پر اېکس (ټوېټر) له بنديز دوې مياشتې وروسته پاکستان وايي، دې خواله رسنۍ یې 'ملي امنیت ته خطر رامنځته کړی و'

د پاکستان کورنیو چارو وزارت چارواکو د پلازمېنې عالي محکمې ته په یوه رپوټ کې ویلي، پر خواله رسنۍ اېکس (مخکیني ټویټر) بندیز لګول ځکه اړین و، چې له دې رسنۍ د ناوړه ګټې اخیستنې مخنیوي کې د پاکستان له حکومت سره له همکارۍ ډډه کړې.

اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال افتخار خان په خپل رپوټ کې وايي، پاکستان حکومت پر اېکس له بندیز دوې مياشتې وروسته په رسمي توګه د دغه بنديز دفاع کړې ده۔

پاکستان کې د اېکس شبکه له ټولټاکنو وروسته هغه مهال تړل شوې وه چې د تحريک انصاف پاکستان په ګډون یو شمېر سياسي ګوندونو د ټاکنو پايلو پر ضد احتجاجونه پېل کړي وو.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت په رپوټ کې ویل شوي، محکمه باید هغه عریضه و نه مني، چې پاکستان کې د دې خواله رسنۍ د غیر فعالولو پر ضد یادې محکمې ته وړاندې شوې ده.

د یادونې ده، چې د تېرې فبرورۍ میاشتې له نیمايي راهیسې په پاکستان کې اېکس خواله رسنۍ خورا لږ فعاله لیدل شوې.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت په هغه رپوټ کې چې پر اېکس د بندیز لېرې کولو عریضې په مخالفت کې د اسلام اباد عالي محکمې ته وړاندې کړی، راغلي دي: ''اېکس نه خو پاکستان کې راجستر دی، نه هم د پاکستاني قوانینو د مراعتولو په هوکړه کې ګډون لري، او د اېکس له دریځه د ناوړه ګټې اخیستنې لړ کې یې هم د پاکستان له حکومت سره له همکارۍ ډډه کړې او له همدې کبله پر اېکس بندیز لګول اړینه چاره وه.''

د کورنیو چارو وزارت په رپوټ کې دغه راز ویل شوي، ''د عریضه کوونکي هېڅ بنسټیز حق تر پښو نه دی لاندې شوی، پر اېکس د بندیز پر ضد عریضه له قانون او واقعیتونو سره په ټکر کې ده، ځکه نو د محکمې د تعقیب وړ نه ده.''

پاکستاني چارواکي وايي، پر دې خواله رسنۍ د پاکستان ملي امنیت او نظم ته په پام سره بندیز لګول شوی.

په دغه رپوټ کې راغلي چې له اېکس مسوولینو غوښتل شوي وو، چې د پاکستان قاضي القضات پر ضد پروپاګند کوونکي حسابونه باید وتړل شي، خو د یادې رسنۍ‍ مسوولینو ''نه یوازې د پاکستان سایبري جرمونو مخنیوي ادارې غوښتنه له پامه وغورځوله، بلکې هېڅ ځواب یې ورنکړ، د همکارۍ نه کولو له کبله له حکومت سره پر اېکس د موقت بندیز لګولو پرته بله لار نه وه، د پاکستان کورنیو چارو وزارت د څارګرو ادارو غوښتنې ته په پام سره د اېکس بندولو امر وکړ.''

څومره پاکستانیان اېکس کاروي؟

پاکستان کې د ډیجیټل حقونو مبارزې تنظیم (بولو بهي) مشر او خبریال اسامه خلجي وايي، د فېسبوک او ټېک ټاک په څېر نورو خواله رسنیو د کاروونکو ۸۰ میلیونه پاکستانیانو پرتله د اېکس کاروونکو پاکستانیانو شمېر خورا لږ یانې ایله پنځه میلیونه کسانو ته رسېږي، خو په وینا یې د دې رسنۍ د سیاسي فعالیتونو اغېز خورا ډېر دی.

ښاغلی خلجی وايي، د ټویټر ډېری کاروونکي د واک او ځواک لوبغاړي دي، چې خبریالان او سیاستوال هم پکې شامل دي او دا کسان د همدې خواله رسنۍ له لارې له بهیر مېشتو پاکستانیانو او نړیوالې ټولنې سره په اړیکه کې دي.