د امریکا د وېزې بندیز: نړیوال زدکوونکي نور کوم غوراوي لري؟

د هارورډ زده کوونکو د مې په ۲۷ مه د نړیوالو زده کوونکو په ملاتړ کې یو لاریون وکړ.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هارورډ زدکوونکو د مې په ۲۷ مه د نړیوالو زده کوونکو په ملاتړ کې یو لاریون وکړ.
  • Author, ربیکا تورن
  • دنده,

د نړۍ له لر و بره محصلان وايي دوی اندېښمن او په یو ناڅرګند حالت کې دي، ځکه چې د ټرمپ اداره پلان لري د امریکا د زدکړې وېزو د اپاینټمنټونو بهیر د لنډ وخت لپاره ودروي.

یوه رسمي یاداښت چې د بي بي سي د امریکا د متحده ایالاتو شریکې رسنۍ سي بي ایس لخوا لیدل شوی، د ګمارنو په برخه کې د لنډمهاله ځنډ امر کړی ځکه چې د بهرنیو چارو وزارت د زدکوونکو او بهرنیو د تبادلې وېزو لپاره د غوښتونکو د ټولنیزو رسنیو د ارزونې د زیاتوالي لپاره چمتووالی نیسي.

دا د ولسمشر ټرمپ د پراخو اقداماتو برخه ده چې هدف یې د امریکا ځینې مخکښ پوهنتونونه دي، ځکه هغه دغه پوهنتونونه ډېر لیبرال (ازاد‌پاله) ګڼي.

نوموړي همداراز هڅه کړې چې د هارورډ پوهنتون ته د نړیوالو زدکوونکو د جذب بهیر بند کړي، په دې تور چې دا پوهنتون د یهودېزم ضد پر وړاندې جدي اقدام نه کوي.

د دې پرېکړې پر وړاندې هارورډ دعوه وکړه او یو قاضي د ټرمپ دغه بندیز مؤقتآ ودراوه.

کوم زدکوونکي به تر ټولو ډېر اغېزمن شي؟

د اوپن ډورز یا پرانیستو دروازو په نوم د بهرنیو زدکوونکو د معلوماتو راټولوونکې ادارې له مخې، د ۲۰۲۳-۲۴ تحصیلي کال په ترڅ کې له ۲۱۰ ډېر هېوادونو له ۱،۱ میلیونو ډېر نړیوال زده‌کوونکي د امریکا پوهنتونونو ته شامل شوي وو.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د امریکا په پوهنتونونو کې تر ټولو ډېر زدکوونکي د هند دي، چې شمېر یې له ۳۳۰ زرو اوښتی دی.

چین دویم کتار کې دی، چې نژدې ۲۸۰ زره زدکوونکي لري. له دې وروسته د جنوبي کوریا، کاناډا، تایوان، ویتنام، نایجېریا، بنګله‌دېش، برازیل او نیپال نومونه یاد شوي دي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، د ټرمپ اداره به د چینایي زدکوونکو وېزې "په شدیده توګه لغوه کړي" – په دې کې به هغه زدکوونکي هم شامل وي چې د چین له کمونېست ګوند سره اړیکې لري، یا په "حساسو برخو" کې زدکړه کوي.

د پلان د یوې برخې په توګه، معیارونه به هم بدل شي چې له چین او هانګ کانګه د راتلونکو وېزې غوښتونکو "تحقیق زیات کړي".

اوس هم معلومه نه ده چې دا به څومره چینایي زدکوونکي اغېزمن کړي.

چین دا اقدام "په کلکه رد" کړی او له امریکا یې غوښتي چې خپلې اړیکې لا رغنده کړي.

ټرمپ تر دې وړاندې هم د یو شمېر بهرنیو زدکوونکو د شړلو هڅه کړې او د زرګونو نورو وېزې یې لغوه کړې دي.

د مارچ په پای کې، مارکو روبیو وویل، د ټرمپ د ادارې د پلان له مخې لږ تر لږه ۳۰۰ زدکوونکو ته وېزې لغوه شوې دي، دا هغه زدکوونکي دي چې ویل شوي د پوهنتونونو په داخل کې یې د فلسطین‌پلوه مظاهرو ملاتړ کړی. روبیو نه دي ویلي چې دا زدکوونکي د کومو هېوادونو وو.

د سه شنبې په ورځ، د هارورډ پوهنتون محصلینو د نړیوالو محصلینو په ملاتړ لاریون وکړ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د سه شنبې په ورځ، د هارورډ پوهنتون محصلینو د نړیوالو محصلینو په ملاتړ لاریون وکړ

د چهارشنبې په ورځ، هارورډ پوهنتون د محکمې په یوه دوسیه کې وویل که له دوی د نړیوالو زدکوونکو د کوربه‌توب تصدیق واخیستل شي، نو دغه پوهنتون ته به نه جبرانېدونکی زیان ورسوي.

د هارورډ د نړیوال دفتر مشرې مورین مارټین د محکمې له غوښتنې سره سم په یوه اعلامیه کې وویل دا ګام د زدکوونکو او پوهانو لپاره "د پام وړ احساساتي تکلیف" رامنځته کوي.

هغې لیکلي، زدکوونکي د فراغت مراسمو ته نه ورځي، نړیوال سفرونه یې لغوه کړي او ځینو حتی هڅه کړې چې بل پوهنتون ته ولېږدي.

د محکمې د دوسیې له مخې، یو شمېر زدکوونکو اندېښنه ښودلې چې ښايي بېرته هغو هېوادونو ته واستول شي چېرې چې جګړه روانه ده یا دوی له سیاسي ځورونې سره مخ دي.

پروفیسور ویلیم بروستین، چې د نړیوالې لوړې زدکړې ستراتیژي جوړونکی دی او له ویسټ ورجینیا پوهنتون او پټسبورګ پوهنتون سره تړاو لري، وايي چې دا به پر امریکا سخت اغېز ولري.

هغه وايي: "هارورډ شاید تر یوه حده له دې حالته ووځي. دا به ګرانه وي، خو زه د خپلو دولتي پوهنتونونو په اړه اندېښمن یم، ځکه هغوی د نړیوالو زدکوونکو پر فیسونو ډېره تکیه لري."

او زیاتوي: "نړیوال زدکوونکي زموږ پوهنتونونو ته د مسایلو په اړه بېل لیدلوري راوړي. دا هغه ځای دی چې دا بندیز به ریښتینی اغېز ولري."

نور غوراوي څه دي؟

د سه شنبې په ورځ، د هارورډ پوهنتون محصلینو د نړیوالو محصلینو په ملاتړ لاریون وکړ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سه شنبې په ورځ، د هارورډ پوهنتون محصلینو د نړیوالو محصلینو په ملاتړ لاریون وکړ

کاناډا، برېتانیا او اسټرالیا هم په تېرو کلونو کې د بهرنیو زدکوونکو یو مهم شمېر جذب کړی، خو دا شمېرې اوس په وروستیو کې د کډوالۍ قوانینو د سختېدو له امله کمې شوې دي.

کاناډا ژمنه کړې چې د بهرنیو زدکوونکو شمېر راکم کړي. د بېلګې په توګه، دا هېواد د زدکوونکو لپاره د مالي ثبوت شرطونه ډېر لوړ کړي دي. دا د کډوالۍ د محدودولو د هڅو یوه برخه ده.

برېتانیا چې اکسفورډ او کمبریج په څېر مشهور پوهنتونونه لري، د نړیوالو زدکوونکو لپاره فرصتونه محدود کړي دي.

د زدکړې وېزو نوي محدودیتونه د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ پلي شوي، چې له مخې یې د ماسټرۍ زدکوونکو ته دا اجازه نشته چې خپلې کورنۍ له ځان سره راولي او نويو زدکوونکو ته اجازه نه ورکول کېږي چې د درس (کورس) له پای ته رسېدو مخکې د کار وېزې ته واوړي.

اسټرالیا هم، چې د نړیوالو زده‌کوونکو تر ټولو لوی بازارونه لري، د بهرنیو غوښتونکو لپاره د وېزو په شمېر بندیز لګولی چې د کډوالۍ کچه له کووېډ-۱۹ وړاندې سطحې ته را ټیټه کړي.

پروفیسور بروستین وايي د دې بدلونونو یو ممکنه پایله دا ده چې زدکوونکي به پخپلو هېوادونو کې پاتې شي، ځکه اوس ډېر هېوادونه هڅه کوي خپل داخلي تعلیمي سیستمونه پیاوړي کړي. خو ښايي هغوی دې ته اړ نه شي.

نور هېوادونه څه وړاندیز کوي؟

د ډېرو پوهنتونونو لپاره، په امریکا کې وروستي پرمختګونه یو فرصت ګڼل کېږي، ځکه هغوی د خپلو عوایدو لویه برخه له نړیوالو زدکوونکو ترلاسه کوي، چې معمولآ لوړ فیس ورکوي.

د هانګ کانګ اجرائیه مشر، جان لي، ویلي: "موږ به هر هغه زدکوونکی په تودو ولولو ومنو چې د امریکا د پالیسیو له امله له تبعیض سره مخ وي، یا هلته زدکړه ورته سخته شوې وي، یا خپلو زدکړو ته هلته دوام نه شي ورکولی."

هغه زیاته کړه: "حکومت او محلي پوهنتونونه به د هغو زدکوونکو لپاره تر ټولو غوره اسانتیاوې او همکارۍ برابرې کړي، که هغوی وغواړي چې هانګ کانګ ته راشي."

په اسیا کې نور پوهنتونونه هم، لکه د مالیزیا 'سنوې پوهنتون'، نړیوالو زدکوونکو ته بلنه ورکړې چې که امریکا ته نه شي تللی، نو دې ځای ته دې راشي.

د دې پوهنتون اجرائیه مشرې الیزابېت لي، په لېنکډېن کې لیکلي: "موږ د اریزونا ایالت له پوهنتون (ASU) سره شراکت لرو، چې له مخې یې موږ کولی شو ستاسو ټول هغه کریډیټونه چې له هارورډ مو ترلاسه کړي دي، ASU یا د Sun-U خپلو پروګرامونو ته انتقال کړو او دا به درته د بریتانیا د لانکېسټر پوهنتون تصدیق هم درکړي."

د لندن په مرکزي برخه کې د پوهنتون زده کوونکي د فراغت په جامو کې، د عکسونو لپاره چمتو کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د لندن په مرکزي برخه کې د پوهنتون زده کوونکي د فراغت په جامو کې، د عکسونو لپاره چمتو کېږي

په اروپا کې، جرمني د هغو زده‌کوونکو لپاره چې د امریکا بدیل لټوي، ورځ تر بلې یو ډېر محبوب انتخاب ګرځي.

د جرمني د اکاډمیکې تبادلې خدمت (DAAD) د وړاندوینو له مخې، تمه ده چې په ۲۰۲۵ کال کې به له ۴۰۰،۰۰۰ ډېر نړیوال زده‌کوونکي جرمني ته لاړ شي.

د تېر کال مارچ میاشت کې، جرمني نوي اقدامات معرفي کړل چې له مخې یې له اروپایي اتحادیې بهر نړیوال زده‌کوونکي اوس تر ۲۰ ساعتونو پورې کار کولی شي، حال دا چې مخکې یوازې د ۱۰ ساعتونو د کار اجازه وه. که څه هم جرمني هم د مالي ثبوت شرایط لوړ کړي، خو دا دومره سخت نه دي لکه څنګه چې کاناډا او اسټرالیا کړي دي.

پروفېسور بروستین وايي، د لوړو زده‌کړو نړیوال بازار په تېرو ۱۵ کلونو کې بنسټیز بدلون موندلی او اوس د نړیوالو زده‌کوونکو لپاره ګڼ انتخابونه او ځایونه شته.

هغه زیاتوي: "په مالیزیا کې ډېر پوهنتونونه د لوړ معیار لرونکي دي. زما په فکر، اسټرالیا لا هم یو مناسب انتخاب دی. په فرانسه کې اوس ډېرې پیسې مصرفېږي چې هغه غوره استادان جذب کړي چې غواړي له امریکا لاړ شي، نو زه فکر کوم اروپا لا هم یوه انتخابي سیمه ده.

خو زه خاص ټینګار پر ختیځه او جنوب‌ختیځه اسیا کوم، ځکه دا اوس د نړۍ تر ټولو متحرکه سیمه ده."

زده‌کوونکي بلې څانګې ته لېږدېدلی شي؟

پروفېسور بروستین تمه لري چې د "برېنچ پوهنتونونو" یا بهرنیو څانګو مفکوره به اوس لا زیات شهرت ومومي.

هغه وايي: "زه پوهېږم چې بریتانوي پوهنتونونه له اوږدې مودې راهیسې دا کار کوي. مالیزیایي پوهنتونونه هم دا ډول څانګې لري. حتی که امریکا کې هم ستونزې وي، د بېلګې په توګه، د یلینویز د ټېکنالوجۍ انسټېټیوټ فعالیتونه په هند او چین کې ښې بېلګې دي."

د هارورډ پوهنتون په وېبپاڼه کې لیکل شوي چې دا پوهنتون له ۵۰ زیات هېوادونه لري چېرې چې زدکوونکو ته د بهرني تحصیل فرصتونه ورکوي - لکه ارجنټاین، انګلستان، کوریا، سینیګال او برازیل.

خو تر اوسه دا اعلان نه دی شوی که د ټرمپ بندیز نافذ شي، هارورډ به زدکوونکو ته دا اجازه ورکړي چې خپلې زدکړې یادو بهرنیو ځایونو ته ولېږدوي که نه.