بدخشان کې د یوه ځايي قومندان وژل کېدل: د طالبانو حکومت وايي، وژل شوي سړي له "داعش" سره تړاو درلود

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان له شمال ختیځ ولایت بدخشان رپوټونه وايي، د دغه ولایت په شهدا ولسوالۍ کې د زیدالله په نوم یو ځايي قومندان وژل شوی دی.
د دغه قومندان په اړه ویل شوي چې "سلفي عقاید" یې درلودل.
په سیمه کې سرچینو ویلي، زیدالله د طالبانو حکومت د استخباراتو له ځانګړو ځواکونو سره په یوه نښته کې د دوشنبې پر ورځ په خپل کلي کې وژل شوی دی.
په بدخشان ولایت کې د طالبانو حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار بي بي سي ته وویل: " دی یو له هغو کسانو وو چې له داعش ډلې سره یې تړاو درلود. د کشفي او استخباراتي ادارو تر څار لاندې وو. تېره ورځ امنیتي ځواکونو هڅه کوله هغه له خپل کوره ونیسي خو مقاومت یې وکړ او د مقاومت پایله کې یې خپل ژوند بایلود."
ښاغلی کامګار وايي، زیدالله کومه وسله واله ډله نه درلوده او په یوازې سر یې له اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) سره فکري تړون کړی وو.
په ځینو رپوټونو کې ویل شوي چې د زیدالله د کورنۍ نور غړي هم په دغه نښته کې وژل شوي، خو ښاغلی کامګار وايي، په پېښه کې یوازې زیدالله وژل شوی او بل چا ته زیان نه دی اوښتی.
د زیدالله کورنۍ او نورو ځایي خلکو د طالبانو حکومت د دې ادعا په اړه په څرګنده څه نه دي ویلي چې، نوموړی په څه ډول وژل شوی دی.
بي بي سي د طالبانو د دغې ادعا خپلواک پخلی نه شي کولی.
د سلفي عقیدې پیروان
د افغانستان په شمال ختیځ کې بدخشان او تخار، او په ختیځ کې کونړ او نورستان هغه ولایتونه دي چې د سلفي فکر پیروان په کې د هېواد له نورو برخو ډېر یادېږي.
دغو ولایتونو ته د سلفي عقیدې ورتګ د شوروي مهال جګړه کې کډوالو شویو افغانانو ور وړې. دوی په پېښور کې د سعودي په مرسته چلېدونکو مدرسو او دعوتي مرکزونو کې روزنه لیدلې، او وخت ناوخت د نورو فکرونو له پېروانو سره په شخړو کې هم ښکېل شوي دي.
د پخواني حکومت او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې د جګړې سنګرونو کې یوه وړه برخه وسله وال د سلفي فکر لرونکي هم وو، چې په خپلواک ډول یې په بېلابېلو سیمو کې فعالیت کاوه.
په ۲۰۰۷ کال د افغانستان ختیځو سیمو کې د دغو وسله والو مشرانو اعلان وکړ چې د طالبانو غورځنګ له مشر ملا محمد عمر سره یې بیعت کړی او دا چې د طالبانو په اډانه کې به فعالیت کوي.
په ۲۰۱۴ کال کې د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) د حضور له پراخېدو سره ځینو وسله والو د دغه ډلې ملاتړ وکړ او په ننګرهار کې یې یوه داسې جبهه پرانیسته چې هم مهال یې د افغانستان له حکومت، بهرنیو ځواکونو او د طالبانو له وسله والو سره جګړه کوله.
په ۲۰۱۷ کال کې امریکا د ننګرهار په اچین کې تر ټولو ستر نااټومي بم د داعش په مورچلونو وغورځاوه.
په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د دې ډلې وسله وال او ملاتړي وځپل شول، خو بیا یې هم په ځينو سیمو کې بریدونه وکړل.
بدخشان کې نورې نښتې
د دې اونۍ په لومړیو کې داسې رپوټونه خپاره شول چې ویل یې د بدخشان په ځینو سیمو کې یو شمېر کسانو د کوکنارو کښت ټولولو پر مهال د طالبانو له امنیتي ځواکونو سره اخ-ډب کړی او یو شمېر کسان پکې مړه او ژوبل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند د دغه ولایت په جرم ولسوالۍ کې د یوې شخړې پېښېدو پخلی کړی.
هغه بي بي سي ته وویل، "په ټول هېواد کې د کوکنارو پر کښت د بندیز عملي کېدو لپاره د دوی امنیتي ځواکونه په بېلابېلو سیمو کې فعالیت کوي او هغه کروندې اړوي چې ناقانونه کرل شوي وي خو داسې کسان وو چې مقاومت یې کاوه. په جرم ولسوالۍ کې ځینو کسانو د کوکنارو د اړولو مخالفت کاوه چې دغه وخت ډزې شوي او یو تن ولسي کس په کې وژل شوی."
ښاغلی کامګار وايي هغه طالب سرتېری نیول شوی چې ډزې یې کړي او دا چې عدليي ادارې به یې په اړه پرېکړه وکړي.
بدخشان یو له هغو ولایتونو دی چې په تېرو څو لسیزو کې د کوکنارو د کښت له امله مشهور دی.
هلته په تېرو کلونو کې د قیمتي ډبرو او نورو کاني زېرمو پر سر هم وخت ناوخته شخړې شوې دي.