BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
افغانستان کې د غزې په ملاتړ لاریونونه: د طالبانو رییس الوزرا د 'قران کریم' د ختمونو غوښتنه کړې
په همدې تړاو د طالبانو حکومت د رییس الوزرا له دفتره خپره شوې خپرپاڼه کې ویل شوي، په غزه کې د اسرائیلي اشغالګرو لخوا 'نسل وژنه' روانه ده او هره ورځ هلته وضعیت د ټولو انساني اصولو خلاف د لا ډېرې خرابۍ پر لور ځي "د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي، د بشري مرستو لارې بندې دي، د ټپيانو او شهیدانو د انتقال فرصت نه ورکول کېږي، د مظلومو مسلمانانو د سیمو غصب روان دی، هره ورځ ډېره خطرناکه او نا متوازنه وسله استعمالیږي او له ټولو دردونکې خبره داده، چې د نړۍ هېوادونه، ښکېل لوري، بشري بنسټونه او نور اړوند سازمانونه چوپه خوله دي یا یې ډير کم څه کړي دي".
ولې په دې وروستیو کې په افغانستان کې یو شمېر ملایان نیول کېږي؟
افغانستان کې یو شمېر هغه دیني عالمان یو پر بل پسې نیول کېږي چې د طالبانو پر حکومت نیوکې کوي. دوی کې ځیني نیول شوي کسان د "اسلامي او جهادي ارزښتونو ملاتړ" په نوم د یوې شورا غړي دي. دغه شورا په تېره جنورۍ کې کابل کې د یوې ناستې پر مهال د طالبانو پر حکومت سختې نیوکې کړې وې.نږدې تېره یوه اونۍ کې "نامالومو وسلوالو" درې عالمان نیولي او نامالوم ځای ته یې وړي دي.
ولې له ۱۷ کلونو وروسته لا هم د عینک کان مس نه ايستل کېږي؟
د افغانستان او چین ترمنځ د عینک مسو کان د تاریخي تړون له لاسلیکه ۱۷ کاله وروسته لا هم د دغه کان د مسو استخراج يا رايستلو کار نه دی پیل شوی. کارپوهانو او هغو کسانو چې په دې پروژې کې له نژدې ښکېل دي بي بي سي ته ویلي، چین به "هېڅکله" د عینک مسو کان کیندنې کار پیل نه کړي، خو د طالبانو حکومت وايي، "ډاډه شوي"، چې کان کیندنه به پیل شي.
حماس وايي د امریکا د اوربند هغه نوی وړاندیز ردوي چې اسرائیلو یې ملاتړ کړی
د حماس یوه چارواکي ویلي، دغه غورځنګ به د ټرمپ د ځانګړي استازي سټیو ویټکاف له هغه وړاندیز سره موافقه و نه کړي چې د شپېتو ورځو اوربند په بدل کې د لسو ژوندي اسرائیلي یرغملو خوشي کولو ته اشاره کوي، ځکه چې دا توافق د جګړې د دایمي بندېدو یادونه نه کوي. د حماس د سیاسي دفتر غړي باسم نعیم رسنیو ته تایید کړه چې په غزه کې د اوربند لپاره د امریکا وړاندیز "زموږ د خلکو هېڅ غوښتنې ته ځواب نه وايي."
له زېږون وروسته رواني ستونزې: 'فکر مې کاوه چې خپل ماشوم مې وژلی دی'
ایلي وايي، په لومړي سر کې یې ډېره خوښي محسوسوله. ماشوم یې په کور کې له سختو دردونو سره وزېږېد، خو دا چې نوې مور شوه، ډېره خوشحاله وه. دې په دریو ورځو کې یوازې څو ساعته خوب کړی و او له هغه وروسته یې پرېکړه وکړه، چې هېڅ خوب ته اړتیا نه لري.
ځانګړي مطالب
د حج په اړه پنځه حقیقتونه، ایا مخکې پرې پوهېدئ؟
حج د مسلمانانو لپاره یو سپېڅلی سفر دی چې هر کال نژدې دوه میلیونه عبادت کوونکي د سعودي عربستان مکې ښار ته ورځي. دا د اسلام له پنځو بناوو یا ستنو یوه ده او هر هغه مسلمان چې بدني او مالي وس ولري، په ژوند کې یو ځل پرې حج ادا کول فرض دي.
طالبان او سینما: د افغانستان د انځوریز تاریخ حافظه چې اوس یې نوم او بڼه بدله شوې
د طالبانو حکومت په تازه ګام کې د "افغان فلم" ادارې نوم پر سمعي او بصري ریاست بدل کړی دی. د رپوټونو له مخې د دغې ادارې څرنګوالی یا ماهیت هم بدل شوی او چارې به یې تر پخوا توپیر ولري.
نور احمد لکڼوال د هند غوره لیګ (ای پي اېل) په سږنيو سیالیو کې تر ټولو ډېرې وېکټې اخیستې دي
په هند کې د کرېکټ په روانو سوداګریزو لوبو کې افغان چپلاسي ورو توپ اچوونکي نور احمد لکڼوال تر ټولو ډېرې ۲۴ وېکټې ترلاسه کړې دي. له دې سره لکڼوال د ۲۰۲۵ کال د هند غوره لیګ یا ایپياېل سیالیو د ډېرو لوبغاړو سوځوونکو توپ اچوونکو د نوملړ په سر کې ځای خپل کړی او (بانجاني خولۍ) یې پر سر کړې ده. د کرېکټ ځینې مبصران سر له اوسه وايي چې د ایپياېل په نورو پړاوونو کې به لوبډلې هڅه کوي چې لکڼوال له ځانه سره ولري.
څنګه پر سپوږمۍ کې د 'فضايي ګاډي ټایر پنکچرېدو' مخنیوی کېدای شي؟
له نیمې پېړۍ وروسته بېرته سپوږمۍ ته د انسان ستنېدل او بیا له هغه ځایه مریخ ته رسېدل په ریښتیا د نويو ټایرونو یا له سره د (ګاډۍ) د پنځولو په مانا دي. دا ځکه نوی نوښت دی، چې که هلته په مریخ کې ټایر پنچر شي د راستنېدو لار یې ډېره اوږده ده.
روغتیا
د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره
د منځني ختیځ کړکېچ
د اقلیم بدلون
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , ماښامنۍ خپرونه, ۱۵:۰۰, ۳۰ می ۲۰۲۵, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۳۰ می ۲۰۲۵, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, بحث هفته, ۱۲:۳۰, ۳۰ می ۲۰۲۵, ۳۰،۰۰ موده
برنامه هفتگی تحلیلی مسایل مهم هفته
واورئ, Second Eye, ۰۹:۲۹, ۳۰ می ۲۰۲۵, ۱۵،۰۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.