له زېږون وروسته رواني ستونزې: 'فکر مې کاوه چې خپل ماشوم مې وژلی دی'

A baby a few weeks' old sits on its mother's lap on a couch

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،
  • Author, انجیلا هینشال
  • دنده, بي بي سي

خبرداری: په دې رپوټ کې ځینې مواد ښايي د ځینو لوستونکو لپاره خواشینونکي وي.

ایلي وايي، په لومړي سر کې یې ډېره خوښي محسوسوله. ماشوم یې په کور کې له سختو دردونو سره وزېږېد، خو دا چې نوې مور شوه، ډېره خوشحاله وه. دې په دریو ورځو کې یوازې څو ساعته خوب کړی و او له هغه وروسته یې پرېکړه وکړه، چې هېڅ خوب ته اړتیا نه لري.

دا وايي "بیا ما فکر کاوه، چې ما خپل ماشوم په بستر کې وژلی دی. زما په یاد دي، چې زما د ژوند ملګری به راپورته شو او ما به همدا ورته ویل، چې دا ریښتا دي؟"

ایلي د خپل ماشوم له زېږون وروسته په یو ډول رواني ناروغۍ اخته شوې وه، چې پوسټپارټیو سایکوسس (پي پي پي) نومېږي. د دې کمزورې کوونکې ناروغي له کبله د یو څه وخت لپاره د نویو والدینو ژوند کې ګډوډي راتلای شي.

پي پي پي داسې رواني ناروغي ده، چې په بېړنۍ توګه درملنې ته اړتیا لري او معمولاً په روغتون کې یې باید د ماهرو روغتیا پالانو او ډاکترانو له لوري درملنه وشي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پي پي پي داسې رواني ناروغي ده، چې په بېړنۍ توګه درملنې ته اړتیا لري او معمولاً په روغتون کې یې باید د ماهرو روغتیا پالانو او ډاکترانو له لوري درملنه وشي.

پي پي پي څه ډول ناروغي ده؟

د ماشوم له زیزون وروسته د رواني ناروغۍ (PPP) له لومړنۍ نښې دا دي، چې مور ته ځان هغه ډول نه ښکاري لکه څنګه وي او له حقیقت سره یې اړیکه له لاسه ورکړې وي.

که څه هم د ماشوم له زېږون وروسته د نويو والدینو لپاره دا وضعیت عام دی، چې له خوبه محروم وي، خو یوه مور که پي پي پي ناروغي ولري کېدای شي هېڅ ویده نه شي. د بریتانیا عامې روغتیا خدماتو د معلوماتو له مخې لاندې نښې هم په کې شاملې دي:

• د مزاج چټک بدلون

• اندېښنې

• بې ځایه د ګناه احساس

• د غږونو اوریدل

• ناکراري

• زړه نازړه کېدل

پي پي پي یو طبي بېړنی حالت دی، چې په ډېرو قضیو کې د تخصصي درملنې او پاملرنې لپاره روغتون کې بستري کېدو ته اړتیا لري. خو متخصصین وايي، مهمه خبره دا ده چې دا رواني ناروغۍ هر څومره که سخته هم وي ډېرې مېرمنې په څو میاشتو کې ورنه ښې کېږي.

A woman comforts a howling new baby

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

څه د پي‌ پي پي رواني ناروغۍ لامل کېږي؟

له کلونو څېړنو سره سره لاهم دا روښانه نه ده، چې د پي پي پي ناروغۍ لامل څه دي.

ډاکټران ګمان کوي، چې د ماشوم زېږون پرمهال هورمونونو کې ناڅاپي بدلون کېدای شي یو څه اغېز ولري. دا بدلون ښايي خورا سربداله کوونکي او عقلي اختلال رامنځته کوونکی وي. خو داسې باوري لاره نه شته چې معلومه کړي کومه مور به په دې ناروغۍ اخته کېږي او کومه به پرې نه اخته کېږي. د بېلګې په توګه د وینې داسې کومه معاینه نه شته، چې له مخکې د دې ناروغۍ معلومات ترې وشي.

لږ تر لږه نیمایي هغه نوې مېندې چې پخوا یې هېڅ دغه ډول‌ ناروغۍ نه درلوده په پي پي پي اخته شوې دي. نو دا وهمونه او اندېښنې په بشپړ ډول بې ساري او وېرونکي دي. د ايلي لپاره د پي پي‌ پي‌ ناروغۍ پیل ډېر ناڅاپي و.

دا وايي"زه اوس حیرانه یم، چې ایا هغه وخت پیل شو کله چې زه په کور کې وم او د ماشوم زېږېدو شپه مې وه [دردونه مې لرل] او د کوم دلیل له مخې مې ونه غوښته چې خپل مېړه مې د سهار له شپږو بجو مخکې راوېښ کړم."

پي پي پي په هرو ۱۰۰۰ مېندو کې پر یوې یا دوو یې اغېز کوي. دا د ماشوم له زېږون وروسته خپګان (له زېږون وروسته دا یو بل ډول رواني ناروغۍ ده) پرتله خورا لږ عام دی، چې شاوخوا ۱۰ نویو مېندو کې یوه اغېزمنه کوي. متخصصین په دې باور دي، څومره چې پخوا ګمان کېده له هغه څخه ډېرې مېرمنې اغېزمنې شوې دي.

ان د ماشوم له زېږون وروسته ژور خپګان هم کلونه-کلونه د یوې ناروغۍ په توګه نه منل کېده، بلکې د (بیبي بلیوز) یا د ماشوم نغمې تر نوم لاندې سترګې پرې پټېدې خو ډاکټران خبرداری ورکوي، چې د رواني روغتیا پر وړاندې دا ډول چلن کولی شي کافي ملاتړ ته د والدینو لاسرسی ستونزمن کړي.

بریتانیا کې یوه خیریه موسسه وايي، لا هم د ښځو په هکله معمول دی چې ښايي د سیمه ییزو قابلو او یا ډاکټرانو لخوا یې سم تشخیص ونه شي او کېدای شي د خوب درمل ورته توصیه کړي.

د ایلی لپاره، چې اوس د یوې خیریه موسسې لپاره کار کوي او دا موسسه په پي پي پي د اخته مېندو ملاتړ کوي، د کم خوب او ډېر فشار احساسولو چې باید یوه نوې تکړه مور واوسي غوندې ځینې فکتورونه یې د بحران کچې ته رسېدلي.

دا اوس په دې هم پوهېږي، چې د بایپولار لومړۍ درجې (په مزاج کې د خورا سختو بدلونونو) په رواني ناروغۍ د اخته کېدو له احتمالی خطر سره هم مخامخ وه.

د ویلز کارډیف پوهنتون د څېړنې له مخې چې په لانست کې خپره شوې، په دې ناروغي د اخته مېرمنو له ډلې یې ۲۵ سلنه کې ځینې موارد دومره سخت وي، چې باید د خپل لومړي ماشوم له زېږون وروسته روغتون کې بستري شي.

په بریتانیا، آسټرالیا او نیوزیلینډ کې دا ډول مېرمنې هڅول کېږي، چې خپل درمل دې خوري. په تېرو کلونو کې نسايي، ولادي ډاکټرانو دوی هڅولې چې درمل پرېږدي او لا هم په ځینو هېوادونو کې ډاکټران همدا مشوره ورکوي، خو د ځینو څېړنیزو مرکزونو مسوولینو په وینا په دې حالت کې مېرمنې باید د رواني ناروغیو له ماهر ډاکتر سره مشوره وکړي.

په کارډیف ښار کې د نسايي، ولادي رواني ناروغیو مخکښ ماهر ډاکټر ایان جونز لخوا شوې څېړنه ښیي، په ظاهره داسې احتمالي ګواښ نه شته چې په ماشتوب کې صدمه لیدونکې کسان د ماشوم له زېږون وروسته په پي پي سي اخته کېږي. دی وايي، چې دا هغه نظریه لا درنوي چې ویل کېږي د پي پي‌ پي ناروغۍ لاملونو کې بیولوژیکي عنصر شامل دی او د هورمونونو زیاتوالی یو له لویو رامنځته کوونکو عواملو څخه ښکاري.

A mother sits on the floor with her baby in a sensory room at a mother and baby unit

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

څه مرسته کولی شي؟

د ډېرو څېړنو له مخې دا وېره شته، هغه مېندې چې په پي پي پي ناروغۍ اخته دي که درملنه یې ونه شي کېدای شي ځان ته زیان ورسوي.

په انګلنډ، آسټرالیا او نیوزیلینډ کې کلینیکي مطالعاتو ثابته کړې، چې په پي‌ پي پي اخته مېندو درملنې لپاره غوره لاره دا ده چې مور او ماشوم په رواني څانګه کې تر مناسب څار لاندې وساتل شي. خو دا چې دغه ډول اسانتیاوې او بسترونه کم موندل کېږي، نو دا هر څه لکه لاټري داسې دي.

په فرانسه او بلجیم کې هم ځانګړې څانګې لري.

ایلي وايي: "زما لپاره داسې وه لکه په مغزو کې مې چې کوم سوېچ ګل/یا خاموشه شوی وي او دا ډېره ښکاره وه. د هغې حافظه ځینې شیان په یاد نه شوی را وړی. بس همدومره یې په زړه دي، چې زینو سره ولاړه وه او خاوند ته غوږ وه، چې سیمه ییزې زېږون څانګې ته یې زنګ وهلی و او خبرې یې کولې.

ایلي وايي: "زه ډېره وېرېدلې وم. ما مرستې ته اړتیا درلوده. دوی زما چیغې اوریدې، مشرې قابلې

زما لپاره هڅه وکړه چې د مور او ماشوم رواني څانګې ته لاړه شم."

دا زیاتوي:"تر ټولو مهم کار چې کوي دا دی، تاسو روغ ساتي، دا یې لومړیتوب دی."

آسټرالیا کې د زېږون پر مهال او وروسته له زېږونه د موراو ماشوم د پاملرنې غیر انتفاعي مرکز ویانده اریاني بیسټن، چې خپله یې پي پي‌ پي ناروغۍ تجربه کړې، د دې بسترونو اړتیا خورا مهمه ګڼي.

ارین بیسټن چې پخوا یې د ماشومانو د ملاتړ برخه کې کار کاوه په پي پي‌ پي‌ اخته کېدل یې له تمې لېرې خبره وه.

په پای کې د مور او ماشوم رواني څانګه کې له بستر کېدو وروسته هغې دا ملاتړ تر لاسه کړ، چې وکولی شي‌ کافي خوب وکړي، له خپل نوي زوی سره اړیکې جوړې کړي او د 'مور پلار' درسونو کې برخه واخلي.

نوموړې وايي چې هغې تجربې په بشپړ ډول بدله کړه.

د پاملرنې له دې څانګه څخه د میندو د بهر کېدو په بهیر کې یوه بله سخته چاره دا ده، د درملنې او پاملرنې له ټیم سره دې هوکړې ته ورسېږي چې کور ته بېرته ورستنېدو لپاره یې کومه نېټه مناسبه ده.

د لندن د کینګز کالج د څیړونکې ډاکټرې کلیر ډولمن په وینا، له سخت ګواښ سره مخامخ مېرمنو لپاره د مور شیدې ورکول یا نه ورکول هم یوه ګرانه پرېکړه ده، ځکه اړتیا لري پوه شي چې په دوامداره توګه درمل خوړلو ترڅنګ یې دا پرېکړه ښه ده او که نه؟

په نورو هېوادونو کې دا ډول ملاتړ ترلاسه کول ډېر کم دي.

په ټوله نړۍ کې د یوې مور لپاره چې خپل لومړی ماشوم زیږوي بېلابېل رواجونه شته.

ځینې کلتورونه لاهم د نویو مېندو لپاره د ماشوم له زېږون وروسته د ۴۰ ورځو بندیز وضع کوي، یعنی چېرې د تګ اجازه نه ورکوي.

د هند په ځینو برخو کې د مېندو رواني ناروغۍ یا پي‌ پي پي‌ یو دیني‌ تقدیر- نصیب ګڼل کېږي او وايي، چې پیریان پرې ناست دي.

په ځینو نورو کلتورونو کې بیا د ماشوم له زېږون وروسته د مېندو رواني ناروغۍ خپله د مور په توګه یوه ناکامي ګڼل کېږي.

هانګ کانګ کې څېړونکو وموندله، چې مېندې د یوې دودیزې مور رول لوبولو له کبله تر فشار لاندې وي او په دې لړ کې هر ډول ناکامي سره مخ کېدل ورته یوه له شرمه ډکه کړنه ګڼل کېږي.

A pregnant woman in a purple top holds her belly

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ښه نو، که بل ماشوم وغواړئ، څه به کېږي؟

د مانچسټر او کارډیف پوهنتون د څېړنو له مخې له بده مرغه هرو هغو دوو مېندو کې چې پي پي‌ پي‌ ناروغي یې تجربه کړې وي، یوه یې بیا هم د دویم ماشوم زېږون کې پرې اخته کېږي.

د هغو مېندو لپاره چې ډېر ماشومان لري وار له مخه ښه په جزئیاتو ورته پلان جوړېږي، چې لازیات ملاتړ یې وشي. کورنۍ او دوستان یې کولی شي ورسره لا زیاته مرسته وکړي او خوب لازمي وګڼي.

ایلي وايي "د دې لپاره چې ښه مور او پلار واوسئ، ځان ته لومړیتوب ورکړئ. "