پروسس شوې غوښې خوړل "ښایي ساه لنډي زیاته کړي"

pigs in blankets

د عکس سرچینه، Thinkstock

څېړونکي وایي؛ د پروسس شوې غوښې خوړل ښایي د ساه لنډۍ اعراض (نښې نښانې) لا پسې ډېرې کړي.

ژورنال توراکس مجلې کې د خپاره شوي راپور له مخې، فرانسه کې د نژدې ۱۰۰۰ کسانو تر ارزولو وروسته څرګنده شوې چې په اونۍ کې تر څلورو ټوټو ډېرې غوښې خوړل یو خطر دی.

څېړونکي باور لري چې د ساسج، سلامي او خوک پروسس شوې غوښه کې د نایتریت په نوم ساتونکې مواد کارېږي چې د انسان تنفسي جهاز اغېزمنوي.

خو څېړونکي وايي؛ دا تړاو تراوسه ثابت شوی نه دی او د دې کار لپاره نورو څېړنو ته اړتیا ده.

دوی سپارښتنه کړې چې د یو ډول خوړو په تړاو د اندېښنې پرځای دې خلک باید روغ خوراکي رژیم وساتي او بېلابېل خواړه وخوري.

وړاندې لا د پروسس شوې غوښې او سرطان ترمنځ د تړاو خبره شوې ده.

په څېړنه کې د ساسج، سلامي او د خوک غوښه ارزول شوې

د عکس سرچینه، Thinkstock

د عکس تشریح، په څېړنه کې د ساسج، سلامي او خوک غوښه ارزول شوې

څېړونکي وایي؛ خلک باید د خپلې روغتیا ساتلو لپاره په ورځ کې تر ۷۰ ګرامه ډېره سره پروسس شوې غوښه ونه خوري، چې دا په ورځ کې تقریبا یو ساسج او ورسره د بیکن (د خوک د ملا غوښه) یوه نرۍ ټوټه کېږي.

تر څېړنې لاندې کسانو چې د خوړو او روغتیا په اړه د فرانسې په یوې سروې کې یې برخه اخستې، له ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۳ پورې ارزول شوي دي.

ددوی نژدې نیمایي د ساه لنډۍ ناروغان و. پاتې - تر څېړنې لاندې کسانو - د دې ناروغۍ مخینه نه درلوده.

څېړنه په مشخص ډول د ساه لنډۍ پر اعراضو - غږوني ساه اخستل، په سختۍ ساه اخستل او د سینې قفس تنګېدو احساسول - او پروسس شوې غوښې ورټوله وه. د پروسس شوې غوښې یوه برخه کې د خوک د غوښې دوه ټوټې، یو ساسج او د سلامي دوه ټوټې شاملې دي.

د ساه لنډۍ لرونکو کسانو لخوا د ډېرې غوښې خوړلو د سږو د اعراضو ډېروالي سره اړیکه لرله.

کومو کسانو چې ویل په اونۍ کې یې له څلورو برخو ډېره غوښه خوړلې - د بېلګې په توګه د خوک غوښې اته ټوټې یا څلور ساسج - نو د څېړنې په پای کې یې ساه لنډي لا زیاته شوې ده.

څېړونکي ټینګار کوي چې ددوی کار تراوسه دا نشي ثابتولی چې د خوړو رژیم دې حتما ددې کار عامل وبلل شي. د انسان په ژوند کې ډېر نور لاملونه هم شته چې کولی شي ساه لنډي نوره هم ډېره کړي.

څېړونکو هڅه کړې ترټولو څرګند عاملونه لمنځه یوسي، ترڅو د چاغوالي په څېر شیان کنټرول کړي او د پروسس شوې غوښې او ساه لنډۍ ډېرېدلو اړیکه لا پاتې ده.

بریتانیا کې د ساه لنډۍ سر څېړونکې اېرېکا کېننګټن وایي؛ "سره له دې چې مشخص خواړه کولی شي په ځینو کې کې حساسیت رامنځته کړي، په ټوله کې د خوړو کوم ځانګړی رژیم نشته چې ساه لنډي کنټرول کړي. ډېر کسان چې ساه لنډي لري، لکه د نورو کسانو په څېر ورته د صحي خوړو کارولو سپارښتنه کېږي: یو متوازن رژیم تعقیب کړئ چئ په هغې کې بېلابېل ډول تازه او نه پروسس شوې خواړه وي، کم خواږه او مالګه او اشتباع شوي غوړ ولري."

د بریتانیا د خوړو رژیم ټولنې غړي کاترین کولینز د هرچا لپاره چې "که ساه لنډي ولري یا ونه لري"، د "بېلابېل مدیترانه ای ډول خوړو رژیم" سپارښتنه کوي، چې له تازه تولیدات جوړېږي. ."