BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
اسرائیل وايي غزه کې یې د حماس مشر محمد سنوار وژلی دی
محمد سنوار د روانې مې میاشتې پر ۱۳مه د غزې سویلي ښار خان یونس کې د اروپایي روغتون په انګړ او شاوخوا سیمه کې د اسرائیلو د یوې لویې حملې هدف و، چې اسرائیلي پوځ وویل، هلته یې د حماس تر ځمکې زېربناوې ویجاړه کړې دي.
افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو د جرمونو د افشاګر سزا کمه نه شوه
د چهارشنبې پر ورځ د مې پر ۲۸مه په اسټرالیا کې د استناف محکمې د ډېوېډ مکبراید د بند سزا کمولو غوښتنه ومنله. ښاغلی مکبرایډ هغه کس و چې په افغانستان کې یې د اسټرالیايي ځواکونو د جنګي جرمونو د تورونو په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړي وو.
چترال کې 'هوکړه' شوې چې اسماعیلي مذهبه قصابان به پر سنیانو غوښه نه پلوري
د خیبر پښتونخوا په چترال کې د اسماعیلي او سني عقایدو پیروانو تر منځ یوه ناندریزه هوکړه شوې، چې له مخې به د اسماعیلي عقیدې قصابان پر سنیانو غوښه هم نه پلوري او نه به هم د چترال په بازارونو کې د کاروبار په موخه د خپلو څارویو غوښه پلوري.
طالبان او سینما: د افغانستان د انځوریز تاریخ حافظه چې اوس یې نوم او بڼه بدله شوې
د طالبانو حکومت په تازه ګام کې د "افغان فلم" ادارې نوم پر سمعي او بصري ریاست بدل کړی دی. د رپوټونو له مخې د دغې ادارې څرنګوالی یا ماهیت هم بدل شوی او چارې به یې تر پخوا توپیر ولري.
سویلي وزیرستان: 'د ډرون برید له کبله ۲۳ کسان ټپيان شوي'
له سویلي وزیرستانه رسېدلي رپوټونه وايي، د 'یوه ډرون برید' پایله کې د ماشومانو په ګډون ۲۳ کسان ټپیان شوي دي. د بي بي سي خبریال عزیزالله خان په رپوټ کې د ځايي سرچینو په حواله ویل شوي، چې پېښه تېر ماښام (سې شنبه) د برمل تحصیل په اعظم ورسک سیمه کې شوې.
ځانګړي مطالب
روغتیا
د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره
د منځني ختیځ کړکېچ
د اقلیم بدلون
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , Second Eye, ۰۹:۲۹, ۲۹ می ۲۰۲۵, ۱۵،۰۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۶:۳۰, ۲۸ می ۲۰۲۵, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, د اوونۍ بحث, ۱۵:۳۰, ۲۸ می ۲۰۲۵, ۲۹،۳۰ موده
د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث
واورئ, ماښامنۍ خپرونه, ۱۵:۰۰, ۲۸ می ۲۰۲۵, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.