په داسې حال کې چې اسرائیل له ډیپلوماتیک "څونامي" سره مخ دی، ټرمپ چوپ پاتې دی

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

  • Author, پاول اډمز
  • دنده, د بي بي سي ډیپلوماتیک خبریال

د اسرائیل د ازادفکره 'هارېټس' ورځپاڼې په یوه سرلیک کې دا خبره په روښانه توګه یاده شوې وه چې: "ډیپلوماتیک څونامي نژدې شوی"، ورځپاڼې خبرداری ورکړی "اروپا په غزه کې د اسرائیل د 'مطلق لېونتوب' پر ضد اقدام پیل کړی دی."

دا اونۍ د اسرائیل پر ضد د ډیپلوماتیکو فشارونو بڼه بدله وه او ډېر یې له مخکې نه وو اټکل شوي.

له غزې سره د اسرائیل د کړنو له نړیوالو غندنو نیولې، تر دې چې په واشنګټن کې د اسرائیلي سفارت دوه ځوان کارمنان ووژل شول، دا اونۍ د یهودي دولت لپاره - که په نرمه ووایو، یوه تونده او لانجمنه اونۍ وه.

دا فشارونه د دوشنبې ماښام هغه وخت پیل شول، چې بریتانیا، فرانسې او کاناډا په ګډه غزه کې اسرائیل "شدید اقدامات" وغندل.

دوی درې واړو خبرداری ورکړ که اسرائیل خپل پوځي عملیات ته دوام ورکړي او د بشري مرستو د بندېدو مخه ونه نیسي، نو ښايي "نور عملي ګامونه" پورته شي.

دوی د لوېدیځې غاړې په اشغال شویو سیمو کې د استوګنځایونو جوړولو په تړاو هم د "هدفمنو بندیزونو" خبرداری ورکړ.

ورپسې، د ۲۴ مرستندویو هېوادونو یوه اعلامیه خپره شوه، چې د غزې لپاره د اسرائیلو په ملاتړ د مرستو رسولو نوې بڼه یې وغندله.

د سې شنبې په ورځ، بریتانیا له اسرائیل سره سوداګریزې خبرې وځنډولې او ویې ویل چې د ۲۰۲۳ د همکارۍ لارنقشه له سره ارزول کېږي.

پر استوګنو نوې بندیزونه ولګول شول، چې پکې ډانېیلا وایس هم شامله وه، هغه څوک چې په وروستي مستند فلم "استوګن" کې راڅرګنده شوې وه.

په لندن کې د اسرائیل سفیره څیپي هوتویلي د بهرنیو چارو وزارت ته وغوښتل شوه، چې دا کار عموماً د روسیې او ایران غوندې هېوادونو له استازو سره کېږي.

د اسرائیل لپاره بله بده خبره دا وه چې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشره کایا کالاس وویل، د ټولنې د ډېرو غړو ملاتړ دا دی چې له اسرائیل سره ۲۵ کلن تړون بیا وکتل شي.

"نور بس دی"

د دې پراخې ډیپلوماتیکې غندنې لاملونه روښانه وو.

شواهد ښيي چې غزه د اکتوبر ۲۰۲۳ د جګړې له پیلېدو راهیسې اوس تر بل هر وخت د لوږې خطر ته نژدې شوې او دا نړۍ ته یو لوی خبرداری و.

د اسرائیل پوځي عملیات او د چارواکو خبرې ښيي چې په غزه کې حالات لا پسې خرابېږي.

د سې شنبې په ورځ، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لامي د اسرائیل د مالیې له سخت‌دریځي وزیر بیزالل سموتریچ خبرې یادې کړې چې د غزې د "پاکولو" او "هغه څه چې پاتې دي له منځه وړلو" او درېیمو هېوادونو ته یې د وګړو د شړلو خبره کړې وه.‌

لامي وویل: "موږ باید دا څه چې دي، په خپل نوم یاد کړو. دا افراطیت دی، دا خطرناک دی، دا وژونکی دی، دا وحشتناک دی او زه یې په کلکه غندم."

کېیر سټارمر
د عکس تشریح، کېیر سټارمر وویل په غزه کې د ماشومانو کړاو "په بشپړ ډول د زغملو وړ نه دی"

که څه هم سموتریچ د جګړې پر مستقیمو چارو واک نه لري، خو پخوا به د ده دا ډول خبرو ته ډېر پام نه و، اوس بیا حالت بدل شوی دی.

که سمه وي که ناسمه، خو دا باور موجود دی چې لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د افراطي ښي اړخو سیاستوالو تر اغېز لاندې دی. منتقدین وايي، هغه پرته له دې چې د فلسطیني ولسي خلکو او د پاتې اسرائیلي برمته شویو کسانو ژوند ته پام وکړي، جګړه روانه ساتي.

هغه هېوادونه چې د اسرائیل د ځان‌ساتنې حق یې تل منلی، اوس وايي "بس دی، نور بس دی."

دا اونۍ د بریتانیا د لومړي وزیر سر کېیر سټارمر لپاره هم مهمه وه، هغه چې د اسرائیل ټینګ ملاتړ کوونکی ګڼل کېږي (یو وخت یې ویلي وو: "زه بې له قید او شرطه پرته د صهیونیزم ملاتړ کوم") او تېر کال یې د غزې د اوربند له غوښتنې ډډه وکړه، چې د خپل ګوند دننه هم سختې نیوکې پرې وشوې.

سر کېیر سټارمر وویل: "په غزه کې د بې‌ګناه ماشومانو کړاوونه په بشپړه توګه نه زغمل کېدونکي دي."

په داسې حال کې چې د نتنیاهو د هېواد نژدې متحدان دومره همغږي اقدام کوي، هغه غوسه وښوده، او بریتانیا، فرانسه او کاناډا یې د حماس له ملاتړ سره پرتله کړل.

نتنیاهو پر ایکس لیکلي: "کله چې ډله‌ییز وژونکي، جنسي تېریګر، د ماشومانو وژونکي او تښتوونکي تاسو ته مننه وایي، نو پوه شئ چې تاسو د عدالت پر غلط لوري یاست. تاسو د بشریت، او تاریخ پر غلط لوري ولاړ یاست."

trump

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، په داسې حال کې چې نور لوېدیځ مشران غزه کې د اسرائیلو د نوي اقدام په باب خپلې غوسې څرګندوي، ټرمپ تقریبا هېڅ نه وايي.

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر ګیډون ساعر نور هم وړاندې لاړ او وړاندیز یې وکړ چې د کېیر سټارمر په ګډون د اسرائیلو د منتقدینو او د چهارشنبې په شپه د یارون لیشینسکي او سارا لین میلګریم د وژنې ترمنځ "مستقیمه کرښه" شته. دا اسرائیلي دیپلوماتان په واشنګټن کې له یهودي موزیم بهر په ډزو ووژل شول.

خو سره له دې چې له دې وژنې وروسته د خواخوږۍ پراخ غبرګونونه ولیدل شول، د اسرائیل حکومت ورځ تر بلې لا یوازې کېږي، داسې چې د لوېدیځو متحدینو او د یهودي ډیاسپورا د مهمو غړو له لوري هم د غزې د جګړې په اړه غوسه او ژوره خواشیني څرګندېږي.

د منځني ختیځ پخوانی استازی او د ټوني بلېیر سلاکار لارډ لیوي وویل د اوسني حکومت له غندنو سره موافق دی، ان دا یې وویل چې ښايي دا غندنې "یو څه ناوخته" هم شوې وي.

هغه بي بي سي راډیو فور ته وویل:

"نه یوازې زموږ له خوا، بلکې نړیوال دریځ باید د غزې د روان حالت پر وړاندې ونیول شي."

هغه ځان "یو ډېر ویاړمن یهودی... چې اسرائیل ته ژوره پام کوي" معرفي کړ. خو، په دې ټولو کې، یو سړی چې که وغواړي جګړه بندولی شي، چوپ پاتې دی.

د خلیج له خپل وروستي سفر وروسته، ډونلډ ټرمپ وویل: "ډېر خلک سخت وږي دي."

د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي ولسمشر د جګړې له اوږدېدو ستړی شوی او غواړي چې د اسرائیل حکومت دا موضوع "راټوله" یا ختمه کړي.

خو په داسې حال کې چې نور لوېدیځ مشران خپلې غوسې څرګندوي، ټرمپ تقریبا هېڅ نه وايي.