چین د اویغور مسلمانانو په اړه د پاپ نیوکه رد کړه

چین د پاپ فرانسیس هغه نیوکه رد کړې، چې ګنې چین په شینجیانګ کې له لږکیو اویغور مسلمانانو سره ناوړه چلن کوي.

چین دا غبرګون وروسته تر هغه ښودلی، چې د روم کاتولیکې کلیسا مشر پاپ فرانسیس پر چین له نړیوالو نیوکګرو سره یوځای شو او پخپل نوي کتاب کې یې اویغوریان "ځورېدلي" بللي دي.

اټکل کېږي د چین حکومت کابو یو میلیون اویغوریان په توقیف ځایونو کې چې چین یې د "زدکړې کمپونه" بولي، جبري اوسېدو ته اړایستلي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د پاپ دا څرګندونې "بې بنسټه دي".

پاپ فرانسیس پخپل کتاب "راځئ هیلمن واوسو: لا غوره راتلونکې ته لار" کې ویلي: "د ځورېدلو ولسونو: روهینګیا، بې وزله اویغوریانو او ایزیدیانو په اړه ډېر سوچ کوم".

دا لومړی ځل دی چې دی د خپلو خبرو سیاق کې اویغوریان یادوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند چاو لیجیان ویلي، بیجېنګ "تل په مساوي توګه د لږکیو قانوني حقونه ساتي."

ویل کیږي چې بیجېنګ په وروستیو کلونو کې د چین شمال لوېدیځ شینجیانګ ایالت کې د امنیتي او ترهګرۍ د ګواښونو له امله توقیف کړي دي.

رپوټونه وايي، چینايي چارواکو په زور اویغوري ښځې شنډې کړې یا د میندوارۍ د مخنیوي وسیلې کاروي، چې نفوس یې ډېر نه شي.

چین په پیل کې د دغه ډول اجباري کمپونو د موجودیت خبره رد کړې وه، خو وروسته یې ومنله چې په دې کمپونو کې اوسېدونکو ته زدکړې ورکوي.

تر ډېره په دې کمپونو کې ترکي الاصله اویغوري لږکي مسلمانان دي، چې له کلتوري او نژادي پلوه ځانونه د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره تړي، توقیف شوي دي.

د اویغوریانو ډېره برخه په شینجیانګ ایالت کې اوسیږي چې شمیرې یې ۱۱ ملیونه ښودل شوی او د دې ایالت د نفوس ۴۵ سلنه برخه دي.

څارونکي وايي، د کلونو په تېرېدو، د مرکزي حکومت د پلانونو له مخې اویغوریان تر ډېره له خپلو دیني مراسمو، سوداګریو او کلتوري فعالیتونو لیرې ساتل کېږي او پر ځای یې هلته د هان چینایانو مېشتېدنه په ډېرېدو ده.