اسرائیلو رام الله ته بهرني ډیپلوماټان نه دي پرېښي

یادو ډیپلوماټانو د اردن له لارې لوېدیځې غاړې ته د ننوتلو لپاره د اسرائیلو هوکړې ته اړتیا لرله

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، یادو ډیپلوماټانو د اردن له لارې لوېدیځې غاړې ته د ننوتلو لپاره د اسرائیلو هوکړې ته اړتیا لرله

د راپورونو له مخې، د اسرائیلو حکومت د منځني ختیځ د څو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته اجازه نه ده ور کړې چې اشغال شوې لوېدیځي غاړې ته ننوځي او د رام الله په ښار کې کېدونکې غونډه کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې وه د سعودي عربستان، اردن، مصر، قطر، ترکیې او متحده عربي اماراتو لوړ پوړي ډیپلوماټان سبا (یکشنبه، د جون لومړۍ) په رام الله کې د فلسطینۍ ادارې له مشر محمود عباس سره وګوري.

د فلسطینۍ ادارې د چارواکو په وینا، یادو ډیپلوماټانو د اردن له لارې لوېدیځې غاړې ته د ننوتلو لپاره د اسرائیلو هوکړې ته اړتیا لرله.

اسرائیلو ویلي، د فلسطین اداره غواړي له دې غونډې د "خپلواک فلسطیني دولت" د ودې لپاره کار واخلي، دا هغه څه دي چې د اسرائیلو حکومت یې مخالف دی.

هم مهاله عربي هېوادونه هڅه کوي چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره اوربند وشي.

د فلسطین د ادارې یوه چارواکي ویلي، په رام الله ښار کې د غونډې پر جوړېدو غور روان دی او په دې تړاو وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې.

دا پرمختګونه د جون له ۱۷مې تر ۲۰مې د امریکا په نیویارک ښار کې د فرانسې او سعودي عربستان په ګډ کوربه‌توب له هغې کېدونکې نړیوالې غونډې مخکې دي، چې هدف یې د "خپلواک فلسطیني" دولت د رسمیت پېژندلو ارزول ښودل شوی دی.

په غزه کې بشري کړکېچ ورځ تر بلې خرابېږي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په غزه کې بشري کړکېچ ورځ تر بلې خرابېږي

اسرائیلو په دې وروستیو اونیو کې د ملګرو ملتونو او اروپایي هېوادونو له زیاتېدونکو فشارونو سره مخامخ دی. دغه هېوادونه د دوو دولتونو له حل لارې ملاتړ کوي.

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون پرون سینګاپور ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل، د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت پېژندل یوه "اخلاقي دنده" او همدارنګه یوه "سیاسي اړتیا" ده.

ښاغلي مکرون په اروپايي هېوادونو هم غږ کړی، که په غزه کې بشري کړکېچ کم نه شي، نو د اسرائیل پر وړاندې دې سخت دریځ غوره کړي.

هغه دا ګواښ هم وکړ که اسرائیل په غزه کې د بشري وضعیت د ښه کولو لپاره اقدام ونه کړي، نو بندیزونه به پرې ولګوي.

په غزه کې د بشري کړکېچ له خرابېدو سره هممهال د بریتانیا، فرانسې او کاناډا په ګډون د اسرائیلو ځینې نږدې متحدانو پر دغه هېواد نیوکې پیل کړې دي.