د کاتولیک عیسویانو مشر؛ د اوکرايين په جګړه کې سولې ته اراده نشته

په نړۍ کې د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسېس وايي، تمه نه لري چې په اووکرایین کې دې جګړه او پر دغه هېواد د روسیې تېری داسې ژر پای ومومي.

پاپ فرانسېس ایټالوۍ ورځپاڼې کوریره دلاسرا ته ویلي، "د سولې لپاره اراده نشته".

د عیسویانو د کاتولیک کلیسا دغه مشر وايي چې پر اوکرايين تر برید شل ورځې وروسته یې د واتیکان د مشر ډېپلومات په لاس کریملېن ته ولسمشر ولادیمير پوټين سره د لیدنې په اړه پیغام لېږلی و خو تر اوسه یې هېڅ د هو او نه ځواب نه دی ترلاسه کړی.

پر اوکرايين د روسیې تر برید شاوخوا دوه میاشتې وروسته دا لومړی ځل دی چې د عیسویانو دغه مشر د روسیې او د مشر په اړه یې څرګندونې کوي.‌

پاپ فرانسېس همدا راز ویلي، د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان سره د لیدنې پر مهال ښاغلي اوربان ده ته ویلي وو چې روسان "پروګرام لري" او "هرڅه" به د مئ پر نهمه نېټه پای ته ورسېږي.

روسان د مئ نهمه په دویمه نړېواله جګړه کې پر المان د روسیې د بري د ورځې په توګه نمانځي او په دې ورځ یو لوی پوځي جشن هم جوړوي. دا ورځ راروانه اوونۍ ده خو پر یادو څرګندونو سربېره د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، د روسیې پوځ به خپل فعالیتونه د مئ نهمې یاني د "خپلواکۍ د ورځې" په ګډون په هېڅ ډول تاریخي ورځې پورې ونه تړي.

پاپ فرانسېس په مرکه کې ویلي چې په دې وروستیو کې یې هم د روسیې د ارتوډاکس کلیسا له مشر سره څلوېښت دقیقې پر دې ویډيويي مجلس درلود چې روسي مشران دې په اوکرايين کې د جګړې بس کولو ته وهڅوي، خو وايي چې له چلنده یې "ناهیلی" شوی دی.

د روسیې د کاتولیک کلیسا مشر هم تر دې وړاندې د سولې غږ کړی و خو پر اوکرایین یې د روسیې د برید په اړه څه نه وو ویلی.

دا په داسې حال کې ده چې په سیاسي ډګر کې په اوکرايين کې د جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې کوم ځانګړی پرمختګ نه تر سترګو کېږي. اوکرايين چارواکو ویلي، که څه هم په ماریوپل کې لا هم ګڼ ملکي خلک ایسار پاتې دي خو روسیې پر دغه ښار یو ځل بیا بریدونه پیل کړي دي.‌

د اوکرايين د ملي ګارد شومندان دنیس شلېګا ویلي، د فولادو ازوفېسټال کارخونه د هر ډول وسله پر مټ په نښه شوې ده.

تېره یکشنبه هلته ایسار یو شمېر ملکي وګړي له دغه ښاره په وتلو بریالي شول. خو د دغه قومندان په وینا، لږ تر لږه لس ماشومان لا هم هلته ځمکتل کې پټ او ایسار پاتې دي.

اوونۍ کېږي چې ماریوپول ښار روسي ځواکونو کلابند کړی او له هوايي بمباریو او د توپ بریدونو سره مخ دی. شاوخوا سل ملکي خلک د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب په ځمکتلونو کې تر دوه میاشتې په پټه ژوند کولو نه وروسته له ماریوپوله وایستل شول.

خو لکه څنګه چې اوکراييني رسنۍ وايي، د دغو خلکو وتلو سره هممهاله روسانو بیا له سره بریدونه پیل کړي دي.

د دوشنبې په ورځ‌ ځينې عکسونه خپاره شول چې پکې ښکاري ازوفېسټال کارخانې کې پراخ اور لګېدلی دی. دا کارخونه د اوکراييني مقاومت کوونکو وروستۍ مورچل بلل کېږي.

تمه وه چې د دوشنبې پر ورځ به د ماریوپول له کارخانې ایستل شوي ملکیان د اوکرايين زاپروژیا ښار ته ورسېږي، خو د بي بي سي خبریاله لاورابایکر، چې اوس په دغه ښار کې ده، وايي چې دا چاره له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوې ده.

امریکا او ځینې نور اروپايي هېوادونه روسیه په اوکرايين کې پر "جګړييزو جنایتونو" تورنوي خو روسیه دغه تورونه بې بنسټه بولي او وايي‌چې دوی غواړي په داسې څرګندونو سره د روسیې مشران نوم بدي کړي.