د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش: "د سمندرونو ژورې باید خپلسرې سیمې نه وي"

د دوشنبې په ورځ (جون نهمه) د فرانسې په نيس ښار کې د سمندرونو د ناوړه حالت په اړه نړیواله غونډه جوړه شوې چې په ترڅ کې یې د سمندرونو په تل کې د زیان رسوونکې سوداګریزې کب نیونې د بندیز، سمندري ککړتیا مخنیوي، له اقلیمي بدلانه د سمندرونو د ژغورلو او د نړۍ د ډېرو استخراج شویو سمندري سیمو د 'کلکې ساتنې' غوښتنه شوې ده.

د ګوربه هېواد فرانسې ولسمشر ايمانوېل مکرون وویل، تر اوسه د بشر په تاریخ کې د سمندرونو لپاره په دومره شمېر خلک یو ځای شوي نه دي.

د راپورونو له مخې، په دغه سرمشریزه کې د ۶۰ هېوادونو مشرانو او زرګونو سوداګرو، ساینسپوهانو او د مدني ټولنې فعالانو ګډون کړی دی.

د دغه کنفرانس ګډونوالو ته ویل شوي، د سمندرونو له "بېړني وضعیت" سره د مبارزې لپاره له مشخصو نظرونو او پیسو سره راشي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش دې غونډه کې د وینا پر مهال وویل: "باید اجازه ورنه کړل شي چې ژور سمندرونه په داسې ځای بدل شي چې هر څوک په کې ځان له قانونه پورته وګڼي."

ماتې شوې ژمنې

د سرمشریزې په اوږدو کې د برازیل ولسمشر لویز اناسیو لولا دسیلوا پر نړیوالو مشرانو د سملاسي عمل غږ کړی دی: "د ځمکې کره ماتې شوې ژمنې نورې نه شي زغملی."

ښاغلي مکرون د شنبې په ورځ ویلي چې فرانسه به په خپلو ځینو سمندري خوندي شویو سیمو کې د 'یوه خپاره جال او کښتیو' له لارې د کبانو نیول محدود کړي، خو چاپیریالي فعالو ډلو پرې نیوکه وکړه او ویلي یې دي چې دا کړنه بسنه نه کوي.

تمه ده د سرمشریزې په پای کې د سمندرونو د خوندیتابه په پار یو لړ نوې ژمنې تر لاسه شي.

پتېیل شوې د دې غونډې په ترڅ کې د برتانیا حکومت هم د سمندر د خوندي شوې سیمې د نیمايي برخې په تل کې د 'یوه خپاره جال او کښتیو' له لارې د کب نیونې په ویجاړوونکې طریقه بندیز اعلان کړي.

دغه طریقه چې کب نیوونکي پکې د سمندر په تل کې یوې لرونکی جال خپروي او بیا یې په کښتیو راکاږي، په دې وروستیو کې د نامتو برتانوي طبیعت پوه ډېویډ اټنبرا له خوا په یوه ډاکومنټري کې مستنده شوې ده.

د چاپیریالي فعالانو یوې ډلې (ګرین پیس) په یوه اعلامیه کې د بریټانیا د وروستي اعلان هرکلی کړی، خو ویلي دي ډېره ناوخته شوې ده.

ملګري ملتونه چې د هېوادونو له ملي اوبو بهر د سمندر پر سطحه واک لري، راتلونکې میاشت، د سمندر په ژورو کې د کانونو کیندلو د تنظیم تګلارې جوړولو لپاره غونډه کوي.

دا مسله د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو پلانونو له امله بېړنۍ شوې چې غواړي په نړیوالو اوبو کې د متحده ایالتونو اکتشاف ګړندی کړي.

ملګرو ملتونو په دې تړاو د بې مخیني کړکېچ خبرداری ورکړی او له نورو هېوادونو هم غواړي چې د ٰسمندرونو تړون' تصویب کړي. دغه تړون غړي هېوادونه له مالي اړخه د هغې پروژې تمویل ته اړ کوي چې د نړیوالو اوبو ۳۰ سلنه برخه د 'خوندي شوې سمندري' سیمې په توګه ځان کې رانغاړي.

په دغه کنفرانس کې د سمندرونو د وضعیت ښه والي لپاره داسې حال کې د نړیوالې همغږۍ غوښتنه شوې چې هېوادونه د 'نړیوال پلاستیک ککړتیا تړون' په اړه یوه خوله نه دي او د امریکا متحده ایالتونه د ژورو سمندري کانونو د تنظیمي تګلارو په تړاو له نړیوالو هڅو څخه ډډه کوي.

د فرانسې په نیس ښار کې د سمندرونو د خوندیتابه دا سرمشریزه داسې مهال ده یوه نوې څېړنه ښيي د کروز کښتیو لخوا د سمندر پر سطحه د لنګرونو د کشولو له امله د انټرکټیکا سمندري چاپیریال کې ویجاړۍ رامنځته شوې دي.

د امریکا متحده ایالتونو د څېړن‌ډلې له خوا اخیستل شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې د سمندر په تل کې ژورې کندې جوړې شوې دي.