اسلام اباد کې د ټېک ټاکرې ثنا یوسف وژنه: "پاکستان کې د جنسیت پر بنسټ باید څوک و نه وژل شي"

د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد پولیس وايي، د ټیک ټاکرې ثنا یوسف په وژنه تورن کس یې نیولی دی. ثنا یوسف ۱۷ کلنه وه او پر خواله رسنیو ټېک ټاک او انسټاګرام یې ګڼ شمېر پلویان لرل.

دا دوشنبه (مې دویمه) ماښام مهال په خپل کور کې د یوه نامعلوم کس له خوا په ډزو وژل شوې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، ثنا یوسف د 'خیبر پښتونخوا د چترال' اوسېدونکې وه چې له څو مودې راهیسې له کورنۍ سره پلازمېنه اسلام کې اوسېده.

د اغلې یوسف د مرګ په پلټنه کې ښکېل یوه امنیتي چارواکي بي بي سي ته ویلي، د ثنا یوسف د موبایل له پلټنې ورته معلومه شوې چې له وژنې وړاندې دوو ورځو کې قاتل له هغې سره پر موبایل خبرې کړې دي.

دا چارواکی وايي: "موږ چې د ثنا یوسف په موبایل کې نیول شوې اړیکې وارزول د یوه موبایل نمبر پر پروفایل د لګېدلي عکس څېره هغه کس ته ورته و چې د اغلې یوسف کورنۍ وايي، کورته ور ننوتلی او پر هغې یې ډزې کړې دي."

دغه امنیتي کس ادعا کړې چې بیا یې د تورن کس د موبایل ځایځایګی "لوکېشن" څارلی او هغه یې په فیصل اباد ښار کې نیولی دی.

فیصل اباد ښار د پنجاب ایالت اړوند دی چې له پلازمېنې اسلام اباد څخه په څه باندې ۳۲۰ کیلومټره واټن کې پروت دی.

تورن کس پر خپل جرم اعتراف کړی

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي پر ایکس خپاره کړي یوه بیان کې د ثنا یوسف په وژنه د تورن کس نیولو له امله د پولیسو ستاینه کړې ده.

ښاغلي نقوي ادعا کړې چې پولیسو له تورن کس څخه یوه تومانچه او د ثنا یوسف اړوند یو موبایل ترلاسه کړي او تورن کس پر خپل جرم اعتراف هم کړی دی.

د کلیزې په ورځ و وژل شوه

ثنا یوسف پرون دوشنبه پر خپله انسټاګرام پاڼه د خپلې کلیزې یوه ویډیو هم شریکه کړې چې پکې له خپلو ملګرو سره خپله ۱۷مه کلیزه نمانځي.

د اغلې یوسف یوې ملګرې ویلي، کلیزه یې له وژل کېدو څو ساعتونه وړاندې ونماځله: "هغې خپلې نږدې ملګرې ور بللې وې چې زه هم پکې وم، خو د مصروفیتونو له امله مې پکې ګډون ونه کړای شو، زه به ټول عمر افسوس کوم."

برهان الدین چې د ثنا یوسف له کورنۍ سره نږدې اړیکې لري، بي بي سي ته ویلي: "ثنا یوسف د (ایف ایس سي) ازموینه ور کړې وه، هغې غوښتل طبي برخه کې زدکړې وکړي او چترال کې د خلکو خدمت وکړي."

برهان الدین زیاته کړې، د ثنا یوسف پلار د بشري حقونو فعال و چې د "چترال وژغورئ" غورځنګ مهم غړی و.

امنیتي چارواکو د ثنا یوسف د مور او پلار او خپلوانو له خولې ویلي، هغه تېر کې پر خواله رسنیو د فعالیت له امله د کورنۍ د کوم غړي یا خپلوان له خوا نه وه ګواښل شوې.

د ثنا یوسف پلار د پاکستان دولتي مامور و چې اوس تقاعد شوی دی. اغلې یوسف یو کوچنی ورور لري.

"پاکستان کې د جنسیت پر بنسټ باید څوک و نه وژل شي"

د ثنا یوسف نوم له تېرې شپې راهیسې په پاکستاني ټولنیزو رسنیو کې لاس پر لاس کېږي "ټرېنډ" کې دی او خلک د هغې لپاره د سملاسي عدالت غوښتنه کوي.

مونا فاروق احمد لیکلي: "پاکستان کې ښځې، ماشومان او اقلیتونه خوندي نه دي. هره ورځ، یو بې ګناه کس د خپل مرګ مسؤل ګڼل کېږي. هغه (ثنا یوسف) یوه نجلۍ وه چې له ژونده ډکه وه."

ماهین غني پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي: "پاکستان کې د جنسیت پر بنسټ باید څوک و نه وژل شي".

ټولنیزې فعالې ندا کرماني لیکلي:"ښځې او نجونې نه یوازې د زړورتیا، ډاډمنتیا او خوښۍ له امله وژل کیږي، بلکې نارینه د دوی پر قبرونو د نڅا لپاره راټولیږي."

خبریال احتشام الحق لیکلي چې ۱۷ کلنه ثنا یوسف د دې برخلیک مستحقه نه وه. په دې قضیه کې باید ژر تر ژره عدالت وشي او قاتلانو ته یې داسې سزا ور کړل شي چې نورو ته عبرت شي.