د اسرائیلو او فلسطینیانو کړکېچ له کومه پیل شو؟

فلسطین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په بیت المقدس کې یوه فلسطینۍ مېرمن له یوه اسرائیلي سره د بحث پر مهال

د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ شخړه د نړۍ تر ټولو اوږد او خونړی کړکېچ دی. له یوې پېړۍ ډېره موده وشوه چې دا جنجال روان دی.

دې لړ کې د عربو او اسرئیلو ترمنځ څو وارې خونړۍ جګړې وشوې، د اسرائیلو د نیواک پر وړاندې پاڅونونه او د اسرائیلو له لوري د غچ بریدونه شوي.

د شخړې جرړه ځيني تاریخي مسلې دي چې د ځمکې او پولو خبره پکې هم راځي، څه چې غزه کې د حماس او اسرائیلو ترمنځ جګړه هم د دغو جنجالونو یوه برخه ده.

له ۱۹۴۸ کال وړاندې اسرئيل چېرې وو او څه ډول یې دولت جوړ شو؟

برتانیا د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال پر هغه سیمه ولکه وکړه چې د فلسطین په نوم پېژندل کېده، د منځني ختیځ دا سیمه د عثماني امپراتورۍ له ماتې وړاندې د دغه امپراتورۍ تر واک لاندې وه.

په لوی شمېر کې عربان او یو لږ شمېر یهود او نور لږکي دغلته مېشت وو. دغه حالت هغه مهال ترینګلي شو چې بریتانویان د یهودو لپاره د "ملي کور" په اصولي کولو او بنسټ اېښودو سلا شول.

یهودان پر دغه ځمکه د مېشتېدا تاریخي تړاونه لري خو عرب فلسطینیان هم وايي چې له پېړیو پېړیو هلته د ژوند کولو رېښې لري. بریتانویانو ویلي وو، هغه فلسطیني عرب چې دغلته ژوند کوي حقونه یې باید خوندي وي.

بیت الحم

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ۱۹۳۵ کې د بریتانویانو د واکمنۍ پر مهال بیت الحم

د ۱۹۲۰ او ۱۹۴۰ کلونو ترمنځ اروپا ته د یهودانو د ورتګ شمېر په ډېرېدو شو چې ځیني یې ربړول کېدل او ازارېدل.

په هلوکاسټ کې د شپږو میلیونو یهودانو وژلو کېدو پر دې اړتیا بحثونه راپورته کړل چې ګواکې د دوی لپاره دې خوندي سیمه ولټول شي.

په ۱۹۴۷ کې د یهودو شمېر ۶۳۰۰۰۰ ته رسېده چې د وګړو ۳۰٪ وو.

په ۱۹۴۷ کې، د عربو او یهودو ترمنځ تاوتریخوالي مخ په ډېرېدو وو او د برتانوي واکمنۍ پر وړاندې ننګونه هم وه. ملګرو ملتونو د فلسطین د ویشلو او د عربو او یهودو د دوه جلا جلا دولتونو جوړېدو لپاره رایه ورکړه. پرېکړه وشوه چې بیت المقدس به یو نړیوال ښار وي.

هېڅ عرب هیواد د دې پرېکړې ملاتړ ونه کړ. د هغوی خبره دا وه چې یهودو ته چې شمېر یې بیخي لږ دی، لویه برخه ځمکه ورکړل شوې.

بریتانیا د نه ښکېلتیا یا ممتنع رایه ورکړه، له فلسطینه د وتلو پرېکړه یې وکړه او د ۱۹۴۸ په مۍ کې یې دغه کشاله ملګرو ملتونو ته وسپارله.

دغلته د بریتانوي واکمنۍ له پای ته رسېدو څو ساعته وړاندې یهودو مشرانو د اسرائیلو په نوم د یوه خپلواک دولت اعلان وکړ چې کال وروسته د ملګرو ملتونو له لوري په رسمیت وپېژندل شو.

په ۱۹۴۸ کې د عربو او اسرائیلو جګړه څه ډول پېښه شوه؟

د اسرائیلو له لوري د خپلواک دولت له اعلان یوه ورځ وروسته د پنځوو عربو هېوادونو پوځونو پر اسرائیلو برید وکړ او هغوی یې کلابند کړل.

دغه کړکېچ اسرائیلیان د خپلواکۍ د جګړې پر نوم یادوي.

بیت المقدس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یو یهودي وسله وال د اسرائیلو د خپلواکۍ له جګړې وړاندې موده کې

په ۱۹۴۹ کې چې جګړه پای ته ورسېده اسرائیلو لا ډېره ځمکه لاندې کړې وه. هوکړه پر دې شوه چې پر غزې تړانګه به مصر، پر لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس به اردن او پر لوېدیځ بیت المقدس به اسرائیلیان ولکه او نیواک ساتي.

شاوخوا ۷۵۰۰۰۰ زره فلسطینیان په هغو سیمو کې کور پرېښودو او کډوالۍ ته اړ شول چې اسرائیلو نیولې وې.

دغه پېښه عرب نړۍ کې د (النكبة) یا لویې غمیزې په نوم یادېږي.

بیت المقدس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ۱۹۴۸ په مارچ کې عرب پوځيان

دغو کلونو کې په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې له ډېرو هېوادونو یهودان یا هم وشړل شول او یا په خپله ووتل چې ډېره برخه یې اسرائیلو ته وکوچېدل.

د ۱۹۶۷م کال په جګړه کې څه پېښ شول؟

دغه شپږ ورځنۍ جګړې د منځني ختیځ پولې بدلې کړې او د فلسطینیانو د ژوند لپاره یې برخلیک بدلوونکې پایلې درلودې.

مصر، سوریې او اردن له اسرائیلو سره جګړه وکړه.

دغه جګړه هغه مهال ونښته چې اسرائیلو له دې وېرې چې سوریه او مصر پرې برید کوي د مصر پر هوايي ځوک ګوزاونه وکړل.

د جګړې له پای ته رسېدو سره اسرائیلو د سینا ټاپو او غزې تړانګه له مصره، د جولان لوړې یې له سوریې، ختیځ بیت المقدس او لوېدیځه غاړه یې له اردنه ونیوله.

فلسطین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اسرائیلي پوځي قومندان د ۱۹۶۷ شپږ ورځنۍ جګړې پر مهال ختیځ بیت المقدس ته ورسېد

شاوخوا یو میلیون فلسطینیان په لوېدیځه غاړه، غزه او ختیځ بیت المقدس کې د اسرائیلو تر واک لاندې شول.

اسرائیلو تر دا اوسه پر دغو سیمو نیواک ساتلی.

په ۱۹۷۹کې اسرائیلو له مصر سره د سولې تړون لاسلیک کړ او سینا ټاپو یې بېرته ور وسپاره.

ختیځ بیت المقدس او د جولان يا ګولان هسکې هماغسې له اسرائیلو سره پاتې شوې چې د نړیوالې ټولنې ډېره برخه یې په رسمیت نه پېژني.

د لوېدیځې غاړې اوسنی حالت څه ډول دی؟

لوېدیځه غاړه د اسرائیلو او اردن سیند ترمنځ د درې میلیونو فلسطینیانو ټاټوبی دی. له ختیځ بیت المقدسه تر غزې دا هغه سیمه ده د اسرائیلو له لوري د فلسطین اشغال شوې خاوره پېژندل کېږي.

فلسطینیانو تل پر دغه خاوره د اسرائیلو له حضور سره مخالفت کړی او غواړي دغه سیمه د راتلونکي هغه فلسطیني دولتي برخه اوسي چې د نړیوالې ټولنې ډېرې برخې یې ملاتړ کړی.

اسرائیل لا هم په ټولیز ډول پر لوېدیځه غاړه ولکه لري خو له ۱۹۹۰ کال راهیسې د فلسطینیانو حکومت چې د فلسطینۍ ادارې په نوم پېژندل کېږي د ډېرو ښارګوټونو او سیمو چارې پر مخ وړي.

په لویدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې د ۱۵۰ په شاوخوا کې یهودي مېشت ځایونه هم شته چې نژدې ۷۰۰۰۰۰ یهودان پکې اوسي. فلسطینیان غواړي چې دا مېشت ځایونه دې له دغو سیمو ویستل شي ځکه خپلسري او د نړیوالو قوانینو خلاف جوړ شوي.

اسرائيل
د عکس تشریح، د اسرائیلو پولې

اسرائیل دا خبره نه مني او وايي، ډېره برخه لنډ مهالي مېشت ځایونه نه دي او دا چې هغوی هلته د اوسېدو تاریخي تړاونه او حقونه لري.

هغوی فلسطینیانو د یوه خپلواک دولت درلودو حق ته هم غاړه نه ږدي او وايي لوېدیځه غاړه د اسرائیلو د خاورې برخه ده.

د بیت المقدس پر سر جنجال د څه دی؟

اسرائیلیان او فلسطینیان دواړه بیت المقدس خپله پلازمېنه ګڼي.

پر لوېدیځ بیت المقدس اسرائیلو لا وختي ولکه درلوده خو د ۱۹۶۷ کال په جګړه کې یې ختیځ بیت المقدس هم اشغال کړ چې وروسته یې ټول بیت المقدس خپله دایمي پلازمېنه اعلان کړه او ویې ویل چې بیت المقدس نه شي ویشل کېدلی.

فلسطینیان د خپل راتلونکي دولت لپاره ختیځ بیت المقدس خپله پلازمېنه بولي. دغلته د وګړو لوی شمېر فلسطینیان دي او لږ یې داسې دي چې د اسرائیلو تابعیت لري.

بیت المقدس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بیت المقدس سپیڅلی ښار

د بیت المقدس سپېڅلي ځایونه د اسرائیلو او فلسطینیانو د کړکېچ منځۍ ده. د مسلمانانو لپاره تر ټولو سپېڅلی ځای د اقصی جومات انګړ دی چې حرم شریف یادیږي.او هغه ځای چې د یهودو د عبادت غر په نوم یاديږي د بیت المقدس په ختیځه څنډه کې دی. د ملګرو ملتونو په ګډون ډېر نړیوال بنسټونه ختیځ بیت المقدس د فلسطین خاوره ګڼي چې وايي اسرائیلو اشغال کړې.

په غزې تړانګه څه تېر شول؟

د غزې تړانګه د اسرائیلو، مصر، او مدیترانې سمندر ترمنځ پرته سیمه ده چې ۴۱ کیلو مټره اوږده او ۱۰ کیلو مټره پلنوالی لري. دا د ځمکې پر سر یوه ګڼ وګړې سیمه بلل کېږي چې له دوه اعشاریه درې میلیونه خلک په کې ژوند کوي.

د اسرائیلو او حماس ترمنځ له وروستۍ جګړې وړاندې هم غزه په نړۍ کې د بې کارۍ له پلوه په لوړه کچه کې یادېده. ډېر خلک یې په بېوزلۍ کې پايي او د خوړو لپاره مرستو ته اړ دي.

د غزې اوسنۍ پولې د ۱۹۴۸ کال د منځني ختیځ د جګړې پر مهال وټاکل شوې هغه وخت چې پر دې سیمه د مصر ولکه وه.

په ۱۹۶۷ کې مصر له دغه سیمې ووت او غزه د اسرائیلو تر نیواک لاندې راغله، هلته یې مېشت ځایونه جوړ کړل او غزوالو تر پوځي قانون لاندې ژوند کاوه.

غزه
د عکس تشریح، غزې ته ورغلې لارې د اسرائیلو په سخت څار کې دي

په ۲۰۰۵ کال کې اسرائیلو په یو اړخیز ډول له غزې خپل پوځیان او مېشت ځایونه وویستل خو پر هوايي حریم، سمندغاړې کنټرول او د وګړو پر تګ راتګ او د توکو پر لېږد یې خپل څار او ولکه هماغسې ټینګه وساتله.

د اسرائیلو دومره ټینګ څار او کنټرول ته په پام ملګري ملتونه لا هم غزه د اسرائیلو په نیواک کې سیمه ګڼي.

په ۲۰۰۶ کال کې حماس د فلسطین ټاکنې وګټلې، له یو کلنې جګړې وروسته یې خپلې سیالې ډلې له غزې وویستل. مصر او اسرائیلو د دغه څه په ځواب کې غزې ته ورغلې لارې وتړلې، اسرائیلو هر هغه څه پلټل او څار چې دغه سیمې ته ورځي.

له هغه وروسته څو وارې حماس او اسرائیلو جګړې وکړې چې مهمې هغه یې په ۲۰۱۴، ۲۰۱۲، ۲۰۰۸ کلونو کې وې. له وروستیو جګړو یوه یې د ۲۰۲۱ کال په مۍ کې وه چې له ۱۱ ورځو وروسته په یوه اوربند پای ته ورسېده.

په هره جګړه کې له دواړو لورو کسان ووژل شول، لویه برخه یې دغزې فلسطینیان وو.

د ۲۰۲۳ اکټوبر کې حماس جنګیالیو له غزې پر اسرائیلو چپاو وروړ، ۱۲۰۰ اسرائیلیان یې ووژل او ۲۵۰ یې یرغمل کړل. دغې خونړۍ پېښې ته غبرګون کې اسرائیلو پر غزه لوی پوځي برید وکړ. د حماس د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې ۴۶۰۰۰ ډېر کسان ووژل شول چې لویه برخه یې ښځې او ماشومان وو.

یو کال وروسته چې اسرائیلو د دغه پېښې یاده کوله، ملګرو ملتونو یوه ویناپاڼه لاسلیک کړه چې " غزه کې د وحشتناک انساني کړاو او غمېزې" پای ته رسول یې غوښتي وو.

کومه هېوادونه فلسطین په رسمیت پېژني؟

د ۲۰۲۴ کال په مۍ کې د ملګرو ملتونو له ۱۹۳ غړو ۱۴۳ یې عمومي اسمبلۍ کې د فلسطین د دایمي غړیتوب په پلوۍ رایې ورکړې، څه چې یوازې د هیوادونو لپاره دا موکه شته.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین دولت په رسمیت پېژندل دغه هېواد د دایمي څارونکي امتیاز او غړیتوب ورکوي خو رایه نه شي کارولی.

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د غزې سویلي ښار خان یونس کې له یوه هوايي بریده روغ پاتې غزوال

ځيني امریکا او یو شمېر اروپايي هېوادونه د فلسطین دولت په رسمیت نه پېژنی او وايي هله به په دې تړاو ګام پورته کړي چې په منځني ختیځ کې یو دایمي سیاسي حل رامنځ ته شي.

په بریتانیا کې د پارلمان غړو په ۲۰۱۴ کې د فلسطین رسمیت پېژندلو ته رایې ورکړې، خو حکومت یې په اړه ډېر څه نه دي کړي.

په ۲۰۲۱ کال کې د محافظه کار ګوند تر واک لاندې حکومت وویل، "بریتانیا به د فلسطین دولت هلته په رسمیت وپېژني چې زموږ غوراوی وي، او د سولې لپاره اغېزناک چوپړونه وکړي."

اسرائیلو ویلي دا دوی تاریخي حق دی چې لوېدیځه غاړه وساتي او د فلسطین له خپلواک دولت سره مخالفت کوي او وايي دا به د منلو یو ګواښ رامخې ته کړي.

د فلسطیني کډوالو حال

د ملګرو ملتونو له لوري شاوخوا پنځه اعشاریه نهه میلیونه فلسطیني کډوال ثبت شوي.

دوی د هغو فلسطینیانو کورنۍ دي چې د ۱۹۴۸-۴۹ پورې د منځني ختیځ جګړو کې کور پرېښودو ته اړ شوي او یا په زور ایستل شوي. ډېر یې په اردن، د غزې تړانګه، لوېدیځه غاړه، سوریه او لبنان کې مېشت دي.

فلسطیني کډوال بېرته کورته پر ستنېدو ټینګار کوي خو اسرائیل اجازه نه ورکوي. د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اداره انروا وايي د اسرائیل دا ګام د فلسطین نسلونه نسلونه په کډوالۍ کې ساتي.

د دوه دولتونو حل لاره څه ده؟

د دوو دولتونو حل لاره د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د کړکېچ پای ته رسولو لپاره پراخ نړیوال ملاتړ لري. په غزه او لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو لپاره د یوه دولت وړاندیز کېږي چې پلازمېنه به یې ختیځ بیت المقدس وي. دا به له اسرائیلو سره په خوا کې یو دولت وی.

اسرائیلو د دوه دولتونو جوړېدو حل لار نه ده منلې. وايي هر ډول جوړ جاړی باید له فلسطینیانو سره د خبرو له لارې وي او دا چې دولت جوړېدل باید شرط نه وی.

اوسنۍ فلسطینۍ اداره د دوه دولتونو د حل لارې ملاتړ خو کوي خو حماس یې ځکه ملاتړ نه کوي چې هغوی اصلا د اسرائیلو د شته والي مخالف دي.

حماس دا هم وايي که کډوالو ته د بېرته ستنېدو اجازه ورکړل شي، چمتو دي د ۱۹۶۷ کال د پولو سره سم د یوه لنډ مهالي دولت جوړېدو ته غاړه کېږدي خو اسرائیل به په رسمیت نه پېژني.

د اسرائیلو او فلسطینیانو د کړکېچ هواري هڅو کې د دواړو غاړو مشرانو په ۱۹۹۳ کې د اسلو تړون لاسلیک کړ چې د سولې د خبرو یوې اډانې ته یې لار جوړوله، خو دا هڅې بریالۍ نه شوې څه چې اسرائیل او فلسطین یې د نه بریالیتوب له امله یو بل ته د پړې ګوته نیسي.