احمد الشرع ریاض کې له ولیعهد محمد بن سلمان سره کتلي

د ویډیو تشریح، ریاض کې احمد الشرع له بن سلمان سره وکتل

د سوریې د انتقالي حکومت رئیس احمد الشرع په خپل لومړي بهرني سفر د یکشنبې پر ورځ (د فبرورۍ ۲مه) سعودي عربستان ته تللی او په ریاض کې یې د ولیعهد محمد بن سلمان په ګډون له بېلابېلو چارواکو سره لیدلي دي.

هغه ته د ریاض مرستیال امیر شهزاده محمد بن عبدالرحمن بن عبدالعزیز د پاچا خالد پر نړیوال هوايي ډګر هرکلی وکړ.

احمد الشرع ریاض کې زیږېدلی او د ماشومتوب لومړني اوه کاله یې هم په عربستان کې تېر کړي. پلار یې هغه وخت هلته کار کاوه.

په پام کې ده چې الشرع به د سعودي له نورو جګپوړو چارواکو سره هم وګوري، د سوریې په وضعیت کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري پیاوړې کړي.

د سوریې د ولسمشرۍ ماڼۍ پر خواله رسنیو یو انځور خپور کړی چې پکې د انتقالي حکومت مشر احمد الشرع او د بهرنیو چارو وزیر په یوه ځانګړې الوتکه کې ناست دي او یوه تبصره لیکل شوې چې: "نن رئیس احمد الشرع او د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني په لومړني رسمي سفر د سعودي عربستان پر لور روان دي."

دا سفر وروسته له هغه دی چې د سوریې د انتقالي ادارې له مشر کېدو وروسته الشرع څو پرېکړې کړې وې چې د پارلمان، د وسله والو ډلو او امنیتي ادارو او پوځ لغوه کول پکې شامل وو.‌

همدارنګه، احمد الشرع د (البعث) ګوند لغوه کول هم اعلان کړل چې پر هېواد یې پنځه لسیزې واکمني چلوله.

د قطر امیر هغه لومړنی بهرنی لوی چارواکی و چې د اسد له رژیم ړنګېدا وروسته یې سوریې ته سفر وکړ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د قطر امیر هغه لومړنی بهرنی لوی چارواکی و چې د اسد له رژیم ړنګېدا وروسته یې سوریې ته سفر وکړ

روسیې ته تښتېدلی بشار الاسد او د هغه پلار حافظ الاسد هم د (بعث) ګوند مشران وو.‌

الشرع د پخواني اساسي قانون د نه تطبیقېدو اعلان هم وکړ او د انتقالي مرحلې لپاره به یې نوی اساسي قانون پرځای او قانوني سرچینه ګڼل کېږي.

په پام کې ده چې انتقالي مرحله به څلور کاله دوام وکړي.

په تېره ډسمبر میاشت کې د سعودي له العربیة تلوېزیون سره په مرکه کې ښاغلي الشرع وویل، تمه لري چې سعودي عربستان "په سوریه کې لوی رول ولري"، هغه هېواد چې دی باوري دی د اسد د نظام له پرځېدو وروسته به په سوریه کې د "پراخې پانګونې فرصتونه" رامنځ ته کړي.

هغه وویل: "له شک پرته سعودي عربستان به په سوریه کې د راتلونکي لپاره لوی رول ولري. هغه پرمختیایي حالت چې موږ یې هڅه کوو ترلاسه کړو، سعوديان به هم پکې شریکان وي."

د اقتصاد ملاتړ

الشرع او د بهرنیو چارو وزیر الشيباني سعودي ته د سفر پرمهال

د عکس سرچینه، SANA

د عکس تشریح، الشرع او د بهرنیو چارو وزیر الشيباني سعودي ته د سفر پرمهال

د الشرع د انتقالی حکومت له جوړېدو وروسته، نړیوال او عربي ډیپلوماټیک خوځښتونه پیل شول او د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني د روان ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې سعودي عربستان ته سفر وکړ، چې دا یې د بشار الاسد له پرځېدو وروسته خپل لومړنی بهرنی سفر و.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان هم د جنورۍ په پای کې دمشق ته سفر کړی و او په خپل سفر کې یې د سوریې له نوې حکومت سره د ملاتړ او د لوېدیځو بندیزونو له منځه وړلو کې د خپل هېواد د مرستې ژمنه وکړه.

د "پاچا سلمان د بشري مرستو مرکز" هم د سوریې خلکو ته د مرستې لپاره یو هوایي پل جوړ کړی چې له امله یې د دې هېواد د اقتصادي ستونزو حلولو کې مرسته کولی شي.

سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز او د سعودي وليعهد شهزاده محمد بن سلمان له هغو لومړنیو مشرانو وو چې الشرع ته یې په دې ګام کې مبارکي وویله او هغه ته یې "د خپل هېواد د ورور ملت په خوشاله سوکاله راتلونکي کې د خلکو هیلو پوره کولو لپاره د کامیابۍ او بریا" هیله کړې.

خلیجي همکاري

دمشق کې د اموي جومات له پاسه انځور؛ چې د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه اخیستل شوی

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images

د عکس تشریح، دمشق کې د اموي جومات له پاسه انځور؛ چې د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه اخیستل شوی

دمشق او ریاض له بشار الاسد وروسته په یوه نوي پړاو کې د اړیکو پیاوړي کولو لپاره کار کوي او نویو چارواکو له سعودي عربستان سره د اړیکو د یوه نوي باب د پرانیستلو لېوالتیا ښودلې ده.

په دمشق کې چارواکي پر دې باور دی چې د عربي هېوادونو- په تېره د خلیجي هېوادونو مرسته د هېواد د بیا رغونې او پردې هېواد د اوږدې جګړې د اغېزو له کبله د رامنځ‌ ته شویو ستونزو د حلولو لپاره اړینه ده.

الشرع وروسته له هغه سعودي عربستان ته دا سفر کړی چې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني څو ورځې مخکې دمشق ته سفر کړی و.

دا لومړی ځل و چې د اسد رژیم له ړنګېدو ووسته د یوه هېواد مشر سوریې ته سفر کوي.

امریکا تازه هغه ۱۰ میلیونه ډالري جایزه لغوه کړې چې د احمد شرع د نیولو لپاره یې ټاکلې وه.