د پاپ روغتیايي وضعیت؛ وايي، چې استعفا کولی شي، خو اوس نه

پاپ فرانسیس وویل، هغه وخت به ژر را ورسېږي چې پر خپلې استعفا غوره وکړي. دی وايي، که وانګېري چې د روغتیايي وضعیت له کبله څنګه چې ښايي هغه ډول کار نه شي کولی، استعفا به وکړي.

نوموړي دا څرګندونې کاناډا ته د خپل سفر په پای کې وکړې.

پاپ فرانسیس کاناډا کې د دغه هېواد له بومي اوسېدونکو بښنه وغوښته.

د کاناډا سفر د پاپ اوږد سفر و چې ډېرې شپې او ورځې یې هلته تېرې کړې.

۸۵ کلن پاپ ټینګار وکړ چې د اوس لپاره هغه غواړي خپلې دندې ته دوام ورکړي.

نوموړی وايي، هر کله چې د خدای خوښه وه او په دې پوه شو چې خپله دنده کې پاتې راځي نو له خپل کار به لاس په سر شي.

پاپ له کاناډا د روم په لور روان شو او د سفر پر مهال یې خبریالانو ته وویل، دا کوم ناورین نه دی چې پاپ خپل ځای بدل کړ یا کوم ممنوع کار نه دی.

پاپ فرانسیس وايي:" د تقاعد ور پرانیستی دی. دا یو عادي اختیاري کار دی. خو تر نن ورځې ما هغه دروازه نه ده ټکولې. ما د دې کار لپاره د فکر او ګام پورته کولو اړتیا نه ده احساس کړې. دا د دوو ورځو په موده کې نه ویل کېږي. زه شاید په دې اړه ژر فکر کول پیل نه کړم."

له څو میاشتو راهیسې پاپ فرانسیس د زنګنو له ناروغۍ او درد سره لاس او ګرېوان دی چې د ده په یون یې اغېزه کړې ده.

پاپ فرانسیس د کاناډا د سفر ډېرې ورځې په ویلچیر کې تېرې کړې.

خو له دې مخکې هغه د هر ډول سختو او ژوند ګواښونکو ناروغیو په اړه ګمانونه رد کړي دي.

ایا کاناډا کې د پاپ بښنه غوښتل بس ده؟

پاپ فرانسیس وویل: "دا سفر ډېر سخت و. زه فکر نه کوم چې د زنګنو له دې ستونزې سره به زه خپلو سفرونو ته په همدې ډول دوم ورکړی شم لکه څنګه چې مخکې ما سفرونه کول."

نوموړي زیاته کړه: "زه اړتیا لرم چې د کلیسا خدمت ته دوام ورکولو لپاره یو څه ځان هوسا کړم او یا زه باید یوې خوا ته کېدل په پام کې ونیسم."

مخکینی پاپ بینډیکټ شپاړسم چې په ۲۰۱۳ کال کې د ناروغۍ له امله تقاعد شو وايي، لېواله دی چې ډېر ژر اوکرایین ته ولاړ شي، خو لومړی باید د خپلو ډاکټرانو مشوره واخلي.

کاناډا ته د نوموړي د سفر اصلي تمرکز په دې و چې د سیمې له اصلي خلکو د کاتولیکې کلیسا د هغو کسانو په ځای بښنه وغواړي چې د بومي کاناډایانو پر وړاندې یې زیاتی کړی و.

پاپ له ځايي خلکو سره په لیدنو بوخت و په ځانګړي ډول له هغو کسانو سره چې کاتولیک ښوونځیو کې یې وخت تېر کړی او د ناسم چلن شاخدان خو لا هم ژوندي دي.

نوموړي د خپل دې سفر پر مهال له ځینو سیاستوالو سره هم لیدنې کړې چې د پاپ ستړیا یې ور زیاته کړه.

نوموړی له دې سفره د ستنېدو پرمهال له ځینو خبریالانو سره پر یولړ مسلو غږېدلی دی.

پاپ تمه وښوده چې وروستیو بدلونو ته به ښه راغلاست وویل شي.

پاپ فرانسیس وویل: "هغه کلیسا چې وده نه کوي هغه کلیسا ده چې شاته ځي."

"ډېری خلک چې ځانونه دودیز ګڼي، دوی یوازې شاته ځي او دا ګناه ده".