څنګه د حج په مراسمو کې خپلې روغتیا ته پام وکړو؟

هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه نږدې دوه میلیونه مسلمانان د سعودي عربستان سپېڅلي ښار مکې ته د حج لپاره ځي، چې د اسلام له پنځو بناوو څخه یوه یې بشپړه کړي.

دا یوه دیني فریضه ده چې د ذو الحجة میاشت کې ترسره کېږي. دا د اسلامي کالیزې وروستۍ میاشت ده. سږکال دا د جون له څلورمې تر نهمې ورځو کې برابره شوه او له یو میلیون ډېر مسلمانان به دا بهیر ترسره کړي.

د صحرا تودوخه، د خلکو ګڼه ګوڼه او د بېلابېلو سپېڅلو ځایونو ترمنځ اوږده مزلونه داسې څه دي، چې له کبله یې دا یوازې یو دیني سفر نه دی، بلکه یوه سخته فزیکي چاره هم ده.

سعودي عرب کې مسوولین وايي، تېر کال د حج مراسمو په ترڅ کې لږترلږه ۱۳ سوه کسان مړه شوي، چې ډېری یې په سخته تودوخه کې له زیات مزله وروسته مړه شوي. اټکل کېږي، چې هغه مهال د حج په مراسمو کې یو اعشاریه اته میلیونو خلکو ګډون کړی و.

دلته ځینې لارښوونې شته، چې څنګه تاسو کولی شئ په دې دیني مراسمو کې د خپلې روغتیا خیال وساتئ.

مخکې له دې چې سفر پیل کړئ

سعودي عرب ته له رسېدو مخکې چمتوالی خورا مهم دی.

د روغتیايي چارو ماهرین په ځانګړي توګه د ډېر عمر لرونکو کسانو لپاره او هغو کسانو ته چې د شکر، سالنډۍ، سرطان یا د زړه ناروغیو په څېر د اوږدې مودې ناروغي لري، د بشپړې بدني معاینې سپارښتنه کوي.

باید د سعودي حکومت لخوا لازم بلل شوي ټول واکسینونه وشي. دې کې د مېنېنجایټېس (meningitis) هغه هم شامل دی، چې باید حج ته له رسېدو لږترلږه لس ورځې مخکې وشي، او د کوېډ-۱۹ مخنیوي واکسین هم اړین بلل کېږي.

د هغو هېوادونو حاجیان چې ګوزڼ یا ژیړه تبه پکې شته، باید تازه واکسینونه یې کړي وي.

حج کې د ګډونوالو خورا لوړ شمېر له کبله کېدای شي هلته پر روغتیايي سیستم فشار زیات وي، ښه دا ده چې ډېره تکیه مو پر ځان وي.

که څوک اوږدمهاله درمل خوري، باید له لومړي سره کافي اندازه درمل له ځان سره یوسي، چې د سفر تر پایه بسنه وکړي.

ماهرین سپارښتنه کوي، چې د درد مخنیوي درمل، نس ناستي درمل او د کوچنیو ټپونو درملنې توکي باید له ځان سره ولېږدول شي.

د حج مراسم

د حج یو لړ عبادتونه د مکې په بېلابېلو ځایونو او د کعبې شریفې په شاوخوا کې ترسره کېږي، چې په اوسط ډول یو حاجي د همدې عبادتونو ترسره کولو لپاره له پنځو څخه تر ۱۳ کیلومترو پورې مزل ته اړتیا لري.

د حوصلې لوړولو، د ستړیا او ټپي کېدو ګواښ کمېدو لپاره متخصصین سپارښتنه کوي، چې لږترلږه درې اوونۍ مخکې سپک او منظم فزیکي فعالیت پیل کړئ چې بدن مو ورسره عادت شي.

له سختې تودوخې سره مقابله

په سعودي عرب کې تودوخه تر ۵۱ درجو رسېدلی شي. دا د انسان بدن لپاره داسې ده لکه د سره تنور مخې ته څوک چې ولاړ وي او هېڅ د تېښتې لاره هم ونه لري.

د دومره سختې تودوخې له امله د انسان بدن په اتومات ډول د ځان سړولو هڅې کوي، چې په پایله کې یې ستړیا او د بدن درد پیدا کېږي.

سره له دې چې د سعودي روغتیا وزارت نېغ په نېغه د لمر له وړانګو سره د نه مخامخېدو او اړینه کچه اوبو څښلو سپارښتنه کوي، بیا هم ډېر حاجیان د تودوخې له فشار او زیان سره لاس او ګریوان کېږي.

حکومت سږکال ویلي، چې د روغتیايي پرسونل ظرفیت یې لوړ کړی او د اوبو ۴۰۰ کولرونه او همدارنګه د اوبو هغه ماشینونه یې نصب کړي چې نرمې اوبه شیندي او د هوا تودوخه کموي.

د سعودي د روغتیا وزارت مرستیال اې ایف پي خبري اژانس ته وویل: "سږکال تمرکز پر تودوخې دی. ځکه حج په سخته ګرمۍ کې راغی. هسې هم سږکال د تودوخې درجه ډېره لوړه ده. "

حاجیانو ته سپارښتنه شوې، چې ان که تږي هم نه وي، په دوامداره توګه اوبه وڅښي او هغو ځایونو کې چې د اوبو نلونه نه شته هلته دې له ځانه سره بوتلونو کې اوبه یوسي او اوبه دې یخې وساتي.

ماهرین دغه راز سپارښتنه کوي، چې په سخته ګرمۍ کې باید د ورځې له ۱۱ تر درې بجو پورې لمر ته له ګرځېدو ډډه وشي، داسې ځایونو ته له ورتګه ډډه وشي، چې ګڼه ګوڼه پکې ډېره وي او که امکان ولري، سیوري ته باید وګرځو.

د لمر ضد کریم چې (ایس پي اېف) یې ۳۰ یا له دې هم لوړ وي هرو دوو ساعتونو کې وکاروئ.

نازک او روښانه رنګ لرونکي جامې هم د ګرمۍ مخنیوي کې مرسته در سره کوي، ځکه د لمر وړانګې بېرته انعکاس کوي.

همدارنګه ماهرین د داسې بوټونو د په پښو کولو سپارښتنه کوي چې هوا ور ننوځي او ارامه وي.

روښانه رنګ لرونکې او د لمروړانګو انعکاس کوونکې چترۍ هم له تاسو څخه ګرمي لېرې ساتي.

د ستړیا، سر درد یا زړه بدوالي نښې له پامه مه غورځوئ، کېدای شي دا خطرناک ثابت شي.

په ګڼه ګوڼه کې خوندیتوب

چېرې چې په خورا لوی شمېر خلک را ټولېږي، د ناروغیو خپرېدو ګواښ هم ورسره لوړېږي. د یوه کوچني روغتیايي احتیاط په پام کې نه نیولو له کبله کېدای شي یو ساده ټوخی د لویې روغتیايي ستونزې لامل شي.

د ناروغۍ د مخنیوي لپاره حاجیانو ته سپارښتنه کېږي، چې خپل لاسونه په منظم ډول په صابون او اوبو ووینځي یا د لاس پاکولو له مایع کار واخلي.

د تنفسي ناروغیو د خپریدو مخنیوي لپاره د مخ د ماسکونو سپارښتنه هم کېږي.

ډېری سر پټي ځایونه کولر یا د هوایخولو ماشینونه لري چې ستاسو لپاره په دا ډول یخ ځایونو کې د ماسک کارول اسانه کوي.

سعودي عرب چارواکي وايي، د ګڼې ګوڼې پر مهال یې د سختو شرایطو او هوا وړاندوینې په هکله د معلوماتو ورکولو نظام چمتو کړی، اړینه ده، چې حاجیان د مسوولینو له اعلانونو ځان خبر کړي.

دا هم سپارښتنه شوې، چې روغتیايي تاریخچه او په بېړني حالت کې د اړیکو شمېره مو باید پر یوه کارت لیکل شوې وي او باید تل درسره وي. دا باید معلومه شي، چې تر ټولو نژدې روغتیايي مرکز چېرې دی.

مسلمانان چې توان ولري په ژوند کې یو ځل باید حج وکړي، د دې عبادت لپاره کېدای شي دیني هڅونه زیاته وي، خو ماهرین سپارښتنه کوي، چې خپلې روغتیا ته هم باید لومړیتوب ورکړل شي.