ولې ټرمپ د امریکا د مشهور هارورډ پوهنتون مالي ملاتړ کموي؟

  • Author, ماريا زکرو
  • دنده, بي بي سي نړيواله څانګه

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې ویلي چې د دغه هېواد د مشهور او معتبر پوهنتون هارورډ لپاره له ۲ میلیارده ډالرو زیات فدرالي بودیجه کنګل کوي. ده دغه خبره څو ساعته وروسته له هغه کړې چې ياد پوهنتون د سپینې ماڼۍ غوښتنې رد کړې.

هارورډ لومړنی غټ امریکایي پوهنتون دی چې د ټرمپ ادارې غوښتنې یې رد کړې دي، او تور يې لګولی چې سپینه ماڼۍ هڅه کوي د دوی ټولنه "تر خپل کنټرول لاندې راولي".

ولسمشر ټرمپ اوس دا هم ویلي چې د هېواد تر ټولو پخوانی پوهنتون به نور له ماليې ورکولو معاف نه وي.

که څه هم دا یوازې د هارورډ د ۹ میلیارده ډالرو فدرالي ملاتړ یوه کوچنۍ برخه جوړوي، خو دغې شخړې يو شمېر پوښتنې راپورته کړي چې دا به د دې ادارې، د امریکایي پوهنتونونو، او د ټرمپ تر واک لاندې د علمي ازادۍ لپاره څه معنا ولري.

ولې ټرمپ د هارورډ فنډ يا مالي ملاتړ کموي؟

له کله چې ټرمپ بیا ولسمشر شوی، حکومت يې هڅه کړې چې د فدرالي بودیجې بندولو له لارې په معتبرو پوهنتونونو کې بدلون راولي. دا بودیجه تر ډېره د څېړنو لپاره لګول کېږي.

د ټرمپ اداره وايي، دوی هڅه کوي له هغه څه سره مبارزه وکړي چې دوی یې د پوهنتونونو کیڼ اړخی تمایل بولي.

ټرمپ دا تور هم لګولی چې مخکښ پوهنتونونه د یهودي محصلینو ساتنه نه کوي، په داسې حال کې چې تېر کال د غزې جګړې او له اسرائیلو د امریکا د ملاتړ پر ضد په پوهنتونونو کې مظاهرې شوي وې.

د سپینې ماڼۍ له خوا نیویارک ټایمز تر لاسه کړي لیک کې ویل شوي، هارورډ د "فکري او مدني حقونو شرایطو" پوره کولو کې پاتې راغلی.

په دغه لیک کې د بدلون لپاره لس کټګورۍ راغلې دي، چې ځينې يې پله لاندې ډول دي:

  • د هغو محصلینو په اړه فدرالي حکومت ته راپور ورکول چې د امریکایي ارزښتونو پر ضد چلند کوي
  • دا یقیني کول چې هره علمي څانګه کې د "نظر تنوع" موجوده وي
  • له پوهنتونه بهر د يوه بنسټ ګومارل چې حکومت تائيد کړی وي دا به هغه پروګرامونه او څانګې ارزوي چې د "يهود ضد ځورونې لامل ګرځي"
  • د استادانو د علمي سرغړونو (پلجریزم) ارزونه کول.

په لیک کې پوهنتون ته امر شوی چې د غزې د مظاهرو پر مهال د "نقض" شویو قوانینو په تړاو انضباطي اقدامات وکړي.

ټرمپ د سې شنبې په سهار په ټولنیزو رسنیو ګواښ وکړ چې د فدرالي بودیجې بندولو تر څنګ به د هارورډ مالیاتي خونديتوب هم لرې کړي.

پوهنتونونه، ډېری خیریه بنسټونه او مذهبي ډلې، د فدرالي عوایدو د ماليې له ورکولو معاف دي، خو که چېرې دا بنسټونه سیاسي فعالیتونه وکړي یا له خپلو اصلي اهدافو وګرځي دا خونديتوب يې لغوه کېدی شي.

د دې خونديتوب له لاسه ورکول به هر کال هارورډ ته میلیونونه ډالره تاوان ورسوي.

هارورډ څه غبرګون ښودلی؟

د هارورډ پوهنتون مشر الن ګاربر د ټرمپ حکومت د غوښتنو د ردولو په وضاحت کې ويلي، چې پوهنتون به له خپلې خپلواکۍ او له خپلو حقونو چې د اساسي قانون لومړۍ ماده يې خوندي کوي تېر نشي

نوموړي ويلي، "که څه هم د حکومت له خوا ځینې غوښتنې د یهود ضد احساساتو پر ضد دي، خو ډېري یې په هارورډ کې پر 'فکري شرايطو' د مستقیم دولتي کنټرول استازیتوب کوي."

له دې ليک وروسته، د زدکړو وزارت اعلان وکړ چې له هارورډ سره ۲.۲ میلیارد ډالر مرستې او ۶۰ میلیونه ډالره قراردادونه سملاسي کنګل کوي.

هارورډ تر اوسه د ټرمپ د مالیاتي خونديتوب لرې کولو ګواښ ته ځواب نه دی ورکړی.

ولې هارورډ فدرالي ملاتړ ترلاسه کوي؟

د پوهنتون اصلي عاید له هغې پانګې راځي چې ارزښت یې له ۵۰ میلیاردو ډالرو زیات دی. دا پانګه له ۱۷مې پېړۍ راهیسې د خیرات له لارې راټوله شوې او پانګونه پرې شوې.

هارورډ همداراز د زد‌کړې له فیسونو او حکومتي مرستو زیات عاید ترلاسه کوي، چې ډېره برخه یې په څېړنو مصرفېږي.

پوهنتون وايي، "له فدرالي ملاتړ پرته، به دغه کارونه نیمګړي پاتې شي، څېړونکي به لکه د سرطان درملنې په څېر د روانو پروژو بشپړولو یا نویو څېړنو پیلولو ته اړینې سرچینې و نه لري."

د مارچ په میاشت کې، د ټرمپ ادارې اعلان وکړ چې د هارورډ پوهنتون شاوخوا ۲۵۶ میلیونه ډالره فدرالي قراردادونه او مرستې بیا ارزوي، او د څو کلونو لپاره د ۸.۷ میلیارده ډالره مرستې به هم تر غور لاندې ونیسي.

د هارورډ استادانو دعوا وکړه، او ادعا يې وکړه چې حکومت د بیان ازادي او علمي خپلواکي په غیرقانوني ډول تر برید لاندې راوستې.

دا څنګه کولای شي امریکایي پوهنتونونو اغېزمن کړي؟

هارورډ اووم پوهنتون دی چې د ټرمپ ادارې له خوا يې فدرالي ملاتړ کنګل شوی یا ورته د کنګل کېدو ګواښ شوی دی.

تېره میاشت، د نیویارک ښار کولمبیا پوهنتون وروسته له هغه چې اعلان وشو فدرالي ملاتړ کې يې ۴۰۰ ميليونه ډالر کمېږي له سپینې ماڼۍ سره څو غوښتنو ته غاړه کېښوده.

د ټرمپ ادارې د کورنیل پوهنتون لپاره له ۱ میلیارد ډالرو زیات، او د نارت‌وېسټرن پوهنتون لپاره شاوخوا ۷۹۰ میلیونه ډالر فدرالي ملاتړ کنګل کړی دی. سپینې ماڼۍ ویلي، حکومت د مدني حقونو احتمالي سرغړونې په اړه پلټنه کوي.

دواړو پوهنتونونو تېره اوونۍ ویلي چې دوی ته لا هم د ملاتړ د کنګل کېدو رسمي تائید نه دی رسېدلی.

د کورنیل پوهنتون د مشرتابه ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي، پوهنتون "په دقت سره هڅه کړې چې داسې چاپېریال رامنځته کړي چې ټول افراد او نظرونه پکې خوندي او درناوی يې وشي".

تېره میاشت، د امریکا د زدکړو وزارت د مدني حقونو دفتر اعلان وکړ چې د نژاد پر بنسټ د شمولیت شرایطو لرونکو پروګرامونو له امله، ۴۵ پوهنتونونه تر پلټنې لاندې نیول شوي دي.

د لندن د یونیورسټي کالج د امریکا د سیاستونو مرکز رئیس، تامس ګېفټ، وايي هارورډ "بختور" دی چې کولای شي د دغو پرېکړو مالي فشار وزغمي، خو زیاتوي چې دا وضعیت نورو پوهنتونونو ته چې له ورته ګواښ سره مخ دي د زغملو وړ نه ښکاري.

د زدکړو د بېلوېدر بنسټ په وینا په امریکا کې شاوخوا ۴۲ سلنه لوړې تعلیمې ادرې دولتي دي او د عامه بوديجې له لارې تمويلېږي او د دولتي چارواکو یا نومول شویو اشخاصو تر مدیریت لاندې دي.

ښاغلي ګېفټ د ټرمپ دغه چلند "خطرناک" بللی او ویلي یې دي، "دا یوه ډېره بده بېلګه جوړوي."

خو هغه همداراز د امریکایي پوهنتونونو په اړه د خلکو نظریو ته اشاره وکړه.

تېر دوبي د ګالوپ یوې نظرپوښتنې ښودلې وه چې د ټولو سیاسي اړخونو امریکایان ورځ تر بلې د لوړو زدکړو پر موسسو کم باوره کېږي، یو علت یې دا دی چې پوهنتونونه سیاسي اجنډا ته وده ورکوي. دا باور په ځانګړي ډول د جمهوريپالو تر منځ ډېر شوی.

ښاغلي ګېفټ وايي، "تر ډېر ډېره حده، زما په فکر، ګڼ پوهنتونونه، په ځانګړې توګه د ایوي لیګ پوهنتونونه، داسې چلند کوي چې د خلکو نظر ته یا بې ‌پروا دي یا یې ډېر کم ارزښت ورکوي."

نوموړي زیاتوي، "دا خبره سمه ده چې پوهنتونونه له سیاسي پلوه کیڼ اړخی تمایل لري." خو وايي، غوره به دا وي چې پوهنتونونه "دننه" اصلاحات وکړي.