوټ کې زیاته شوې، د صالحی کورنۍ وروڼه او خويندې د ۱۹۷۰مو لسیزو په وروستیو کې، د شوروي- افغان جګړې له پیل سره، له افغانستانه اروپا ته وتښتېدل.
د رسټورانټ د پرانیستلو فکر د ښاغلي صالحی مشرې خور نوریه صالحی سره و، چې په ۱۹۸۱ کال کې له فرانسې استرالیا ته کډه شوې وه، هلته یې د اټومي فزیک پوهې په توګه کار کاوه.

د عکس سرچینه، ABC
ډاکتر صالحی د خپل مشر ورور عزیز صالحی په غوښتنه ملبورن ته کډه وکړه او ډېر ژر د دوی کوچني وروڼه عارف او تیمور هم ورسره یوځای شول.
دا ۸۲ کلنه مېرمن وايي چې د ورځې به یې د رویال ملبورن روغتون کې د رضاکارۍ او کار وخت و او د شپې به یې له خپلو وروڼو سره په رسټورانټ کې کار کاوه.
هغې وویل، "موږ به پخلي کاوه، د مېلمنو پالنه به مو کوله، لوښي به مو وینځل او بیا به کور ته تلو. لومړني درې میاشتې زموږ لپاره ډېرې سختې وې."
ډاکتر صالحي وايي، لومړنی پلان دا و چې د رسټورانټ لاندې پوړ د خوړنځي لپاره وکاروي او پورته پوړ کې یو هنري نندارتون یا ګالري پرانیزي.
کله چې په فټزروي کې د دې نوي افغان رسټورانټ نوم خپور شو، نو دویم پوړ هم د هغو مینهوالو مېلمنو د ناستې ځای شو چې د خوړو تجربه کولو ته لېواله وو خو هغې پرېکړه وکړه چې نوم یې هماغسې (ده افغان ګالري) وساتي.

د عکس سرچینه، ABC

د عکس سرچینه، ABC
د صالحی کورنۍ له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د برونسویک سړک دا ودانۍ په کرايه نیولې وه خو د مې میاشتې په پیل کې، د ودانۍ مالکانو دا ځای وپلوره او افغان ګالري به په څو اونیو کې خپل فعالیت پای ته ورسوي.
د عارف صالحی لور، تمینه صالحی وايي د دوی د نسل هېڅ غړي د دې پلان نه درلود چې د رسټورانټ کاروبار ته ننوځي او د افغان ګالري مشري واخلي.

د عکس سرچینه، ABC
تمینه صالحی وايي، "هر یوه خپله لاره ونیوه، له مېلمهپالنې پرته یې خپلې شخصي مسلکي لارې غوره کړې او دا به هېڅ منطقي نه وای چې څوک د رسټورانټ صنعت ته وردانګي، په داسې حال کې چې لا له مخکې خپلو مسلکونو کې بوخت دي... نو دا رښتیا هم خوږه او تریخ احساس دی."
د هغې ترور ډاکټره صالحی وايي، که څه هم په تېرو کلونو کې څو وارې هڅه وشوه چې دا ودانۍ واخلي، خو دا چارې هېڅکله تر سره نه شوې.
تمینه صالحی وايي دا رسټورانټ د تېرو څلورو لسیزو په اوږدو کې د ملبورن د افغان ټولنې لپاره د راغونډېدو یو مهم (مرکز) و، ان ځینې وخت یې د کونسلګرۍ رول هم ادا کړی دی.
دا ۲۹ کلنه وايي د هغې ترور (ډاکتره صالحي) د افغان کډوالو د مرستې لپاره بېوقفې کار کاوه - دوی ته به یې د کار موندلو او د اسټرالیا له ژوند سره د عادتېدو په چارو کې همکاري کوله.
هغې وویل: "هغه کډوال چې دلته یوازې وو، له هېڅ کورنۍ سره، نه وو، افغان ګالري د هغوی لپاره د ټولنې مرکز و."

د عکس سرچینه، ABC
ډاکتر صالحی وايي، "دلته هېڅ کونسلګري نه وه او کله به چې د کډوالۍ څانګې ته له افغانستانه کوم څه پکار وو... هغوی به له موږ سره تماس نیوه."
هغې زیاته کړه، "زما هدف دا و چې د کاروبار له لارې افغانان سپانسر کړم او ما دا کار وکړ."
دا اټومي فزیکپوهه وايي د رسټورانټ له عوایدو یې په پاکستان کې دوه ښوونځي هم جوړ کړي دي.
ملګري خالد امیري او مسیح احمدزی د ګالري رسټورانټ منظم مېلمانه دي او د دې خواږه په بندېدو ژور خپه دي -هغه رسټورانټ چې هغوی ته ډېر ارزښت لري.

د عکس سرچینه، ABC
ښاغلی امیري د ۲۰۲۱ کال به اګست میاشت کې- کله چې طالبانو کابل ونیو، له افغانستانه وتښتېد. د هغه لپاره افغان ګالري د کور د یوې برخې په توګه دی.
هغه وايي: "کله مې چې د بندېدو خبر واورېد، رښتیا وایم، زړه مې مات شو."
"دا ډول ودانۍ خرڅېږي، بندېږي، خو هغه عاطفي اغېز چې زموږ په څېر خلکو ته پرېږدي، اندازه یې نه شي لګېدلی."

د عکس سرچینه، ABC
ښاغلي احمدزي وویل د هغه مور او پلار د ۱۹۸۰مو په لومړیو کې اسټرالیا ته کډه شوي وو. دی وايي دا رسټورانټ او د ډاکترې نوریه کارونه په ملبورن کې د افغان کډوالو د رغنده ونډې څرګندونه کوي.
ښاغلی احمدزی وايي، "زموږ لپاره، د افغان ټولنې لپاره، دا یو بنسټ دی - او په دې ودانۍ کې ډېره تاریخچه پرته ده".
"کله چې ته دا خبره کوې له ۴۰ کلونو وروسته هم دا رسټورانټ دلته، د فټزروي په زړه کې، لا هم شته - هغه ځای چې ته به تمه ونه لرې چې یو افغان رسټورانټ پکې وي - او دا چې تر ۴۰ کلونو زیات یې پرمختګ کړی، دا د دې بنسټ ډېر څه بیانوي."

د عکس سرچینه، ABC
"موږ د افغانانو په توګه پرې ډېر ویاړو او کله چې مو خبر شوو دا به بند شي، ډېر خواشیني شوو".
د بندېدو ورځې ته له یوې میاشتې لږ څه پاتې دي، تمینه صالحی وايي کورنۍ ورو- ورو د یوه پړاو د پای منلو سره ځان عادتوي.

د عکس سرچینه، ABC

د عکس سرچینه، ABC
هغې وویل، "زه خپه یم چې دا پای ته رسېږي، خو پوهېږم هېڅکله نه شي کېدی چې یو څه تل لپاره ښه پاتې شي."
ډاکتر صالحی چې د تېرو ۴۴ کلونو کار ته کتنه کوي، وايي د خپلې کورنۍ په میراث ویاړي.
هغې زیاته کړه: "موږ خپل کلتور او د ژوند طریقه وړاندې کړه، چې پکې د افغانستان خواړه هم شامل وو."