ماه رنګ بلوڅ وايي د سولې نوبل جایزې ته نومول شوې

د ۲۰۲۵ کال نوبل سولې جایزې لپاره په ټوله نړۍ کې ۳۳۸ کسان نوماند شوي. په دې هکله بېلابېلې ګنګوسې روانې دي، چې د کومو مشهورو شخصیتونو نومونه به پکې شامل وي.

په دې لړ کې پاکستان کې هم یو نوم یادېږي. په بلوچستان کې د بې درکه کسانو لپاره غږ پورته کوونکې ماه رنګ بلوڅ وايي، چې د سږ کال نوبل سولې جایزې ته نومانده ده.

د یادونې ده چې په ناروې کې د نوبل جایزې کمېټه نه دې جایزې ته د کاندیدانو نومونه خپروي او نه هم د هغوی لخوا د کاندیدېدو په تړاو خبرې رد یا تائیدوي.

له دې مخکې د سوات ملالې یوسفزۍ ته په ۲۰۱۴ کال کې د سولې نوبل جایزه ورکړل شوې او له هغې مخکې یوه بل پاکستاني ډاکتر عبدالسلام ته په ۱۹۷۹ کال کې د فزیک برخه کې نوبل جایزه ورکړل شوې ده.

ایا ماه رنګ رښتیا د سولې جایزې ته نومانده ده؟

دا موضوع په پاکستان کې پر خواله رسنیو له یوه بحثه راپورته شوه، چې ماه رنګ بلوڅ د ۲۰۲۵ کال نوبل سولې جایزې ته نومانده ده.

خبریالې کیا بلوڅ پر خواله رسنۍ اېکس یوه پیغام کې لیکلي چې ماه رنګ په بلوچستان کې د بشري حقونو لپاره د مبارزې له کبله د سولې نوبل جایزې ته نومانده ده. ماه رنګ بلوڅ بیا پر همدې اېکس ولیکل، چې ''دا خبر تائیدوي.''

ماه رنګ په خپل پیغام کې لیکلي چې ''دا زما لپاره نه دی، بلکې د هغو زرګونو بلوڅانو لپاره دی، چې جبرا بې درکه شوي او کورنۍ یې اوس د عدل او انصاف غوښتنه کوي.''

نوموړې زیاتوي: ''نړیواله مدني ټولنه او مهذب ملتونه په بلوچستان کې د بشري حقونو جګړه له پامه نه شي غورځولای.''

که څه هم نوبل کمېټه د نوماندانو نومونه نه یادوي او له نوماندانو هم غواړي چې داسې و نه کړي، خو ماه رنګ بلوڅ له بي‌بي‌سي سره خبرو کې وویل، ''پخپله د خپلې نوماندۍ د اعلان پر وړاندې هېڅ ډول خنډ نه شته.''

نوموړې وايي، په ناروې کې د نوبل جایزې کمېټه یو دود لري، چې له مخې یې تر پنځوسو کلونو پورې د نوماند شویو او نوماندوونکو کسانو نومونه نه یادوي، خو ''نوماندان په خپله داسې کولای شي او په دې کې هېڅ ستونزه نه شته.''

دا وايي: ''د ناروې نوبل کمېټه رسماً هېچا ته د نوماند کېدو تائید نه کوي، کوم کس چې زه نومانده کړې یم، زه یې د رسمي او نورو ملحوظاتو له کبله نوم نه شم یادولای، خو دا تائیدولای شم، چې زه نومانده شوې یم.''

د نوبل جایزې لپاره د نوماندۍ له لومړي پړاوه نیولې چې د جنورۍ پر ۳۱ مه پیلېږي بیا د اکتوبر تر لومړۍ اونۍ پورې چې جایزه ورکول کېږي، د اتو میاشتو یو اوږد بهیر دی.

د نوبل فاونډېشن په وینا په دې موده کې د ټولو نومونو له منځه یو کوچنی نوملړ چمتو کېږي او بیا د نوبل کمېټې مستقل مرستیالان او نړیوال ماهرین دا نوملړ ارزوي.

نوبل جایزه ګټونکي/ ګټونکې ته لوریټس (یعنی د نوبل جایزې ګټونکی/ګټونکې) ویل کېږي، چې دا په پخواني یونان کې فاتحینو ته د ډالۍ کېدونکي څادر نښه وه. هره جایزه له یوه زیات کسان ګټلای شي، خو یوه جایزه له درېېو پر زیاتو کسانو باندې نه شي وېشل کېدای.

د لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې په وختونو کې ځینې داسې کلونه هم تېر شوي، چې هیچا ته نوبل جایزه نه ده ورکړل شوې. د نوبل جایزې د بنسټګر الفریډ نوبل له وصیت سره سم، دا جایزه باید داسې کسانو ته ورکړل شي، چې ''بشریت ته یې ستر خیر رسولی وي.''

ماه رنګ بلوڅ څوک ده؟

د ماه رنګ بلوڅ نوم د ۲۰۲۴ کال لپاره د بي‌بي‌سي ۱۰۰ ښځو په نوملړ کې شامل و.

هغه په بلوچستان کې د جبري بې درکه کسانو موندنې لپاره په پاکستان کې د ګڼ شمېر مظاهرو، لاریونونو او احتجاجونو مشري کړې ده.

نوموړې دا فعالیتونه له هغه وروسته پیل کړل، چې ادعا کېږي پلار یې په ۲۰۰۹ کال کې د پاکستان امنیتي ځواکونو ونیو او دوه کاله وروسته یې د زور زیاتي له نښو سره مړی وموندل شو.

ماه رنګ په ۲۰۲۳ کال کې د هغو زرګونو ښځو مشري کوله چې د پاکستان تر پلازمېنې اسلام اباد پورې یې ۱۰۰۰ میله لاریون وکړ. په دې ترڅ کې نوموړې دوه ځله ونیول شوه.

د بلوچستان دا مظاهرین وايي، پاکستاني امنیتي ځواکونه د وسله والو یاغیانو په پلمه د دوی خپل خپلوان تښتوي او بیا دا کسان بې درکه شي. خو په اسلام اباد کې چارواکي دا تورونه ردوي.

د مسلک له مخې ډاکتره ماه رنګ بلوڅ د بشري حقونو لپاره د خپل تنظیم د بلوڅانو همغږۍ کمېټې مشري کوي او د ۲۰۲۴ کال لپاره د ټایم مجلې په هغه نوملړ کې یې هم نوم شامل و، چې د راتلونکيو رادبره کېدونکو مشرانو نومونه یې پکې شامل کړي.