په سوریه کې د ترکیې او اسرائیلو ترمنځ پټه کشاله څه ده؟

سه تصویر در کنار هم مونتاژ شده از اردوغان، احمد شرع و نتانیاهو

د عکس سرچینه، Getty Images

  • Author, هیوار حسن
  • دنده, بي بي سي عربي

له کله چې احمد الشرع د سوریې د منځمهالي دولت مشر دی، سوریه نه یوازې په کوردننه د بدلونونو شاهده ده، ورسره په سیمه کې هم د شطرنج د دانو ترتیب بدل شوی دی.

د ښاغلي الشرع مذهبي شخصیت، سیاسي او ایډیالوژیک شالید او له هغه د ترکیې ملاتړ، داسې یو نوی واقعیت رامنځته کړی چې نور سیمه يیز لوبغاړي اړ باسي د سوریې په تړاو پر خپلو دریځونو او ټلوالو بیا غور وکړي.

په سیمه کې د دوو اغېزناکو ځواکمنو اړخونو ترکیې او اسراییل ترمنځ د یوې نوې سیالۍ نښې نښانې راڅرګندېږي.

دواړو لا تر اوسه د سوریې پر خاوره یا بل ځای کې مخامخ ټکر نه دی کړی، خو ډېر احتمال شته چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګټو ټکر دوی د پردې تر شا داسې یوې سختې سیالۍ ته راکښلي وي چې په ځانګړي ډول په سوریه کې د ځواک توازن بدلوي.

احمد الشرع، د انقرې اغېز او د اسرائیلو اندېښنې

احمد الشرع چې د بعث رژیم له نسکورېدو راهیسې د سوریې په سیاسي صحنه کې راڅرګند شوی، له بشار الاسد وروسته معادلو کې مهم شخصیت ګرځېدلی دی.

هغه چې سني مذهبی دی او په ایډیالوژۍ او سیاست کې اسلامي شالید لري، د ترکیې لپاره د منلو وړ غوراوی دی. انقرې په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې په دوامداره توګه د سوریې د مخالفانو ملاتړ کړی دی.

کله چې احمد الشرع په دمشق کې د واګ پر ګدۍ کېناست، انقرې یې کلک ملاتړ وکړ. د بریتانیا د ډربي پوهنتون د نړیوالو اړیکو د پروګرام د مشر فرانسیسکو بیلکاسترو په وینا، ترکیه "هغه ته د یوه فرصت په سترګه ګوري چې د سوریې په شمال لوېدیځ کې خپل شته محدود نفوذ د بیا رغونې، زدکړه ییزو فرصتونو او نورو نرمو لارو په دمشق کې په سیاسي ګټو بدل کړي."

خو اسراییل واک ته د احمد الشرع په رسېدو اندېښمن دی او د هغه د جهادي شالید او سیمه يیزو ټلوالو له امله هغه ځان ته امنیتي ګواښ ګڼي.

د اسراییلو د ملي امنیت د څېړونکو ډلو یو لوړ پوړي غړي پروفیسور کوبي مایکل بي بي سي عربي ته وویل: "اسرائیل په دمشق کې د احمد الشرع واکمنېدو ته د شک او اندېښنې په سترګه ګوري، خو ورته مهال د معقولو امنیتي تدبیرونو د نیول کېدو او ان له امنیتي برخې ور هاخوا د همکارۍ امکان هم شته. البته د اکټوبر د اومې خونړۍ تجربې او د احمد الشرع مخینې ته په کتو دې برخه کې له لوړ احتیاطه کار اخیستل کېږي. سربېره پردې، د اسراییلو تر ټولو لویه ستونزه له ترکیې سره ده، ځکه چې له یوې خوا خپل سیمه ییز نفوذ پراخوي او له بلې خوا د فلسطینیانو په ځانګړې توګه د حماس غورځنګ ملاتړ کوي. شونې ده موږ په سوریه کې د خپلو لوړو امنیتي ګټو له امله له ترکیې سره په ټکر کې شو."

ترکیه په سوریه کې د څه په لټه کې ده؟

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د مې میاشتې په ۱۵مه، د ترکیې په سویلي ولایت انتالیا کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هکان فیدان د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې نا رسمي غونډې پر مهال په یوه ناسته کې وویل، انقره تمه لري چې د سوریې د کردانو د خلکو د ساتنې ډلې وسله وال، چې ترکیه یې د کردستان د کارګرانو ګوند (پي کې کې) یوه څانګه ګڼي، د سوریې له حکومت سره لاسلیک شوي تړون ته ژمن پاتې شي.

فرانسیسکو بیلکاسترو بي بي سي ته وویل: "دا سمه ده چې ترکیه په سیمه او له سیمې اخوا له خپلو متحدانو په ځانګړي ډول هغو هېوادونو چې غواړي د سوریې په بیارغونه کې مالي مرسته وکړي، غواړي د سوریې له اوسني حکومت سره خپلې اړیکې ښې کړي. خو موږ باید هیر نه کړو چې دا غوښتنه په نهایت کې د انقرې په ګټه ده، ځکه ترکیه غواړي په سوریه کې خپل نفوذ وساتي، د دغه هېواد د راتلونکي په ټاکلو کې رول ولري او ترکیې ته د زیان رسوونکو هر ډول منفي پرمختګونو مخه ونیسي."

د نړیوالو چارو کارپوه او د لندن په چټم هاوس فکري مرکز کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا برخې شنونکي نیل کویلیام بي بي سي عربي ته وویل:

"له احمد الشرع د انقرې د ملاتړ اصلي دلیل دا دی چې ترکیه غواړي د سوریې د کردانو د خپلواکۍ مخه ونیسي همدارنګه له اردن او خلیج هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې او په سوریه کې د ترکیې سیمه ییز رول بیا تعریف کړي."

یک نشست با چند سخنران، اتحاد دموکراتیک سوریه

د عکس سرچینه، DELIL SOULEIMAN/AFP via Getty Images

ښاغلی کویلیام زیاتوي: "ترکیه له ۲۰۱۸ کال راهیسې د سوریې په شمال لوېدیځ کې له خپل نرم او سخت ځواکه په هممهاله توګه کار اخلي.

لکه څنګه چې هیئت تحریر الشام ډلې ادلب ښار په سوریه کې د خپلې واکمنۍ لپاره یوه بېلګه وګرځوله، ترکیې هم تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې ورته کار کړی دی. له همدې امله، تر هغه چې د ترکیې دریځ د احمد الشرع له دریځ سره ټکر ونه کړي، تمه ده د ترکیې نفوذ به نورو سیمو ته هم وغځېږي."

خو د سوریې سیاسي څېړونکی او لیکوال بسام سلیمان د ترکیې دا ډول نفوذ ردوي او وايي: "ترکیه یو ستراتیژیک متحد دی او موږ په یوه متوازن چوکاټ کې حرکت کوو چې متقابلې ګټې خوندي کوي. دا سمه ده چې ترکیې د سوریې په شمال کې له ملي اردو سره له تړلیو ډلو ملاتړ کړی او د اوږدې مودې لپاره یې هلته خپل شتون ساتلی، خو زه ټینګار کوم چې د اسد ضد عملیات چې د ۲۰۲۴ کال د نومبر په وروستیو کې پیل شوي وو، ترکیې یې ملاتړ نه و کړی. بلکې انقره د دې عملیاتو د احتمالي ناکامۍ په اړه اندیښمنه وه، ځکه دې ډول ناکامۍ د سیمې پر نسبي ثبات ناوړه اغېز کولی شو."

ښاغلی سلیمان زیاتوي: "له آزادۍ وروسته له انقرې سره اړیکې روانې پاتې شوې، خو ترکیه د سوریې په کورني سیاست کې ډېر نفوذ نه لري، لاسوهنې یې محدودې دي او تر ډېره د همغږو او مثبتو ایتلافونو په چوکاټ کې کېږي."

هغه د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو په اړه د دمشق او انقرې ترمنځ "روښانه هوکړه" چې له بېلابېلو لارو تر لاسه شوې، د بېلګې په توګه یادوي: "دمشق د خبرو اترو له لارې سوله ییز حل غوره ګڼي، پداسې حال کې چې انقره پرېکنده حل لارو ته ډېره لېواله ده. خو ترکیې بالاخره د سوریې نوي حکومت ته د ملي پوځ د چارو د سپارلو له پروسې سره چې د انقرې او قطر له خوا یې ملاتړ کېږي، هوکړه وکړه. دا مسله پرته له دې چې ترکیه له خپل سیاسي نفوذ څخه نېغه ګټه واخلي، په لوړ کچ د همغږۍ شتون ښيي."

امنیتي همغږي که د نفوذ لپاره سیالي؟

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او احمد الشرع د لیدنې په ګډون چې په ریاض کې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په کوربتوب وشوه، د سوریې په سیاسي ډګر کې چټک بدلونونه رادبره کوي، د داسې یوه هېواد لپاره چې د څوارلس کلنې کورنۍ جګړې له پایلو رنځ وړي، ډېر مهم دي.

اسرائیل هڅه کوي د نوي توازن په رامنځته کولو خپل ملي امنیت ډاډمن کړي، ان که هغه ورته د احمد الشرع د مشرتابه د منلو په بیه هم پرېوځي، خو په دې شرط چې د اسرائیلو ګټې ونه ګواښي.

پروفیسر کوبي مایکل پر دې باور دی چې "اسرائیل هڅه کوي له ترکیې سره لا بنسټیزې هوکړې ته ورسېږي. له هغې هوکړې هم ستره چې له روسیې سره یې په سوریه کې د امنیتي مسوولیتونو د وېش پر سر کړې ده. اسرائیل اندېښنه لري چې په سوریه کې د ترکیې پوځي شتون به په ځانګړي ډول د ایران له نفوذ سره د مبارزې برخه کې د اسرائیلو د عمل ازادي محدوده کړي."

خو فرانسوي څېړونکی فرانسیسکو بیلکاسټرو پر دې باور دی چې "د ترکیې پر وړاندې د اسراییل دریځ بدلون موندونکی دی، کله پخلاینې ته لېواله وي او کله دښمنۍ ته او همدا د دې ښکارندويي کوي چې د دواړو خواوو ترمنځ د مشترکاتو یا د ګټو د ټکر په پوهېدو کې ګډوډي شته."

کوبي مایکل وايي: "انقره په سوریه کې د ډیموکراټیک اسلامي ماډل د جوړولو په لټه کې نه ده، بلکې ترکیه د داسې یوه ماډل په لټه کې ده چې د ترکیې خوند او بوی ولري، خو اخوان المسلمین ته نږدې وي او دا ماډل ښايي اسرائیلو ته ستراتېژیک ګواښ وي."

خو ښاغلی بیلکاسټرو وايي: "سره له دې چې ترینګلتیا شته، خو ترکیې او اسرائیل ستراتېژیکې او د ګټو پر بنسټ اړیکې ساتلي دي او شونې ده همدا په راتلونکي کې د دوی ترمنځ سیمه ییزې همکارۍ ته لاره هواره کړي. په ځانګړې توګه که په سوریه کې د ایران مستقیم ګواښ له منځه یوړل شي او ترکیه د نوي نظم په ملاتړ کې رول ولوبوي."

بالاخره اسرائیل په سوریه کې ځان د یوې بشپړې بدلې شوې صحنې سره مخامخ ګڼي.

احمد شرع با ترامپ دست می‌دهد، محمد بن سلمان هم حضور دارد

د عکس سرچینه، Getty Images

مخامخ سیالي

نیل کویلیام پر دې باور دی چې د ترکیې او اسرائیلو ترمنځ سیالي اوس په مخامخ سیالۍ بدله شوې ده، که څه هم هیڅ اړخ یې داسې نه بولي.

هغه بي بي سي ته وويل: "دا سیالي د دوی په ډیپلوماټیکو دریځونو کې څرګنده ده. موږ ولیدل چې ترکیه له سعودي عربستان، قطر او اوس متحده ایالتونو سره له خپلې اړیکو څه ډول کار اخلي چې وکولی شي اسرائیل له سیمه ییزو ډیپلوماټیکو هڅو څخه څنډې ته کړي."

نیل کویلیام زیاتوي: "دا خورا روښانه ده چې اسرائیل غواړي په ځانګړې توګه د حکومت او د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو ترمنځ له زیاتېدونکې ترینګلتیا وروسته له کردانو سره له خپلو ښو اړیکو ګټه واخلي. اسرائیل همدارنګه په سویلي سوریه کې له مېشتې دروز لږه‌کیو ټولنې هم ګټه پورته کړې ده."

کوبي مایکل پر دې باور دی چې اسرائیل ځان د دوو توکمونو "دروز او کردانو" امنیت ساتلو ته ځان ژمن ګڼي: "ځکه چې د دې دوو توکمونو او اسرائیل ترمنځ تاریخي اړیکې شته او پر دې سربېره د دروز ټولنې یوه برخه په اسرائیل کې هم ژوند کوي. له دې ور هاخوا دواړه ډلې د سخت دریځه اسلامپالنې پر وړاندې چې د اسرائیلو امنیت ته ګواښ دی، مبارزه کوي. له دې دوو ډلو سره د اړیکو له پیاوړي کولو اسراییل غواړي له ترهګرۍ سره په مبارزه کې او د سوریې له حکومت سره د اړیکو د خرابېدو په صورت کې د خپلې برلاسۍ لپاره یو عملي انتخاب ولري.

د ترکیې او اسرائیلو له لیده د سوریې بڼه څه ډول ده؟

احمد شرع همراه با اردوغان پشت میکروفون

د عکس سرچینه، Anadolu Ajansı

له بشارالاسد وروسته د سوریې په اړه د ترکیې نظر د اسرائیلو له نظر سره توپیر لري. د کوبي مایکل په وینا، اسرائیل هڅه کوي چې سوریه د ابراهیمي تړون برخه کړي او خپلې اړیکې ور سره په داسې ډول عادي کړي چې د اسرائیلو له امنیت او سیاسي ګټو سره اړخ ولګوي.

خو نیل کویلیام په دې باور دی چې ترکیه "یو واحد دولت غواړي چې بشپړ حاکمیت، اسلامي طبیعت او له انقرې سره ایډیالوژیکي یووالی ولري. بې له شکه داسې یو لیدلوری به اسراییل ناخوښه کړي، ځکه چې دغه هېواد په خپل ګاونډ کې اسلامي او د انقرې ملګري دولت ته لېواله نه دی. له همدې امله به اسرائیل په ټول توان سره د ترکیې د دې پلان د کمزوري کولو او د سوریې په سیاسي صحنه کې د خپل سیمه ییز تسلط د پیاوړتیا هڅه وکړي. د دې کار لپاره به نه یوازې په سوریه کې د نامتمرکز جوړښت د پیاوړتیا لپاره له قومي لږه‌کیو ملاتړ وکړي چې خپل حقونه تر لاسه کړي بلکې ان لا یو ډول خپلواکۍ لرلو ته به یې وهڅوي.

ننګونې

سوریه د دې دوو سیمه ییزو ځواکمنو اړخونو ترمنځ موقعیت لري. په دې شرایطو کې به د سوریې نوی حکومت په یوه پیچلې سیمه کې له دوی سره خپلې اړیکې څه ډول مدیریت کوي؟

د سوریې سیاسي لیکوال بسام سلیمان وايي: "سوریه روښانه لیدلوری لري او هغه دا چې له ګاونډیو هېوادونو سره له هر ډول تاوتریخوالي څخه ځان لرې وساتي او په بشپړ ډول پر بیارغونې او د یوې نوې سوریې پر جوړولو تمرکز وکړي."

ښاغلی سلیمان په سوریه کې د حماس په څېر له اسلامي ډلو د ترکیې د ملاتړ په اړه وايي: "دا د ترکیې لپاره کورنۍ مسله ده. که د ترکیې او په سوریه کې د دې سیاسي ډلو ترمنځ اړیکې وي، نو د سوریې حکومت به هرومرو په راتلونکي کې د دې اړیکو د ختمولو هڅه وکړي."

کویلیام وايي: "له ډونلډ ټرمپ، محمد بن سلمان او احمد الشرع سره د اردوغان لیدنه د دې ښکارندويي کوي چې ترکیه څنګه د امریکا او خلیجي هیوادونو دریځونه ور بدلوي.

دونلډ ټرمپ وویل له سوریې د بندیزونو د لرې کولو پرېکړه یې د اردوغان او محمد بن سلمان په سپارښتنه کړې ده. داسې یوه پرېکړه چې د اسراییلو له غوښتنې سره سمه نه وه. انقره په اوسني وضعیت کې پر نورو د خپل مشرتابه رول د په رسمیت پېژندلو برخه کې هم له ننګونو سره مخامخ ده. په هرصورت، د وخت په تېرېدو سره به د ترکیې، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ سیالي راوټوکېږي، ځکه دا هېوادونه هر یو د نوې سوریې د راتلونکي لپاره بېلابېل لیدلوري لري."