ترکیه کې د "ملي ډیالوګ" ناسته: ګډونوال یې وايي، افغانستان دې بېرته له نړیوالې ټولنې سره همغاړی شي

انتالیا

د عکس سرچینه، CDP-G

د جینیوا خبرو او پرمختګ بهیر نومې بنسټ په کوربتوب د ترکیې په انتالیا کې د "ملي ډیالوګ" پرلپسې څلورمه ناسته کې ګډونوالو ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې د هڅو په دوام دې افغانستان له ګوښي حالته وایستل شي.

د دغې دوې ورځنۍ ناستې بحثونه "په افغانستان کې د اساسي قانون او د سیاسي مشروعیت لپاره نقشه" تر سرلیک لاندې د یوه ولسواک بهیر د پیل او ځواکمنولو پر اړتیا راټول وو.

د ناستې یوې ګډونوالې وږمې توخۍ چې وايي، د مدني ټولنې استازیتوب کوي بي‌بي‌سي سره خبرو کې وویل: " دلته مدني فعالان، سیاستوال او خبریالان راټول شوي چې پر بحرانونو او حل لارو وغږېږي."

اغلې توخۍ چې د دغې ناستې یوه ویناواله وه، د هغو خبرو چې دا ډول غونډو کې کېږي د پلې کېدو غوښتنه کوله او د ټولو ښکېلو اړخونو یو والی یې د دغه څه لپاره شرط یاداوه.

په جینیوا کې د افغانستان پرځېدلي جمهوریت سفیر نصیر احمد اندېشه د غونډۍ پر وروستۍ دویمه وویل:" زموږ وروستی بحث پر دې و ، چې د ملګرو ملتونو د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک یوه ډېره ښه لاره هواره کړې وه، چې مدني اوسیاسي بهیرونه باید له سیمه‌ییزو او نړیوالو اړخونو سره یوه تفاهم ته ورسېږي او دغه پرېکړه لیک دې عملي شي."

CDP-G

د عکس سرچینه، CDP-G

هغه ټینګار کاوه چې د طالبانو حکومت سیاسي مخالفین او مدني ټولنې باید پر داسې یوه لاره راټول او سلا شي، چې یوه پایله ولري."

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۷۲۱ پرېکړه لیک د ۲۰۲۳ کال په دسمبر کې تصویب شو، چې افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د تعامل ډول او بڼه یې تصویب کړه.

ښاغلي اندېشه وویل، د همدغه پرېکړه لیک عملي کېدو سره د دوی غږ اورېدل کېدی شي.

د طالبانو حکومت پر دې راټولېدنه تبصره نه ده کړې، خو د دا ډول غونډو په تړاو یې په تېر کې ویلي وو، د دوی د حکومت د استازو له ګډون پرته بهر هېوادونو کې غونډې به څه ګټه ونه لري.

د جینیوا د خبرو او پرمختګ مرکز له لوري د "ملي ډیالوګ" لومړۍ ناسته د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر پر ۱۳مه او ۱۴مه، دویمه يې د ۲۰۲۳ کال د مارچ پر ۱۶مه او ۱۷مه او درېیمه هغه یې د ۲۰۲۴م کال د مارچ پر څلورمه او پنځمه نېټه شوې وه.

پر دا ډول ناستو دا نیوکه هم کېږي چې د ټولو سیاسي او ښکېلو اړخونو استازي نظرونه په کې نه اورېدل کېږي، خو ملاتړي یې وايي، د طالبانو پر حکومت چې له نړیوالې ټولنې ګوښی او د ښځو د حقونو په څېر په سرغړونو پړ بلل کېږي، دا ناستې د فشار یوه وسیله کېدلی شي.