ایا په زړښت کې سبزیخور پاتېدل معقول کار دی؟

David Davies/PA Wire

د عکس سرچینه، David Davies/PA Wire

د عکس تشریح، د مېوو او سبزیو یوه ټوکرۍ چې په میز اېښودل شوې ده.
  • Author, نیک اریکسن
  • دنده, بي‌بي‌سي نړیوال سروېس

پر دسترخوان باید څومره برخه قابونه له حیواني محصولاتو پرته خوړو ته ځانګړې شي؟ دا تل یوه مهمه پوښتنه وي. ځینې د خالصو سبزیخوار رژیم د ګټو په اړه هر ځای غږېږي، خو نور بیا ورته په احتیاط ګوري.

په دې اړه هم بحث شته چې ایا سبزیخوري د هر عمر لپاره، په ځانګړي ډول د مشرانو نسل لپاره روغتیايي ده که نه.

وروستۍ لانجمنه څېړنه چې په BMC Medicine مجله کې خپره شوې، د سبزیخوار رژیم پر بنسټ د بیولوژیکي عمر د کمېدو احتمالي ګټې په ګوته کړې، چې د عمر د بهیر په ورو کولو کې مرسته کولی شي.

لکه د ورته څېړنو په څېر، ځینې کارپوهانو د دې موندنو په اړه د احتیاط سپارښتنه کړې، ځکه څېړنه په لږ شمېر ګډونوالو او لنډې مودې ترسره شوې وه، خو بیا هم دا مقاله د دې بحث د بیا راپورته کېدو لپاره کافي وه.

د زړو سبزيخوارو لپاره اندېښنې

یو چارټ چې د بېلابېلو ډولونو د رژیم د مصرف عادتونه ښيي.
د عکس تشریح، یو چارټ چې د بېلابېلو ډولونو د رژیم د مصرف عادتونه ښيي.

ځینې لکه د لندن کېنګز کالج د تغذيې متخصص پروفیسور ټام سنډرز د دې موندنو په اړه شک ښودلی او خبرداری ورکوي چې د سبزیخوارو غذايي رژیم په حقیقت کې د پرمختللي عمر لرونکو خلکو لپاره مضر تمامېدای شي او هغه خطرونه چې دوی ورسره مخ دي، لا زیات کړي.

هغه وویل "ښکاري چې زاړه سبزیخواره. . . د عضلاتو له لاسه ورکولو، د هډوکي د ټیټ تراکم او عصبي اختلالاتو سره مخ کېږي چې د ژوند پر ډول د پام وړ اغېزه لري".

هغه بي بي سي ته وویل: "د زړو سبزیخوارو لپاره یو تمایل شته چې د کم وزن کټګورۍ ته راټیټ شي. دوی د هډوکو د ماتېدو د لوی خطر زیانګالي هم دي. د کلسیم او پروټین کمه اندازه (چې په طبیعي ډول د لبنیاتو او غوښې په محصولاتو کې موندل کېږي) احتمالي مرسته کوونکي دي."

په انګلستان کې د زړو خلکو د پاملرنې په کور کې د غرمې ډوډۍ وړاندې کېږي.
د عکس تشریح، په انګلستان کې د زړو خلکو د پاملرنې په کور کې د غرمې ډوډۍ وړاندې کېږي.

پروفیسور سنډرز خبرداری ورکړ چې د اوسپنې او زنک کم جذب هم په ځانګړي ډول د سبزیجاتو په رژیم کې ستونزه کېدی شي، خو هغه وویل دا پر ډېری مېوو او سبزیجاتو سربېره د دانو (حبوباتو) او لوبیا دواړو له مصرفولو سره کمېدلی شي.

پروفیسور سنډرز دا هم ویلي، د هغو کسانو لپاره چې له نورو سره د سبزيخوارو رژیم روغتیایي ګټې پرتله کوي، د کوم ځانګړي انتخاب لپاره روښانه روغتیايي پایلې نه شته. هغه وویل: "زه باوري یم چې د سبزیجاتو او هر ډول خواړو خوړونکي عمومي روغتیا د پام وړ توپیر نه لري."

ډاکټره نیامبورا مبورو په انګلستان کې یوه مشاوره ډاکټره ده چې د انسولین په نامه خپلې د تغذیې مشورتي چارې مخته وړي. دا د ځانګړو سبزیجاتو تعقیبولو د روغتیايي ګټو په اړه مساوي شکمنه ده، هغه په خپل بلاګ کې دغه ګټې "د تغذیې له پلوه لږ اندازه ښې" بولي.

پرځای یې هغه وايي توازن مهم دی.

هغې لیکلي: "نباتي او حیواني خواړه د مایکرونیوټرینټ مختلف غلظت لري او له همدې امله دوی باید د سیال په توګه نه، بلکې د بشپړوونکو خواړو د سرچینو په توګه وګڼل شي."

د سبزيخواړو د رژیم ګټې

یوه زړه ښځه

د عکس سرچینه، PA

ډاکټر ایلن ډیسمنډ په انګلستان کې د معدې مشاور دی او د سبزيخوارو د رژیم ګټو په اړه په پراخه کچه لیکنې خپروي. هغه پر دې اند دی چې زاړه باید وهڅول شي چې سبزيجات ډېر وخوري او ګرانه ده چې ګټې یې له پامه وغورځول شي. "د نباتو برنسټ ولاړ یو صحي رژیم په هر عمر کې ډېره ګټه کوي. دا د زړه ناروغۍ، د شکر دویم ډول ناروغۍ او د یو شمېر سرطانونو هغه خطر کمولی شي، چې د عمر ډېرېدو سره یې په اړه اندېښنه ډېرېږي. د نباتانو پر بنسټ ولاړ غذايي رژيم په اړه د فکر کولو لپاره ډېر ناوخته یا ډېر وختي نه دی."

خو ډاکټر ډیسمونډ خبرداری ورکوي د ډېر عمر لرونکي کسان چې له غوښې او لبنیاتو پرته خواړه خوري، باید "کليدي مغذي موادو پام" کې ونیسي.

"هرڅوک چې د سالم پاتې کېدو هدف لري، باید لوړ پروټین لرونکي نباتي خواړه لکه دانه غله، ټوفو او حبوبات وخوري. دا هم مهمه ده چې د ویټامین بي۱۲ بشپړوونکي وخوري او د هډوکي روغتیا او عضلاتو ساتلو لپاره په منظم ډول تمرین کې برخه واخلي."

ویټامین B12 یوه خورا مهمه برخه ده. دا یوازې په حیواني محصولاتو کې موندل کېږي او د هغه ټول خوراکي رژیم یوه اساسي برخه ده چې د انسانانو لپاره اړین دی، خو د سبزیخوارو رژیم لپاره ډېری وخت کارپوهان د دې نشتوالی په ګوته کوي. د دې لامل دا دی چې د بي۱۲ کمښت پر بدن او ذهن بدې اغېزې کوي. د کمښت نښې نښانې کېدای شي ستړیا، د عضلاتو کمزوري، ژور خپګان او ګډوډي وي. دا نښې په زړو خلکو کې ممکن لا زیاتې څرګندې او خطرناکې وي. د یوې څېړنې څېړونکو د ویټامین بي۱۲ ټیټه کچه د فالج له زیات خطر سره هم تړلې ده.

'کولین' یوه بله مهمه مغذي ماده ده چې په زیاته اندازه په هګیو، شیدو او غوښه کې موندل کېږي. ډېری کارپوهان وايي هغه کسان چې ویګن یا د سبزیخوارو رژیم تعقیبوي باید ډاډمن شي چې کولین له پامه ونه غورځول شي، ځکه دا د عصبي حجرو ترمنځ د سیګنالونو له لېږدولو سره مرسته کوي او د ښ، پښتورګو له فعالیت سره تړاو لري. کارپوهان وايي کولین د میندوارو ښځو لپاره هم اړین دی؛ ځکه دا د جنین د مغز په وده کې مهم رول لري. له نېکه‌مرغه، دا مواد په بروکلي، د بروکسل شنو بانجانو، بادامو او مرخېړیو کې هم موندل کېږي.

'بې‌اختیاره سبزیخواران'

Wu Hao/EPA-EFE/REX/Shutterstock

د عکس سرچینه، Wu Hao/EPA-EFE/REX/Shutterstock

ډاکټر ډیسمنډ د سبزیخوارۍ د رژیم اخلاقي ګټې هم په ګوته کوي: "د حیواني محصولاتو د استعمال کمول ستاسو د کاربون د تولید کچه راټیټوي، طبیعي منابع ساتي او د یوې دوامداره او مهربانې نړۍ په لور مرسته کوي."

په هر حال، په زړو خلکو کې سبزیخوري تل د ارزښتونو یا روغتیايي اندېښنو پر بنسټ نه وي. کارپوهان، په تېره په امریکا او بریتانیا کې، د "بې‌اختیاره سبزیخوارانو" د زیاتېدو په اړه ډېر اندېښمن دي. دا هغه خلک دي چې د "چای او ډوډۍ" سینډروم په نوم نښې ښکاره کوي. په روغتونونو کې زړې ناروغانې د اوسپنې له کمښت او نورو روغتیايي ستونزو سره مخامخېږي چې د محدود او کم کالوري لرونکي رژیم له امله دي.

مانا دا چې دوی د غوښې او لبنیاتو د مصرف په اړه اخلاقي اندېښنې لري، بلکې د دې لاملونه ډېر وخت دا دي: د ژوند د ملګري له مړینې وروسته یوازې ژوند کول او د خوراکي توکو د چمتو کولو لپاره د هڅونې نشتوالی، د غذایي موادو لکه غوښه او کب لوړه بیه، یا بازارونو او پلورنځیو ته د رسېدو نسبي سختي چې له کبله یې د غوښې، کبانو او لبنیاتو پېل ستونزمن وي. رژیمونه ځکه محدودېږي چې خلک اړ ایستل کېږي.

دا یوه بدمرغه کړۍ ګرځي. ځینې کارپوهان وايي چې دا سینډروم نه یوازې د اقتصادي عواملو پایله ده، بلکې د انزوا، یوازېتوب او د ژور خپګان له پیل سره هم تړاو لري (چې په بدل کې د بي۱۲ په څېر د غذایي موادو د کمښت له امله نور هم زیاتېږي). دا د بدن د روغتیا او د زړښت پر مهال د کمزورتیا لپاره جدي پایلې لري.