هغه نالیدلې نقشه چې منځني ختیځ‌ ته یې د سولې راوستلو ژمنه کړې وه

د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر اېهود اولمرټ په ۲۰۰۸ کال کې د دوو دولتونو حل لاره وړاندیز کړې وه.
د عکس تشریح، د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر اېهود اولمرټ په ۲۰۰۸ کال کې د دوو دولتونو حل لاره وړاندیز کړې وه.
  • Author, پاول اډمز
  • دنده, ډیپلوماتیک خبریال

۲۰۰۸ کال و. د اسرائیلو لومړي وزیر اېهود اولمرت د فلسطین له مشر محمود عباسه وغوښتل هغه معامله ومني چې د هغه په باور منځني ختیځ ته سوله راوستلی شي: "په راتلونکو ۵۰ کلونو کې به تاسې یو داسې اسرائیلي مشر هم ونه مومئ، هغه څه درته وړاندیز کړي، چې زه یې اوس درته وړاندیزوم.

"لاسلیک یې کړه! لاسلیک یې کړه، راځئ چې تاریخ بدل کړو!"

دا خبرې د هغو مذاکراتو پر مهال وشوې چې اولمرت هیله لرله، د منځني ختیځ د سولې لپاره به بنسټ جوړ کړي.

دا د دوو دولتونو حل لاره وه - یوه داسې هیله چې نن ورځ ناممکنه ښکاري. که په هغه وخت کې پلي شوی وای، نو دا به د اشغال شوې لوېدیځې غاړې له ۹۴ سلنې ډېره برخه کې د فلسطیني دولت د جوړولو لامل شوی وای.

هغه نقشه چې اولمرت وړاندې کړې وه، اوس د پراخې پاملرنې وړ ګرځېدلې ده او د کلونو په تېرېدو یې تقریباً یو اسطوري حیثیت موندلی. که څه هم د هغې په اړه ګڼې ګنګوسې شته، خو اولمرت تر اوسه دا نقشه رسنیو ته نه ده ښکاره کړې.

په تازه مستنده فلمي لړۍ کې، چې د نورما پیرسي له خوا جوړه شوې او "اسرائیل او فلسطینیان: د اکتوبر اوومې ته لار" نومیږي، اېهود اولمرت هغه نقشه ښکاره کړې چې ادعا کوي، ده د ۲۰۰۸ د سپټمبر پر ۱۶مه، په بیت المقدس کې له محمود عباس سره د لیدنې پر مهال وړاندې کړې وه.

دا مستند، چې له نن دوشنبې پر بي بي سي (ای پلېیر) کې شته، د لومړي ځل لپاره دا نقشه رسنیو ته ښکاره کوي. اولمرت فلم جوړوونکو ته ویلي: "دا لومړی ځل دی چې زه دا نقشه رسنیو ته ورښیم."

په دې نقشه کې هغه جزئیات ښودل شوي چې اولمرت کومې سیمې له اسرائیل سره د یوځای کولو لپاره وړاندیز کړې وې، چې ۴،۹ سلنه د لوېدیځې غاړې خاوره یې رانغاړله. دا پلان، لکه د ۱۹۹۰مو کلونو وروستي وړاندیزونه، د یهودي استعماري بلاکونو شاملول هم په پام کې درلودل.

مقابل کې، اولمرت ویلي وو چې اسرائیل به اړ وي چې د لوېدیځې غاړې او غزې تړانګې سره پر پوله، د ورته مساحت خاوره فلسطینیانو ته وسپاري.

د دواړو فلسطیني سیمو ترمنځ د تونل یا چټک سړک له لارې د نښلولو وړاندیز هم شوی و؛ هغه نظر چې له وړاندې هم بحث پرې شوی و.

په فلم کې، اولمرت د فلسطیني ولسمشر غبرګون یادوي: "هغه راته وویل: لومړی وزیره، دا ډېر خطرناک کار دی. دا واقعاً ډېر، ډېر خطرناک دی."

د اولمرت د پلان تر ټولو مهمه برخه دا وه چې د بیت المقدس د لانجمنې موضوع لپاره یې یو حل وړاندیز کاوه.

د اېهود اولمرت د دوو دولتونو د حل لارې نقشه، چې اسرائیلي او فلسطیني دولتونه پکې څنګ په څنګ دي
د عکس تشریح، د اېهود اولمرت د دوو دولتونو د حل لارې نقشه، چې اسرائیلي او فلسطیني دولتونه پکې څنګ په څنګ دي

پلان دا و چې دواړو خواوو ته به دا حق ورکړل شي چې د ښار له برخو د خپلې پلازمېنې په توګه غوښتنه وکړي، په داسې حال کې چې د "سپېڅلي حوض" اداره - چې پکې زوړ ښار، مذهبي ځایونه او شاوخوا سیمې شاملې دي - د امینانو کمېټې ته سپارل کېده. دا کمېټه به د اسرائیل، فلسطین، سعودي عربستان، اردن او امریکا له استازو جوړه وه.

د دې نقشې اغېزې پر یهودي مېشت‌ځایونو ډېرې پراخې کېدای شوې.

که دا پلان عملي شوی وای، نو په لوېدیځه غاړه او د اردن درې په اوږدو کې به لسګونه اسرائیلي مېشت‌ځایونه تخلیه شوي وای.

کله چې د اسرائیل پخواني صدراعظم اریېل شارون په ۲۰۰۵ کال کې زرګونه یهودي استوګن د غزې له تړانګې په زور وایستل، نو دا د اسرائیلي ښي اړخو لپاره یو سخت ټکان و.

له همدې امله، د لوېدیځې غاړې د ډېری مېشت‌ځایونو تخلیه به لا ډېره لویه ننګونه وای، ځکه دا به لسګونو زرو استوګنو ته متوجه وه او امکان و چې جدي تاوتریخوالی رامنځته شي.

خو دا ننګونه هیڅکله رامنځته نه شوه.

د لیدنې په پای کې، اولمرت محمود عباس ته د نقشې یوه کاپي ورنه کړه، ځکه هغه لاسلیک نه کړه.

عباس له خپله اړخه له لاسلیکولو ډډه وکړه، ویې ویل لومړی باید دا نقشه خپلو متخصصینو ته وښيي، چې ډاډمن شي دوی دقیقاً پوهېږي چې څه ورته وړاندې کېږي.

اولمرت وايي چې دواړه مشران د راتلونکي ورځې لپاره د نقشې متخصصینو سره د غونډې پر سر موافق شول او زیاتوي: "موږ سره بېل شوو، داسې احساس مو کاوه لکه د تاریخ جوړولو ته چې نژدې شوي یو".

خو راتلونکې ناسته هېڅکله ونه شوه. کله چې فلسطیني پلاوی هماغه شپه له بیت‌المقدسه روان شو، رفیق الحسیني (د محمود عباس د دفتر مشر) په موټر کې د خبرو اترو یادونه کوي.

په فلم کې وايي: "البته، موږ وخندل."

فلسطینیانو دا پلان ناکام باله، ځکه اولمرت، چې په یوه بله د فساد قضیه کې ښکېل و، د استعفا نیت اعلان کړ.

الحسیني زیاتوي: "افسوس چې اولمرت - که هر څومره مهربان هم و - یوه ګوډه هیلۍ وه او له همدې امله نو دا وړاندیز به هېڅ ځای ته نه رسېده."

 رفیق حسیني
د عکس تشریح، د فلسطین د مشر د دفتر مشر رفیق حسیني اولمرت د "ګوډې هیلۍ" په توګه یادوي.

په هغه وخت کې، د غزې وضعیت هم د معاملې د پېچلتیا سبب شو.

له څو میاشتو راکټي بریدونو وروسته، اولمرت د ۲۰۰۸ د ډسمبر په پای کې د "اوبه شوې مرمۍ" عملیاتو په نامه پراخ اسرائیلي برید ته امر وکړ، چې درېیو اونیو سختو جګړو ته یې لاره هواره کړه.

خو اولمرت په مستند فلم کې وايي: "دا به 'خورا هوښیارانه' کار وای که عباس هغه مهال دا تړون لاسلیک کړی وای، او بیا یې نړۍ ته اعلان کړی وای چې که یو راتلونکی اسرائیلي صدراعظم دا لغوه کړي، نو ناکامي د اسرائیل ګناه ده."

د ۲۰۰۹ کال د فبرورۍ په انتخاباتو کې، بنیامین نتنیاهو - چې د لیکود ګوند مشر او د فلسطیني دولت جوړېدو مخالف و - د بریا ترلاسه کولو سره د اسرائیلو صدر اعظم شو.

له دې بدلون سره، د اولمرت پلان او نقشه ورو ورو له نظره پناه شوه.

اولمرت ټینګار کوي چې دی د عباس ځواب ته په تمه و، خو بالاخره د ده پلان هم د هغو اوږدو له لاسه وتلو فرصتونو لړۍ ته ور اضافه شو، چې د اسرائیل - فلسطین شخړې د حل لپاره رامنځته شوي وو.

په ۱۹۷۳ کال کې، د اسرائیل پخواني ډیپلوماټ ابا ایبان په ټوکه کې ویلي وو چې "فلسطینیان هېڅکله د فرصت ضایع کولو فرصت له لاسه نه ورکوي". خو واقعیت تر دې ډېر پیچلی دی، په ځانګړې توګه وروسته له هغې چې دواړو لوریو د ۱۹۹۳ کال د اوسلو تاریخي هوکړه لاسلیک کړه.

د سولې بهیر، چې د اسحاق رابین او یاسر عرفات د سپینې ماڼۍ په بڼ کې له لاسي روغبړ سره پیل شو، یوې ریښتینې هیلې ته لاره هواره کړه، خو له دې وروسته د غمونو او ناکامیو سلسله هم ورپسې راغله. په پایله کې، دا هڅې ناکامې شوې.

لاملونه یې پېچلي دي، د دواړو خواوو ترمنځ تورونه لګول شوي، خو حقیقت دا دی چې هېڅکله شرایط مناسب نه وو.

ما دا واقعیت خپله ۲۴ کاله وړاندې تجربه کړی و.

د ۲۰۰۱ کال جنورۍ کې، د مصر په طابا تفریحي سیمه کې، د اسرائیلي او فلسطیني مرکچي پلاوو یو ځل بیا د یوې موافقې عمومي چوکاټ وڅېړه.

د فلسطیني پلاوي یوه غړي په یوه دستمال تقریبي نقشه رسم کړه او راته یې وویل، دا لومړی ځل دی چې دوی د یوه عملي فلسطیني دولت د چوکاټ په اړه بحث کوي.

خو خبرې اترې بې پایلې پاتې شوې، کله چې د هماغه کال په سپټمبر کې دویمه انتفاضه پیل شوه، ځکه چې د لوېدیځې غاړې او غزې په کوڅو کې تاوتریخوالی ډېر شو.

بل ځل، اسرائیل بیا د یو سیاسي بدلون په حال کې و؛ صدراعظم اېهود باراک استعفا ورکړه او څو اونۍ وروسته، اریېل شارون په اسانۍ هغه ته ماتې ورکړه.

هغه نقشه، چې په لاسپاک رسم شوې وه، لکه د اولمرت نقشه، چې اته کاله وروسته راڅرګنده شوه، یوازې د هغو فرصتونو یوه بله بېلګه وه، چې شونې وه، خو هېڅکله عملي نه شول.