سعودي: د سږ کال حج پرمهال ۱۳۰۱ تنه مړه شوي

د سعودي عربستان حکومت د لومړي ځل لپاره د سږ کال د حج مراسمو کې د مړو شوو حاجیانو د مړینې رسمي شمېره خپره کړه.

مکې مکرمې ته د ورغلو حاجیانو د مړینې لوړ شمېر د سږ کال د سختې ګرمۍ څپه ښودل شوې.

په سعودي عربستان کې سږ کال ځینې وختونه د تودوخې درجه له پنځوس درجو هم لوړه شوې.

د سعودي د روغتیا وزیر، فهد الجلاجل ویلي، ۱۳۰۱ حاجیان مړه شوي.

هغه د سعودي الاخباریه شبکې ته په سلو کې ۸۳ مړه شوي حاجيان ناراجستر شوي بللي چې له سرپناه پرته يې په ګرمۍ کې اوږده واټنونه په پښو کچ کړي، په داسې حال کې چې ډیری یې د اوږدې مودې ناروغان او عمر خوړلي هم وو. هغه زياته کړې، روغتيايي مرکزونو د نږدې نيم ميليون حاجيانو درملنه کړې او ځينې يې لا هم په روغتون کې دي.

د سعودي د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي چې روغتيايي مرکزونو يې د څه باندې پنځو لکو حاجیانو درملنه کړې چې به دوی کې نږدې یو لک او څلوېښت زره يې هغه حاجیان هم وو چې حج ته په رسمي ډول راجستر شوي نه وو.

پر سعودي عربستان نیوکه کېږي چې د حج د خوندي ترسره کولو لپاره ډېر څه نه کوي، په ځانګړې توګه د ناراجستر شوو حاجیانو لپاره چې اسانتیاوو ته لاسرسی نلري.

د یادولو ده چې ناراجستر شوي حاجیان د هوا سړووونکو خېمو او یا هم د حج لپاره ګوښي شوي ترانسپورت په څېر اسانتیاوو ته لاسرسی نلري.

سعودي ویلي، دا میاشت یې له مکې څخه سلګونه زره ناثبت شوي حاجیان ایستلي، خو ښکاري چې ډېری یې بیا هم د تېرې اونۍ په حج کې ګډون کړی.‌

د حج له رسمي وېزې او اجازې پرته، ناثبت شوي حاجیان د حج د مراسمو هغو ځایونو ته نه شي تللی چې په رسمي توګه ۱،۸ میلیون حاجیان ورځي.

د سعودي عربستان د رسمي اعلان له مخې د سږ کال په حج کې هم ۱.۸ مېلیونه حاجيانو ګډون کړی و.

د تېر کال حج پر مهال هم ګڼو هېوادونو ویلي وو چې له ۳۰۰ ډېر حاجیان یې د مراسمو پر مهال مړه شوي چې په دوی کې ډېری د اندونیزیا وو. تېر کال هم د تودوخې له کبله ځینې حاجیان مړه شوي وو چې د حرارت درجه ۴۸ سلنې ته ختلې وه.

خو فرانس پرېس د رپوټ له مخې، تر ټولو ډېره خونړۍ پېښه د ۲۰۱۵ کال د حج د مراسمو پرمهال وه، چې د جمراتو (شیطانانو ویشتلو) پر مهال ټېل ماټېل کې ۲۳۰۰ حاجیان مړه شوي وو.