لارۍ چپه شوه، ۲۵۰ میلیونه مچۍ وتښتېدې

د سړک په منځ کې یوه اوښتې لارۍ

د عکس سرچینه، Whatcom County Sheriff's Office

د عکس تشریح، د سړک په منځ کې یوه اوښتې لارۍ

په اټکلي ډول شاوخوا ۲۵۰ میلیونه مچۍ د امریکا د واشنګټن ایالت کې له یوې چپه شوې لارۍ وتښتېدې، چې له امله یې چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی له دې چیچونکو حشراتو لرې پاتې شي.

د بېړنيو چارو چارواکي د څو تجربه لرونکو مچۍ پالونکو په مرسته وروسته له هغه د پېښې ځای ته ورسېدل چې د شاوخوا ۷۰،۰۰۰ پاوه (۳۱،۷۵۰ کیلوګرامه) فعالې شات خوړونکې مچۍ یې لېږدولې یو موټر د کاناډا پولې ته نږدې پر سړک چپه شو.

د واټکام کاونټي د پولیسو دفتر وویل: "هدف دا دی چې د امکان تر حده ډېرې مچۍ وژغورل شي."

چارواکو زیاته کړه چې د پېښې ځای به "تر هغې پورې تړلی وي، چې د ژغورنې عملیات بشپړ شوي نه وي."

"اوس ۲۵۰ میلیونه مچۍ ازادې ګرځي"، د واټکام کاونټي شريف لیکلي دي "له دې ځایه لرې اوسئ، ځکه ښايي مچۍ وتښتي او ټولیز برید وکړي. "

د مچیو پالونکي له پولیسو سره یو ځای کار کوي چې د مچیو صندوقونه بېرته تنظیم کړي، دا هغه پېټۍ دي چې مچۍ پالونکي پکې شات خوړونکې مچۍ ساتي.

یوه سپینه لارۍ چې پر بانټ او چت یې مچۍ ښکاري

د عکس سرچینه، Whatcom County Sheriff's Office

د عکس تشریح، یوه سپینه لارۍ چې پر بانټ او چت یې مچۍ ښکاري

د واټکام د پولیسو دفتر زیاته کړه: "پلان دا دی چې مچۍ بېرته خپلو کورونو ته ستنې شي او خپله ملکې مچۍ ومومي." هغوی وویل چې "دا کار باید راتلونکو ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو کې و شي."

د جمعې په ورځ ناوخته په ټولنیزو رسنیو کې په یوه خپره شوې اعلامیه کې، پولیسو د "مچیو پالونکو د عالي ټولنې" مننه وکړه، ویې ویل: "ګڼ مچۍ پالونکي د ژغورنې د هڅو لپاره ورغلي وو."

پولیسو په فېسبوک ولیکل: "تر سبا سهار پورې باید زیاتره مچۍ خپلو کورونو ته ستنې شوې وي."

د پولیسو شریکو کړو وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې زیاتره مچۍ د چپه شوي موټر شاوخوا ګرځي.

سره له دې چې ځینې مچۍ پالونکي یوازې د شاتو د تولید لپاره مچۍ ساتي، خو ډېر نور یې بزګرانو ته په کرایه ورکوي، چې د خپلو کروندو د محصول د ښېرازۍ او القاح لپاره اړتیا ورته لري.

په کاناډا کې میکاییل باربر چې د مچیو پالونکی دی، د چهارشنبې په ګهیځ ځايي پولیسو له خوبه راویښ کړ. پولیسو ځکه ده ته بیا، بیا زنګونه وهل، چې له یوې لارۍ د پنځه میلیونه مچیو له غورځېدو وروسته یې له ده مرسته غوښته.

هغه صندوقونه چې مچۍ پکې لېږدول کېدې، د تړل شوي پړي له غړنده کېدو وروسته له لارۍ وښوېدل او مچۍ ترې خوشې شوې.