رواني سکون مو له پزې پیلېږي، خو څنګه؟

پزه
  • Author, توماس جرمین
  • دنده, بي‌بي‌سي

داسې انګېرل کېده لکه زما د ژوند هره برخه د پزې له وروستۍ جراحۍ راهیسې ښه شوې وي- له الرژۍ یا حساسیت نیولې تر رواني سلامتۍ پورې. دا شاید تصادفي نه وي. د پزې له لارې سا اخیستل ستاسې په مخ کې یو پټ ځواک دی.

تر هغه چې زما په یاد دي، هره سا داسې احساسېده لکه تر اوبو لاندې چې د لامبو لپاره چمتووالی نیسې، داسې سخت تنفس چې هېڅکله یې زما سږي ډک نه کړل. ډېری وخت به چې زه پر لاره تلم، پزه کې به مې یو غږ و لکه د نړۍ شپیلۍ په څېر، ما ویل خدایه دا څوک وا نه وري. ترټولو ناوړه ستونزه، یو کوچنی معلولیت چې زیاتره خلکو نه منله: زما د مخ ظالمانه جوړښت داسې څه وو چې په فزیکي ډول یې دا ناممکنه کړې وه چې زه دې خپله پزه پاکه کړم. لکه داسې چې هر وخت زکام یې.

د پزې له کبله مې ژوند له ستونزو سره مخامخ و.‌ زما ښۍ پزه به لمرینو او ښو ورځو کې بنده وه او سا اخیستو لپاره به مې خوله خلاصه نیولې وه. د شپې لخوا‌ به په عذاب وم، داسې تنفسي حالت چې تاسې د شپې په اوږدو کې څو ځلې ویښوي او ظاهرا په احتمالي ډول د مړینې شونتیا ډېرولی شي.

خو له څو لسیزو ناخوالو وروسته،‌ زما ډاکټر د جراحۍ وړاندیز وکړ. پلان دا و چې زما د پزې د دواړو سوریو منځ کې مانع (هغه چې دواړه سوري سره بېلوي) سم کړم او د پزې دننه کوچني، اوږده هډوکي کم کړم، هغه انساج چې ان زه به نه پرې پوهېدم چې لرم یې.‌ چمتو وم چې هر څه وازمویم، نو ما بیا جراحي عملیات وکړل.‌

له یوې میاشتنۍ درملنې وروسته، زه د نوې فعالې پزې څښتنه شوم. اوس د پزې له دواړو سوریو پاکه او ژوره سا اخیستلی شم، چې دا مې لومړی ځل تجربه کړل. ما زدکړل چې د پزې پاکول یوه خوشالوونکې چاره ده.‌ که څه هم خوب کې زما د ویښېدو چاره لا نه ده ښه شوې، خو مرسته یې ورسره کړې ده. دا پروسه شاید د نورو نعمتونو لامل هم شي.

داسې ښکاري چې د پزې له لارې سا اخیستل ځینې حیرانوونکې ګټې لري او لازمه نه ده چې د خوند اخیستو لپاره یې جراحي عملیات وکړئ. په حقیقت کې د پزې له لارې تنفس کول ان ستاسې رواني سلامتیا هم ښه کولی شي.

ستاسو شخصي د هوا فېلټر

په خوب کې د سا بندۍ د مخنیوي لپاره لومړنۍ درملنه د AP ماشین دی،  چې د شپې دوامداره هوا رسوي او د پوزې له لارې تنفس ممکن کوي (سیرینټي سټرول/ بي بي سي)
د عکس تشریح، په خوب کې د سا بندۍ د مخنیوي لپاره لومړنۍ درملنه د AP ماشین دی، چې د شپې دوامداره هوا رسوي او د پوزې له لارې تنفس ممکن کوي (سیرینټي سټرول/ بي بي سي)

د کالیفورنیا سانفرانسسکو پوهنتون د غوږ، پزې او ستوني ډاکټرې جیکلن کالندر په وینا، د پزې له لارې تنفس تر ټولو څرګنده ګټه دننه د هغو هډوکو له لارې ترلاسه کېږي "دوی د هوا د تودوخې او رطوبت لپاره زموږ د لومړني منځګړي په توګه دي او دا خورا مهم دی او دوی د هوا صافولو یا فېلټر سیسټم په توګه هم کار کوي".

ستاسو د پوزې له وېښتانو سره یوځای، د پزې د ننه هډوکي ډېر کار کوي چې دوړې، باکتریاوې، وېروسونه او نورې ذرې فېلتروي- هغه ګټه چې تاسو به یې د خولې له لارې له تنفس کولو ترلاسه نه کړئ. جیکلن وايي: "دوی ستاسو د معافیت سیسټم لپاره د دفاع لومړۍ کرښه کېدی شي."

خو دا یوازې د پوزې له لارې د تنفس ګټې نه دي چې په پام کې ونیول شي- ستاسو د خولې له لارې تنفس هم زیانونه لري. د ستنفورډ پوهنتون د طبي مرکز د ویناـژبې درملنې متخصصه او رنځپوهه ان کرني وايي: "ډېرې څېړنې ښيي چې د خولې له لارې تنفس کول د خولې له روغتیایي ستونزو سره تړاو لري".

د خولې له لارې سا اخیستل په خوله کې تیزابیت او وچوالي زیاتوي، دا د غاښونو د سوري کېدو، د غاښونو د معدني موادو له منځه وړلو او د غاښونو ناروغۍ سره تړاو لري. د څېړنو له مخې دا وړاندیز هم کېږي چې د ماشومتوب پرمهال د خولې له لارې تنفس کول ستاسو د غاښونو او ژامې پر ودې منفي اغېزه کولی شي، د غاښونو کږوالي ته لاره هواروي او ان ستاسو د مخ یا څېرې شکل هم بدلولی شي.

کرني وايي: "دا خبره ساده ده. ستاسو پوزه د تنفس لپاره ده او ستاسو خوله د خوړلو لپاره ده." د ځینو خلکو لپاره چې په جدي ډول یې د پزې د سوریو ترمنځ مانع کوږ وي یا د پزې د بندېدو نور خنډونه لري، د پزې له لارې تنفس کول ورته اسانه نه وي. خو کرني وايي د خولې له لارې ډېری تنفس کوونکي په ډېرو شرایطو کې د پزې لاره غوره کولی شي. "دا ممکن په لومړي سر کې اسانه نه وي. د خولې پر ځای له پزې تنفس کول یو ډول عادت کېدو ته اړتیا لري، خو کرني وايي" ګټې یې له هر نفس سره پیلېږي".

په شپه کې د پزې له لارې تنفس کول

د پوزې له لارې تنفس کول ډېر صحي دي، د غاښونو د خراېدو مخنیوي کې مرسته کوي او ان ستاسو د رواني روغتیا لپاره یو نعمت کېدی شي (سیرینټي سټرول/ بي بي سي)
د عکس تشریح، د پزې له لارې تنفس کول ډېر صحي دي، د غاښونو د خرابېدو مخنیوي کې مرسته کوي او ان ستاسو د رواني روغتیا لپاره یو نعمت کېدی شي (سیرینټي سټرول/ بي بي سي)

ډېری روغ خلک د خوب پر مهال د پزې له لارې تنفس کوي، خو ځینې خلک د شپې لخوا د سا اخیستو لپاره خوله پرانیزي. دا یوه ښه نښه ده. کرني وايي "دا د ژبې د موقعیت مسله ده".

کرني وايي تاسو کولی شئ دا پخپله هم احساس کړئ: کله مو چې خوله بنده وي، نو معمولا د ژبې سر د خولې چت ته نژدې وي او شاته برخه یې ارامه وي، چې دا کار د هوا لاره پرانیستی ساتي.

کرني زیاتوي: "دا کولی شي د هوا جریان محدود کړي یا یې جریان بند کړي." تاسو ممکن یو څه واورئ چې د خرېدو غږ ته ورته ده. "

هغه خلک چې د بندې پوزې سره وي د خوب په وخت کې د خپلې خولې له لارې تنفس کوي، دا حالت اټکل شوی یو میلیارد خلک اغېزمن کړي، ان په ځینو هېوادونو کې تر ۵۰٪ وګړي پرې اخته دي. دغه حالت د ژوند کیفیت خرابوي او ښايي له وخته مخکې د مړینې لامل شي.

کرني وايي: "که خرېږئ، د پزې له لارې تنفس درته سخت وي، یا فکر کوئ چې کېدای شي د خوب پرمهال ډېر ویښېږئ، نو باید د غوږ، پزې او ستوني متخصص ته لاړ شئ."

خو ډاکټره کالندر بیا وايي: "تر اوسه موږ داسې قوي شواهد نه لرو چې د خولې بندول د خوب ښه والي کې ګټه لري یا د شپې تنفس ښه کوي. خو دا یوه ارزانه لاره ده او ښايي ګټه ولري."

خو تاسو یو بل څه هم ازمېیلی شئ: هغه دا چې د پزې هغه پټۍ وکاروئ چې له بهر نه ستاسې پزې خلاصي ساتي، کالندر وايي: "ځینې خلک د پزې د والو د بندېدو ستونزه لري، چې د سا ایستلو پر مهال منفي فشار په پزه کې رامنځته کوي. د داسې کسانو لپاره، دغه پټۍ مرسته کولی شي."

ځینې خلک ان دا پټۍ د تمرین پر مهال هم کاروي.

خو، هغه زیاتوي، که تاسو د پزې په منځ کې کوم مانع یا د پزې غټ سوري ولرئ، لکه ما چې درلودل، نو دا پټۍ به کومه مرسته ونه کړي.

د ذهن لپاره هوا

په تېر وخت کې مو د پزې له لارې د تنفس فزیکي ګټو ته زیات پام کړی، خو د پزې او دماغ ترمنځ اړیکې ته لږه توجه شوې.

زما په حالت کې، یوازې د پزې له لارې د تنفس ساده عمل زما د بدن ډېرو ستونزو ته ارامي وربښي،‌خو دا هم روښانه ده چې څنګه تنفس کوو - په ځانګړي ډول د پزې له لارې -کولی شي زموږ پر رواني روغتیا ژوره اغېزه ولري.