ولې اسرائیل سوریه کې بریدونه کوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
اسرائیل سوریه کې په نظامي مرکزونو، د وسلو په زېرمتونونو او ځینو نورو ځایونو سلګونه هوايي بریدونه کړي.
دوی همدا ډول جولان لوړو ته نژدې د ملګرو ملتونو په غیر نظامي او خوندي سیمې کې خپل پوځ هم ځای پر ځای کړی او ورسره یې د سوریې نوره خاوره هم ولکه کړې.
اسرائیل وايي دا کار ځکه کوي چې خپل وګړي خوندي کړي، خو ځینې نور په دې باور دي چې اسرائیل غواړي خپل اوږد مهاله سیال کمزوری کړي.
اسرائیل تر اوسه څه ډول بریدونه کړي؟

اسرائیل د دغو بریدونو له لارې د سوریې په شمال کې له حلبه نیولې جنوب کې تر دمشقه د وسلو او مهماتو زېرمتونونه، هوايي اډې، د سمندري ځواک اډې او د څېړنې مرکزونه په نښه کړي.
رامي عبدالرحمان چې د سوهر مرکز بنسټ اېښودونکی دی وايي، دغو بریدونو د سوریې پوځي وړتیا له منځه وړې او په وینا یې د سوریې په خاوره تېری شوی.
اسرائیل بیا وايي موخه یې دا ده چې د اسد رژیم له پرځېدو سره خطرناکې وسلې د سخت دریځو ډلو لاس ته ونه لوېږي.
د کیمیاوي وسلو په اړه د اسرائیلو اندېښنې څه دي؟

د عکس سرچینه، AFP
اسرائیل اندېښمن دی چې د بشارالاسد رژیم د ادعا شویو کیمیاوي وسلو زېرمتونونو ته به څوک لاسرسی ومومي.
مالومه نه ده چې دا وسلې چېرته دي او سوریه څومره لري، خو داسې باور دی چې پخواني ولسمشر بشارالاسد زېرمه کړي.
د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د کیمیاوي وسلو څارونکې ډلې د سوریې واکمنو ته خبرداری ورکړ چې دا وسلې خوندي کړي.
اکې سېلسټروم چې سوریه کې د ملګرو ملتونو د وسلو پخوانی څارونکی وو او اوس د سویډن اومیا پوهنتون کې د تاریخ پروفیسور دی وايي، اسرائیل د خپلو هوايي بریدونو له لارې د سوریې کیمیاوي وړتیاوې په نښه کوي.
ده بي بي سي ته وویل: ''اسرائیل ټول مهم اړخونه له منځه وړل غواړي، که هغه توکي وي، مهم کسان او یا هم مرکزونه''
بشارالاسد ته نژدې وسله والو ډلو په ۲۰۱۳ کال کې د سوریې پلازمېنې دمشق په غوطا سیمه کې د یوه برید پر مهال له سارین غازه ګټه اخېستې وه چې په هغه برید کې له زرو ډېر کسان ووژل شو.
پر دوی تور دی چې په ځينو وروستیو بریدونو کې یې هم سارین او کلورین غازونه کارولي وو.
ډاکټر سېلسټروم وايي یاغي ډلې هم ښايي کیمیاوي وسلې ولري، ځکه تر دې وړاندې یې سوریه کې د خپلو دښمنانو پر وړاندې کارولي دي.
دی وايي: '' اسد دا وسلې لرلې چې اسرائیل سره د کړکېچ پر مهال دی ځواکمن ښکاره شي خو پر وړاندې یې د کارولو پلان نه درلود، اوس بیخي نوی حکومت دی. اسرائیل اوس غواړي د کیمیاوي وسلو هر ډول وړتیاوې یې له منځه یوسي''
اسرائیل د جولان لوړو کې څه کوي؟

د اسرائیل لومړي وزیر ویل پوځیانو یې د جولان لوړو کې بفر زون یا حائله سیمه ولکه کړې چې ورسره دوی د سوریې نوره خاوره هم لاندې کړې.
لومړي وزیر بینیامېن نتنیاهو ویلي دا لنډ مهالی دفاعي ګام به یې تر هغې دوام لري چې جوړجاړی نه وي شوی.
لندن کې د سواس پوهنتون پروفیسور ګېلبرټ اچار وايي: اسرائیل هڅه کوي چې د سوریې له خاورې د حماس له خوا د اکتوبر ۷مې ته ورته یا بل هر ډول برید مخنیوی وکړي.
جولان لوړو کې د غیر نظامي سیمو ولکه کولو له امله عربو هېوادونو پر اسرائیلو نیوکه کړې او دا ګام یې غندلی. د مصر بهرنیو چارو وزارت دا د سوریې پر خاورې تېری بللی.
له سوریې رپوټونه وايي چې اسرائیلی پوځ له غیر نظامي سیمې اوښتی او له دمشق یوازې ۲۵ کیلومتره لېرې دی، خو د اسرائیلو پوځ دا ادعاوې رد کړي.
جولان لوړې د چا ملکیت دی؟
جولان لوړې د سوریې په جنوب لویدیځ کې غرنۍ سیمه ده چې له تېرو ۵۰ کلونو کې د اسرائیلو ولکه کې دی.
د ۱۹۶۷ کال د منځني ختیځ جګړې پر مهال سوریې له جولان لوړو پر اسرائیل بریدونه وکړل خو اسرائیل په ځواب کې د سوریې پوځ په شا وتمباوه او نژدې ۱۲۰۰ مربع کیلومتره ځمکه یې ونیوله چې له هغه راهیسې تر پوځي ولکې لاندې ده.
سوریې هڅه وکړه چې د ۱۹۷۳ منځني ختیځ د جګړې پر مهال جولان لوړې بېرته ونیسي خو بریالي نه شول.
دواړه هېوادونه ۱۹۷۴ کې پر اوربند سلا شول او د ملګرو ملتونو څارونکی پوځ له هغه راهیسې د اوربند په کرښه شتون لري.
خو اسرائیل دا سیمه ۱۹۸۱ کې په بشپړ ډول ولکه کړه چې دې ګام یې د نړیوالې ټولنې مشروعیت نه دی موندلی.
سوریې ویلي اسرائیل سره به تر هغې د سولې تړون ونه کړي چې له جولان لوړه نه وي وتلی.
جولان لوړ کې نژدې ۲۰ زره اسرائیلیان مېشت شوي او کلي یې جوړ کړي. ډېری ځايي عرب له سیمې کډه شوي. دې ځای کې د اسرائیلو مېشتېدا د نړیوال قانون له مخې غیر قانوني بلل شوي خو اسرائیل دا مني.
د اسرائیل امنیتي اندېښنې پر ځای دي؟

د عکس سرچینه، EPA
ښاغلي نتنیاهو ویلي جولان لوړو کې د اسرائیلي پوځ له خوا د غیر نظامي سیمې ولکه یو لنډ مهالی دفاعي ګام دی خو له دې ځایه وتل د سوریې د نوي حکومت چلن پورې اړه لري.
دی وايي:
''زموږ هیله او غوښتنه دا ده چې سوریه کې له نویو واکمنو سره سوله ییزې او د ګاونډیتوب اړیکې ولرو. که داسې نه وي نو موږ به د اسرائیل خاورې او پولې دفاع لپاره هيڅ ډول ځواک ونه سپموو.''