"د هارورډ پوهنتون د زدکړو لپاره مې ۲۰۰,۰۰۰ ډالر راټول کړل، خو اوس ناڅرګند برخلیک کې یم"

فاتو ووري او د هغې ټولنې د امریکا هارورډ پوهنتون کې د زدکړو لپاره ۲۰۰,۰۰۰ ډالر راټول کړل، او دا مهال یوازې یې فراغت ته یوڅو میاشتې پاتې دي، خو اوس د سیرا لیون دا محصله له ناڅرګند برخلیک سره مخ ده.

د امریکا هارورډ پوهنتون ته د ورتګ فرصت د ووري لپاره یوه ستره لاسته راوړنه وه.

اغلې ووري، چې د عامې روغتیا د دوکتورا محصله ده او د هارورډ پوهنتون د ټي اچې چان د عامې روغتیا په ښوونځي کې د رحم د فیبرایډ اغېزو په اړه څېړنه کوي، وايي: "دا زما د کورنۍ او ټولنې لپاره یوه نسلي پرمختګ و".

خو اوس، چې یوازې څو میاشتې تر فراغته پاتې دي، دا ټول زیار او قربانۍ له ګواښ سره مخ شوي.

د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې امریکا کې د زدکړې وېزو د وختي درولو پلان اعلان کړی.

دا اقدام د هغه د پراخو بندیزونو یوه برخه ده، چې د امریکا پر ځینو له لیبرال پلوه مشهورو پوهنتونونو لګول کېږي.

کله چې د زدکوونکو د وېزو ځنډولو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس وپوښتل شوه، هغې خبریالانو ته وویل: "موږ دا موضوع ډېري جدي ګڼو، چې څوک هېواد ته راځي، او موږ به دې بیهر ته دوام ورکوو."

دغه اقدام فاتو ووري سخت اندېښمنه کړې، ځکه اوس نه‌شي کولای امریکا ته بېرته ولاړه شي، چې خپل تېزس دفاع کړي او سږ کال په نومبر کې فارغه شي.

اغلې ووري وايي: "دا یوه ژوره بې‌باوري او ناڅرګند وضعیت رامنځته کوي. زه چې د دوکتورا زده‌کوونکې یم او هم د یوه بنسټ بنسټ‌ګره، زما کار د تګ راتګ او دوام پر بنسټ ولاړ دی. ځنډونه یوازې زد‌کړې نه ګډوډوي، بلکې یو حرکت دروي." هغې دا هم زیاته کړه چې دې پوهنتون ته له یوې لویې وچې له هیلو او پوهې سره راغلې وه.

لکه څنګه چې د ووري په څېر محصلین د شخصي یا علمي دلایلو له امله خپل پروګرامونه غځوي، نو باید بېرته د I-۲۰ سند لپاره غوښتنه وکړي - دا هغه رسمي سند دی چې د یو محصل د بشپړ وخت تعلیمي پروګرام تایید او د مالي تمویل ثبوت ښيي.

اغلې ووري دا نوی I-۲۰ سند ترلاسه کړی، چې معنا یې دا ده هغې ټولې تعلیمي او مالي اړتیاوې پوره کړي، چې بېرته هارورډ ته لاړه شي او خپله درجه سږ کال په نومبر کې بشپړه کړي.

ووري وايي، خو سره له دې، هغه دا مهال د وېزې لپاره د مرکې وخت نه‌شي اخیستی. که دا پرېکړه په بشپړه او دایمي توګه پلي شي، نو "دا به یو دردناک ګوزار وي". دا زیاتوي: "زما څېړنه او هغه مېرمنې چې دا څېړنه د هغوی لپاره ده، نه‌شي تمېدلای. "

مالي او رواني فشار

اغلې ووري وايي ې د هارورډ د فیسونو لپاره د پیسو راټولول د هغې او د کورنۍ پر اوږو زرګونه ډالر بار اچولی دی.

هغې وویل: "ما پورونه اخیستي، د زدکړو ترڅنګ مې کار کړی او بې شمېره لګښتونه مې پوره کړي - د وېزې فیس، استوګنځای، روغتیايي بیمه. دا یوازې د پیسو خبره نه ده، بلکې له دې سره یو رواني فشار هم وي، چې باید د کډوالۍ له مقرراتو ځان خبر وساتو، له قوانینو سرغړونه و نه‌شي او دا باوري کړو چې موږ د امریکا د قوانینو درناوی کوو. هر ځنډ یوازې مالي زیان نه دی، بلکې تمرکز، ذهني سکون او ثبات هم له منځه وړي."

سره له دې چې دا تجربه هغې ته شخصاً ګرانه تمامه شوې، ووري اندېښنه لري چې دا به د راتلونکو افریقايي محصلینو لپاره څه معنا ولري.

هغې وویل: "دا دردوونکی و، نه یوازې زما لپاره، بلکې د هغه پیغام له امله چې دا پرېکړه یې لري. د افریقايي محصلینو لپاره د نړیوالو زد‌کړو دروازې له وړاندې هم نیمه پرانېستې وې. کله چې دا دروازې په کلکه وتړل شي، موږ ته دا پیغام راکوي چې زموږ شتون مشروط دی."

هغه بهرني محصلین چې غواړي په امریکا کې زد‌کړې وکړي، باید له تګ وړاندې د خپل هېواد په متحده ایالاتو سفارت کې د مرکې وخت واخلي.

د اوپن ډور د معلوماتو له مخې، چې د بهرنیو محصلینو په اړه معلومات راټولوي، یوازې په ۲۰۲۳–۲۴ تحصیلي کال کې له ۲۱۰ زیاتو هېوادونو څه باندې ۱.۱ میلیونه نړیوال محصلین د امریکا په پوهنتونونو کې شامل وو.

اغلې ووري باور لري چې امریکا باید داسې پالیسۍ ولري چې "نړیوالې زدکړې ته د ګډې پانګونې په سترګه وګوري" او زیاتوي چې امریکا "یوازې استعداد نه قبلوي، بلکې د هغه له لارې وده هم کوي."

کله چې ترې وپوښتل شول ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته به څه پیغام ولري، نو ووري وویل:

"ستاسو پالیسۍ خلک یا منزوي کولی یا الهام ورکولی شي. موږ دلته یوازې د زدهکړې لپاره نه یو راغلي، بلکې د رهبرۍ، جوړونې او خدمت لپاره. تاریخ پرېږدئ چې تاسو د هغه چا په توګه یاد کړي چې دروازې یې پرانیستې، نه د هغه چا په توګه چې تړلې یې دي."