په سوریه کې هېوادونه څه ډول ښکېل دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, جرمي هاوېل
- دنده, بي بي سي
د سوريې لنډمهالی ولسمشر، احمد الشرع، هڅه کوي چې له ۱۳ کلنې کورنۍ جګړې وروسته د خپل حکومت واک ټينګ او هېواد يو موټی کړي.
په ورته وخت کې نوموړی بايد د ترکيې او امريکا په څېر د هېوادونو له سياسي فشار سره چې په سوريه کې خپلې ګټې لري هم مقابله وکړي.
سوريه اوس څه ډول وېشل شوې؟

د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې، اسلامپالې وسلهوالې ډلې "هيئت تحرير الشام" (اېچ ټي اېس) او د هغوی متحدينو د سوريې پلازمېنه دمشق ونيو او پخوانی ولسمشر بشار الاسد يې روسيې په تېښته اړ کړ.
د هيئت تحرير الشام ډلې مشر احمد الشرع، لنډمهالی ولسمشر شو. خو دې ډلې تر اوسه پر ټول هېواد واک نه دی ټينګ کړی.
په واشنګټن کې د منځني ختيځ د انسټيټيوټ يو غړی ډاکټر پاول سالم وايي، د سوريې په لوېديځ کې له ادلب تر دمشق پورې هيئت تحرير الشام ډله د پټۍ په بڼه سيمه تر خپل کنټرول لاندې لري، د هېواد په ډېرو برخو کې لا هم بشپړه ولکه نه لري."

د عکس سرچینه، Getty Images
ترکيې شاوخوا ۱۰ زره پوځيان په سوريه کې ځای پر ځای کړي، چې ډېری يې د دواړو هېوادونو تر منځ د سرحدي سيمو په اوږدو کې مېشت دي.
ترکيه په شمال کې د هغو ملېشو پوځي او سياسي ملاتړ هم کوي، چې د "سوريې ملي پوځ (اېس اېن اې) په نامه ډلې تر نامه لاندې جنګېږي. دغه ملېشې د اسد د حکومت مخالفې وې.
د ځينو اټکلونو له مخې، یاده ډله له ۷۰ زرو تر ۹۰ زرو پورې وسله وال لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
امريکا شاوخوا ۹۰۰ پوځيان په سوريه کې لري چې د کردانو په مشرۍ د "سوريې دموکراتيکو ځواکونو" (اېس ډي اېف) ملاتړ کوي. دا ډله د هېواد شمال ختيځ او ختيځ کنټرولوي. په دوی کې د کردانو د ساتنې ټولي (وای پي جي) هم شامل دي.
اټکل کېږي چې د سوريې ديموکراتيک ځواکونه له ۴۰ زرو تر ۶۰ زرو جنګيالي لري، چې له ۲۰ زرو تر ۳۰ زرو يې د وای پي جي ډلې غړي دي.
د سوريې په جنوب کې بيا چې د درزي قومونه مېشت دي، د جنوبي جبهې او جنوبي عملیاتو خوني په نامه د مېلشو تر ولکې لاندې دي.
خو ډاکټر سالم وايي، "د درزي قوم کليو په پراخه کچه د هيئت تحرير الشام واک منلی دی."
ترکيه له سوريې څه غواړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ترکيه له هغه مهاله د هيئت تحرير الشام ډلې ملاتړ کوي چې د ادلب ولايت اداره يې په لاس کې وه، هتله يې د برېښنا او مخابراتو په څېر خدمات ورته برابرول.
کله چې هيئت تحرير الشام ډلې دمشق ونيو، ترکيه لومړنی هېواد شو، چې هلته يې خپل استازي ولېږل. په دغو استازو کې يو د ترکيې د استخباراتو مشر، ابراهيم کالين، هم و.
بروکسل کې د نړيوال بحران ډلې د يوه غړي ډاکتر نانار هواچ په وينا، ترکيه په سوريه کې دوې موخې لري، لومړی "سوريه بايد دومره باثباته شي چې په ترکيه کې مېشت دری ميليونه سوري کډوال بېرته ورستانه شي." دویم، "ترکيه غواړی کرد وسله والې ډلې له خپلو پولو لرې کړي، ځکه انقره په دې باور ده چې دا ډلې د کردستان کارګر ګوند سره کار کوي."
بل پلو ډاکتر سالم وايي، "ترکيه غواړي چې د سوريې ديموکراتيک ځواکونه ټول د سوريې پوځ ته داخل شي او کردانو ته د خپلواکې سیمې لرلو اجازه ورنه کړل شي."
امريکا له سوريې څه غواړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د امريکا لومړنۍ موخه په سوريه کې د اسلامي دولت نومې ډلې (ای اېس) ځپل دي. امريکا په ۲۰۱۴ کال کې له دې ډلې سره جګړه پيل کړه او د هغو کرديو وسلهوالو ډلو ملاتړ يې وکړ چې له اسلامي دولت نومې ډلې سره جنګېدې.
ډاکټر هواچ وايي، "يوه وجه چې امريکا د کردي ملېشو ملاتړ کوي دا ده، چې دوی په شمال ختيځه سوريه کې هغه زندانونه ساتي، چې زرګونه د اسلامي دولت نومې ډلې مشکوک کسان پکې بنديان دي. دا ډېر خطرناک او سخت دريځه جنګيالي دي، که خوشي شي، سوريه بېثباته کولی شي."
د بشار اسد د واکمنۍ پر مهال امريکا د بشري حقونو د سرغړونو له امله پر سوريه سخت بنديزونه لګولي وو، چې لا هم پر ځای دي.
ډاکټر هواچ وايي، "هغه څه چې سوريه یې له امریکا تر ټولو ډېر غواړي، د دې بنديزونو لرې کول دي، تر څو نړيواله ټولنه بيا په دې هېواد کې پانګونه پيل کړي."
عرب خليج هېوادونه له سوريې څه غواړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
احمد الشرع د سوريې له لنډمهالي ولسمشر کېدو وروسته، لومړی بهرنی سفر سعودي عرب ته وکړ.
په لندن کې د شاهي متحدو خدماتو انسټيټيوټ يو ډاکټر اېچ اې هېلير وايي، "د جهادي مخينې له کبله د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو په څېر خليجي هېوادونه د الشرع او هيئت تحرير الشام په اړه شک لري. خو هغوی غواړي چې سوريه بيا ورغول شي، د عربي ټولنې برخه شي او نور د ايران لپاره د يوه پراکسي يا نيابتې ډلې په توګه پاتې نه شي."
ډاکټر سالم وايي، "ترکيې سوريې ته وړانديز کړی چې له کورنۍ جګړې وروسته به يې د بيا رغونې په برخه کې مرسته وکړي، خو خليجي هېوادونه بيا ډېر مالي وس لري."
روسيه له سوريې څه غواړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
روسيې په ۲۰۱۵ کال کې د اسد رژيم ملاتړ وکړ، او په بدل کې يې په سوريه کې پوځي اډې ترلاسه کړې.
د طرطوس سمندري اډې روسيې ته د مديترانې سمندر کې د شتون اجازه ورکړه. د حميميم هوايي اډې بيا افريقا کې د عملياتو او امنيتي خدمتونو لپاره مهمه ده.
روسيې له سوريې خپلې ستراتيژيکې شتمنۍ، لکه بېړۍ او الوتکې، ايستلي دي. اوس روسيه له هيئت تحرير الشام سره د اډو د راتلونکې په اړه خبرې کوي.
ډاکټر هواچ وايي، "سوريه نه شي کولای چې روسيه خپله دښمنه کړي، ځکه دا کار ښايي د بېلابېلو ډلو تر منځ د تاوتريخوالي په هڅولو سره ستونزې رامنځته کړي."
ايا هېوادونه سوريې ته ستونزې جوړولی شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ډاکټر سالم وايي،" هغه څه چې د الشرع لپاره مثبت دي دا دي، چې ډېری هېوادونه د سوريې ثبات غواړي، او د هېواد ډېری ډلې د لنډمهالي حکومت ملاتړ کوي."
خو امريکا کې مېشت د جګړې د مطالعې انسټيټيوټ په وينا، د ترکيې له ملاتړه برخمنه د سويې ملي پوځ ډله د حلب ولايت په ختيځ کې د کردانو له اېس ډي اېف ډلې سره نښتې کوي.
نوموړی خبرداری ورکوي چې، که اېس ډي اېف خپله وسله واله ډله منحل نه کړي، نو ترکيه به ښايي اېس اېن اې ته د بريدونو پراخولو امر ورکړي. دا به د ترکيې لومړنی غوراوی نه وي، خو له هغو يو به وي."
ډاکټر هواچ وايي، "تر دې دمه امريکا د ترکيې له خوا د کردانو پر ضد د پراخو عملياتو مخه نيولې ده."
خو لا هم معلومه نه ده چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ به په سوريه کې د امريکا حضور ته دوام ورکړي که نه. نوموړي د تېر کال په ډسمبر کې ويلي وو چې، "هلته روان وضعيت زموږ جنګ نه دی."
اسرائيل هم په سوريه کې پوځي حضور لري.
د اسد رژيم له نسکورېدو وروسته، اسرائيلو خپل پوځيان د ګولان يا جولان لوړو ته ولېږدول او هلته يې هغه حايله سيمه ونيوه، چې د سوريې او اسرائيلي ځواکونو تر منځ يې جلاوالی رامنځته کړی و.
اسرائيلو خپل پوځيان له دې حايلې سيمې هاخوا هم ځای پر ځای کړي دي. او د سوريې د وسلوالو ځواکونو پر اډو يې نژدې ۵۰۰ هوايي بريدونه کړي، چې ډېر وسايل يې له منځه وړې دي.
په سوریه کې د ايران د لاسوهنې په اړه هم وېره موجود ده.
ايران له ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب له بريا راهيسې د سوريې متحد پاتې شوی او د کورنۍ جګړې پر مهال يې د اسد د واک ساتلو لپاره پراخې هڅې کړې دي.
ډاکټر سالم وايي، "د اسد حکومت سقوط ايران ته ستر ګوزار و، ځکه ايران له سوريې خپل متحد حزبالله ته د وسلو رسولو لپاره د ترانزيت لارې په توګه کار اخيست.
اوس مهال ايران په سوريه کې د نفوذ بېرته ترلاسه کولو کومه لاره نه لري. خو که لنډمهالی حکومت ناکام شي او د سوريې بېلابېلې ډلې د يو بل پر ضد جګړې ته مخه کړي، نو ايران ښايي د ځينو وسلهوالو ډلو په ملاتړ بېرته خپله نفوذ پيدا کړي."
نوموړی زياتوي، "ايران ناکام هېوادونه ډېر خوښوي."