په برېتانیا کې د کولمو پاکولو لپاره 'د مدفوع ګولۍ' کارول پیل شول

برېتانوي ډاکټرانو د یوې څېړنې په ترڅ کې له کولمو د "سوپرباګ" یا هغو میکروبونو د پاکولو لپاره چې له "انټي بیوټیک"سره مقاومت کوي، د انسانانو له وچو مدفوع موادو (فاضله مواد) څخه ګولۍ جوړې کړې دي.

دا نوې څېړنه په هغو ناروغانو تمرکز کوي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د کولمو باکتریاوو ضد درملو سره مقاومت کړی وي.

په دې ازموینو کې، له روغ کس څخه فاضله مواد اخیستل کېږي او لابراتواري معاینه یې کېږي چې وکتل شي له زیان رسوونکي باکتریا څخه پاک دي، بیا ترې ناهضم شوي خواړه لېرې کېږي او په پای کې په وچ شوي پوډر بدلېږي.

دغه پوډر بیا په داسې یوه ګولۍ کې اچول کېږي چې له معدې تېره او کولمو ته ورسېږي او هلته منحل شي.

دا د انټي بیوټیک پر وړاندې له مقاومت لرونکو میکروبونو سره د مبارزې نوې لاره ده چې په کال کې شاوخوا یو میلیون خلک وژني.

ډاکټر بلر میرک، چې د دې ازموینې مشري کوي، وايي، کولمې د انسان په بدن کې له انټي بیوټیک سره د مقاومت تر ټولو لویه منبع ده.

د درملو پر وړاندې مقاومت لرونکي میکروبونه کولی شي له کولمو څخه د بدن نورو برخو ته ننوځي چې د عفونت لامل کیږي.

د غایطه موادو د ګولۍ مفکوره نوې نه ده. کولمو ته د غایطه موادو لېږد د 'کلسټریډیم ډیفیسیل باکتریا' له امله د رامنځته شوي شدید اسهال درملنې لپاره کارول کېږي.

دا درملنه د دې لامل شوه چې ساینسپوهان متوجه شي د ګټورو میکروبونو کارول کولی شي له کولمو څخه د نورو خطرناکو میکروبونو په ایستلو او کولمو پاکولو کې هم ګټور دي.

په دې تړاو لومړنۍ ازموینې چې د لندن په دوو روغتونونو کې پر ۴۱ ناروغانو وشوه، لویې څېړنې ته یې لاره هواره کړه.

ډاکټر مریک وايي:

"دا چې د غایطه موادو ګولۍ کولی شي د درملو پر وړاندې د مقاومت لرونکو میکروبونو زیاتېدونکې ستونزه و درملي، په دې برخه کې "واقعا هیله بخښوونکې نښې شته."

نوموړی زیاتوي، هغه باکتریاوې چې په دې طریقه کولمو ته داخلېږي، هلته له مقاومو هغو سره پر خوړو او ځای سیالي کوي، له منځه یې وړي یا یې دومره کمزورې کوي چې بیا ستونزه نه شي جوړوای.

ډاکټر مریک د دې څېړنې موندنې "هیښوونکې" بللې او ویلي یې دي:

"دا د تېرو شلو کلونو پرتله ډېر مهم بدلون دی. هغه وخت چې فکر کېده ټول وېروسونه او بکتریاوې زموږ لپاره مضرې دي، خو اوس پوهېږو چې (ځینې) یې زموږ د روغتیا مهمه اړتیا ده."

څېړونکي وايي، که د غایطه موادو ګولۍ په لویو مطالعاتو کې د درملو پر وړاندې مقاومت لرونکو میکروبونو سره مبارزه کې مؤثرې ثابتې شي، نو له خطر سره د مخامخو ناروغانو د درملنې لپاره کارول کېدای شي.