ایلان مسک سپینه ماڼۍ پرېښوده خو وایي 'ډوج' به دوام ولري

د عکس سرچینه، Reuters
امریکايي میلیاردر ایلان مسک اعلان وکړ چې د ټرمپ له حکومت سره یې همکاري پای ته رسېدلې ده. هغه په دې موده کې مرسته وکړه چې د امریکا حکومت د کوچني کولو یو ستر پروګرام پلي شي چې زرګونه دولتي دندې له منځه یوسي.
هغه په خپل ټولنیز مېډیا ایکس کې له ټرمپ "د حکومت د موثریت ادارې مشر دی" (ډاج) کې د همکارۍ د فرصت له کبله مننه کړې ده.
بيبيسي موندلې چې په سپینه ماڼۍ کې د مسک د کار پای ته رسېدل ماښام پیل شول.
د هغه رول موقتي و او وتل یې غیرناڅاپي نه دي، خو دا یوازې یوه ورځ وروسته له هغه وشول چې مسک د ټرمپ پر نوې مالیاتي طرحې پر علني توګه نیوکه وکړه.
ایلان مسک د دې مالیاتي طرحې په اړه وویل، د ټرمپ د بودیجې له لایحې ناهیلی شوی، هغه لایحه چې د څو ټرېلیونه ډالرو مالیاتي معافیتونه او د دفاع بودیجه لوړوي.
د سپېس اېکس او ټسلا مشر په سيبياېس ټلویزیون کې وویل دا "لویه او ښکلې لایحه" - هغه اصطلاح چې ټرمپ ورته کارولې - به د فدرالي بودیجې کسر زیات کړي.
هغه همداراز وویل چې دا لایحه د دولت د مؤثریت وزارت هڅې کمزوري کوي.
مسک پر ایکس ولیکل: "د دولت د ځانګړي کارمن په توګه زما د دندې ټاکلې موده پای ته رسېدو په باب غواړم له ولسمشر ډونلډ ټرمپ د غیرضروري لګښتونو کمولو فرصت لپاره مننه وکړم".
هغه زیاته کړه: "د دولت د مؤثریت وزارت ماموریت به وخت په تېرېدو پیاوړی شي او په ټوله اداره کې د ژوند یوه برخه شي."

د عکس سرچینه، Reuters
د نړۍ تر ټولو شتمن کس ایلان مسک په جنوري کې او هممهاله له ټرمپ سره سپینې ماڼۍ ته د بېرته ستنېدو پر مهال د "مؤثریت ځانګړي کارمن" په توګه د ولسمشر له کابینې سره یو ځای شو. د دې لقب له مخې هغه هر کال یوازې ۱۳۰ ورځې په رسمي توګه له دولت سره کار کولی شي؛ هغه موده چې په راتلونکو ورځو کې د مې د میاشتې له پای ته رسېدو سره ختمېږي.
مسک چې په ځینو خصوصي غونډو کې د ټرمپ د کابینې له څو چارواکو سره اختلافات درلودل، په پیل کې ژمنه وکړه چې "لږ تر لږه دوه ټرېلیونه ډالر" به له فدرالي بودیجې کم کړي، خو دا هدف یې لومړی نیمایي او بیا ۱۵۰ میلیارده ډالرو ته راټیټ کړ.
ارزونه ښيي چې د "دولت د مؤثریت وزارت" د کړنو له امله له ټولو ۳/۲ میلیونه غیرنظامي دولتي کارکوونکو شاوخوا ۲۶۰ زره کسانو یا خپلې دندې له لاسه ورکړې او یا یې هم د رضاکارانه بیا پېرلو وړاندیز منلی دی.
په ځینو مواردو کې فدرالي قاضیانو د بشري قوې د پراخې کمونې مخه نیولې او کار ته د هغوی د بېرته ستنولو حکم یې صادر کړی دی.
د فدرالي دولت د کارمنانو په کمولو کې چټک او پراخ چلن په ځینو مواردو کې د کارکوونکو د ناسم ګوښه کولو لامل شوی، چې پکې د امریکا د اټومي پروګرام کارکوونکي هم شامل دي.
مسک د اپرېل په پای کې اعلان وکړ چې غواړي بېرته د خپلو شرکتونو مشري په لاس کې واخلي، ځکه چې د واشنګټن د اصلاحاتو د هڅو د اصلي نیوکې هدف ګرځېدلی دی.
هغه د سې شنبې په ورځ په ټیکساس کې او د سپېس ایکس له الوځولو وړاندې واشنګټن پوسټ ته وویل: "دولت د مؤثریت اداره اوس داسې شوې چې د هر څه تور پرې لګول کېږي."
هغه زیاته کړه: "که هر ځای کې بد کار پېښ شي، ان که موږ ورسره هېڅ اړیکه ونه لرو، موږ به يې مسوول وګڼل شو."
په دولت کې د مسک د شتون دوره کې د هغه د برېښنايي موټرو شرکت پلور په خورا څرګنده توګه راټیټ شو.
د ټسلا پلور د روان کال په لومړۍ ربعه کې ۱۳ سلنه کم شوی چې دا د دې شرکت تر ټولو لوی کموالی دی.
د ټسلا د ونډو بیه تر ۴۵ سلنې راټیټه شوې وه، خو زیاتره یې بېرته ورغول شوې او اوس نسبت مخکېنۍ کچې ته یوازې ۱۰ سلنه ټیټه ده.
ټسلا تازه خپلو پانګهوالو ته خبرداری ورکړ چې مالي فشارونه کېدی شي دوام وکړي. دې شرکت د ودې وړاندوینه ونه کړه او ویې ویل چې "د سیاسي چاپېریال بدلونونه" په پراخه توګه د دوی د موټرو غوښتنه زیانمنولی شي.
سیاسي فعالانو د ټسلا د پلور دفترونو مخې ته اعتراضونه وکړل، موټرې یې ویجاړې کړې او د چارج کولو سټېشنونه یې خراب کړل او د ټسلا تحریمول یې غوښتي دي.
د امریکا د متحده ایالاتو لوی څارنوال هم په دې اړه خبرداری ورکړ چې د هغه دفتر به د هېواد دننه د شتمنیو د ویجاړولو پېښې "کورنۍ ترهګري" وبولي.
مسک د سې شنبې په ورځ په قطر کې په یوه اقتصادي غونډه کې اعلان وکړ چې ژمن دی لږ تر لږه په راتلونکو پنځو کلونو کې به د ټسلا د مدیرعامل په توګه پاتې شي.
هغه د دې میاشتې په پیل کې وویل له سیاستوالو سره به خپلې مالي مرستې کمي کړي، ځکه چې تېر کال یې د ډونلد ټرمپ او نورو جمهوریپالانو د انتخاباتي کمپاین ملاتړ لپاره شاوخوا ۳۰۰ میلیون ډالر لګولي وو.