"پاکستان خپل پوځي افسران له وټس اپ کارولو منع کړي"

د پاکستان د پوځ یو شمېر افسرانو بي بي سي سره خبرو کې منلې ده چې د دې هېواد پوځ خپل ټول برحاله افسران د خواله رسنیو، په ځانګړې توګه د وټس اپ له کارولو منع کړي دي. له تېرو څو ورځو راهیسې د پاکستان په خواله رسنیو، په ځانګړې توګه پر وټس اپ د دې نوې پرېکړې په اړه ګنګوسې وې.

خو بل لور ته د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو د برخې یوه افسر بي بي سي ته وویل، دوی خپل افسران له خواله رسنیو نه دي منع کړي، یوازې یې دا سپارښتنه ورته کړې ده چې باید احتیاط وکړي.

رپوټونه وایي، تېره اونۍ د پوځي چارواکو له عادي اونیزې غونډې وروسته ټولو پوځي افسرانو ته سپارښتنه شوې ده چې په وټس ګروپونو کې دې بنډارونه نه کوي.

دوی ته همدا راز هدایت شوی چې د ملي امنیت او پوځي چارو په تړاو دې پر خواله رسنیو له هر ډول خبرو دې ډډه وکړي.

خبره یوازې تر وټس اپه محدوده نه ده، بلکې پوځ له خپلو افسرانو غوښتي دي چې پر ټولو خواله رسنیو کې دې خپل اکاونټونه یا بند کړي، او یا دې له کارولو ډډه وکړي.

پوځي سرچینو بي بي سي ته وویل، پاکستاني پوځ خپلو افسرانو ته خبرداری ورکړی چې که له دې امره سرغړونه وکړي، دیسیپلېن کېږي به.

ویل کېږي چې د پاکستان ګڼ شمېر پوځي افسران په تېرو څو ورځو کې له بېلابېلو وټس ګروپونو وتلي دي.

بي بي سي له یوه پاکستاني ډګرواله پوښتنه وکړه چې د دې پرېکړې لامل څه و.

نوموړي په یوه کلمه کې ځواب ورکړ او یوازې همدومره یې وویل چې "امنیت".

ځینو نورو بیا وویل، د پاکستان پوځ داسې رپوټونه ترلاسه کړي دي چې د هند پوځي استخباراتو هڅه پیل کړې چې پر خواله رسنیو د پاکستاني پوځ افسرانو ته لاسرسی موموي، ویې څاري او حساس مالومات ترېنه غلا کړي.

یو شمېر نورو پوځي افسرانو بي بي سي ته وویل، لومړی ورته یوازې دومره سپارښتنه شوې وه چې پر خواله رسنیو دې پر حساسو مسایلو بحث نه کوي.

خو اوس دوی په بشپړه توګه د خواله رسنیو له کارولو منع کړل شوي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال اصف غفور له تېر یوه کال راهیسې په خپلو خبري ناستو کې "د پنځم نسل جګړه" بیا بیا یادوي.

له دې اصطلاح نه د نوموړي مطلب دا دی چې پاکستان اوس نه یوازې پر خپلو پولو له خطر سره مخ دی، بلکې د انټرنېټ په نړۍ کې هم ګڼ دښمنان لري.

نوموړی ادعا کوي چې پر خواله رسنیو ګڼ شمېر کسان د پاکستان پر ضد ویناوې کوي، او په خاصه توګه د دې هېواد پوځ په نښه کوي.

تورن جنرال اصف غفور تېره اکتوبر میاشت کې ویلي وو، د پاکستان د پوځي استخباراتو اداره یا "ای اېس ای" پر خواله رسنیو هېڅ کوم رسمي اکاونټ یا حساب نه لري.