حماس وايي د امریکا د اوربند هغه نوی وړاندیز ردوي چې اسرائیلو یې ملاتړ کړی

د عکس سرچینه، Reuters
د حماس یوه چارواکي ویلي، دغه غورځنګ به د ټرمپ د ځانګړي استازي سټیو ویټکاف له هغه وړاندیز سره موافقه و نه کړي چې د شپېتو ورځو اوربند په بدل کې د لسو ژوندي اسرائیلي یرغملو خوشي کولو ته اشاره کوي، ځکه چې دا توافق د جګړې د دایمي بندېدو یادونه نه کوي.
د حماس د سیاسي دفتر غړي باسم نعیم رسنیو ته په خپلو څرګندونو کې تایید کړه چې په غزه کې د اوربند لپاره د امریکا وړاندیز "زموږ د خلکو هېڅ غوښتنې ته ځواب نه وايي."
نعیم وویل، "د اشغال ځواب، په اصل کې، د اشغال ملاتړ او د وژنې او قحطۍ دوام (ان د لنډمهاله اوربند په جریان کې) معنی لري او زموږ د خلکو هېڅ غوښتنې ته ځواب نه وايي، تر ټولو مهم یې د جګړې او قحطۍ پای ته رسول دي."
د حماس له خوا د امریکا له دې طرحې سره مخالفت د جمعې په مازیګر په داسې حال اعلان شو چې تر دې مخکې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي وو د ویټکاف له طرحې سره یې موافقه کړې ده.
سپینې ماڼۍ هم اعلان کړی و چې د اسرائیلو صدراعظم د امریکا له طرحې سره خپله موافقه ښودلې او اوس دواړه لوري د حماس پرېکړې ته انتظار باسي.
اسرائیل تر اوسه د حماس له دې مخالفت او له نیوکو سره هېڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی.
د اسرائیلو ۱۳م ټلوېزیوني چینل د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی و چې لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د هغو یرغملو کورنیو ته چې په غزه کې بند پاتې دي، ویلي اسرائیل د سټیو ویټکاف له لوري د ولسمشر د استازي په توګه له وړاندې شوي د اوربند له نوي وړاندیز سره موافقه کړې ده.
ویل کېږي چې د دې توافق له مخې به جګړه د ۶۰ ورځو لپاره ودرېږي او حد اکثر ۱۰ یرغمل نیول شوي کسان به خوشي شي. په مقابل کې به یو شمېر فلسطیني بندیان هم خوشي شي.
په وروستیو ورځو کې پر اسرائیل د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماتیک فشار ډېر شوی دی.
د بشري مرستو د داخلېدو او وېش په څرنګوالي نیوکې دوام لري
د اسرائیلو حکومت د غزې تر ۱۱ اونیزې بشپړې کلابندۍ وروسته د خوړو د مرستو موټرو ته اجازه ورکړه چې دې سیمې ته ننوځي، خو د خوړو وېش یې یوازې هغو مرکزونو او امریکايي خصوصي شرکتونو ته محدود کړ چې د دوی تر کنټرول لاندې دي.
ملګرو ملتونو د دې طرحې مخالفت کړی او خبرداری یې ورکړی و که بېړنۍ او حیاتي بشري مرستې ونه رسېږي، د غزې نژدې ټول خلک به له احتمالي قحطۍ سره مخ شي.
د غزې بشردوستانه بنسټ (جياېچاېف) چې له جوړېدو یې لا یوه میاشت هم نه ده تېره شوې، د امنیتي ځواکونو او له امریکا سره تړون لرونکو خصوصي شرکتونو له خوا جوړ شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د غزې جګړه له پیلېدا څه باندې ۶۰۰ اوښتې چې لا هم روانه ده. په غزه کې د ملکي دفاع ادارې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له سهار راهیسې د محاصره شوې او جګړې ځپلي تړانګې په مختلفو سیمو کې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې ۴۴ کسان وژل شوي دي.
اسرائیل وايي، په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې نوي مېشت ځایونه ودانوي

د عکس سرچینه، Reuters
اسرائیلي وزیران وايي، په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د یهودانو لپاره ۲۲ نوي مېشت ځایونه جوړوي، چې دا به په لسيزو کې د یهودانو مېشت کولو تر ټولو لویه پروژه وي.
په دې سیمه کې اوس هم داسې یو شمېر مېشت ځایونه شته، چې د حکومت له اجازې پرته ودان شوي دي، خو اوس د اسرائیل دفاع وزیر اسرائیل کاتز او اقتصاد وزیر بیزالیل سموتریچ وايي، اوس به د اسرائیلي قانون په چوکاټ کې چمتو کېږي.
په دې سیمو کې د یهودانو مېشت کولو موضوع، چې د نړیوال قانون له مخې غیرقانوني کړنه بلل کېږي، خو اسرائیل یې دفاع کوي، د فلسطینیانو او اسرائیل تر منځ د شخړې دوام له لاملونو یو بلل کېږي.