''کاناډا کې پولیس وايي، په مېله کې د خلکو پر ګڼه ګوڼه موټر ورغلی، ''لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي دي''

د کاناډا په ونکوور ښار کې ځايي پولیسو تائید کړې، چې د یوې مېلې پر مهال د خلکو ګڼې ګوڼې ته د یوه موټر ننوتلو له کبله لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي دي. د کاناډا دې لوېدیځ ښار کې ځايي چارواکي وايي، دغه پېښه کې چې له ځايي وخت سره سم د شنبې ماخوستن له اتو بجو لږ وروسته شوې، ''ګڼ شمېر'' نور کسان ټپیان شوي دي.

د پېښې پر مهال په سیمه کې یوه ځايي مېله روانه وه.

ځايي پولیس وايي، د پېښې په تړاو یو ۳۰ کلن مشکوک سړی نیول شوی دی.

ونکوور پولیس وايي، د ښار په فرازیر سیمه کې د فلیپین خلکو لاپو لاپو نومې کلتوري مېله روانه وه، چې موټر چلوونکي ناڅاپه چټک روان موټر د پلي خلکو پر لور وځغلاوه.

د ونکوور پولیسو موقت مشر سټېو رای په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، په پېښه کې یو موټر او یو چلوونکی یې ښکېل و. نوموړي زیاته کړه، د شپې له تېرېدو وروسته به نور جزیات ورکړي.

د پولیسو په یوه اعلامیه کې ویل شوي، ''هغسې چې معلومات ترلاسه شي موږ به یې وړاندې کړو.''

په هغو تصویرونو کې چې تائید شوي نه دي او پر خواله رسنیو خپاره شوي، ګڼ شمېر امبولانسونه، د پولیسو موټرونه او د اوروژنې وسایط او وسائل لیدل کېږي، چې د پېښې ځای کې ولاړ دي او ځینې ټپیان پر ځمکه پراته دي.

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارنې پر خواله رسنۍ اېکس یوه پیغام کې په دې هکله ویلي: "د وانکوور لاپو لاپو فېسټیوال کې د وحشتناکو پېښو په اړه اوریدلو سره ډېر خواشینی شوم".

نوموړي زیاته کړې:

زه د وژل شویو او ټپیانو خپلوانو، د فیلیپینۍ کاناډایي ټولنې او په ونکوور کې ټولو ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوم. موږ ټول له تاسو سره غمجن یو."

لاپو لاپو ورځ هر کال په فلیپین کې د لاپو-لاپو نومي ملي اتل په یاد لمانځل کېږي، چې په دې هېواد کې یې له اسپانوي استعمار سره مبارزه کړې.

په ونکوور کې دا مېله په ۲۰۲۳ کال کې رسماً پیل شوه. د دې مېلې اړوند وېبپاڼه وايي: دا د کلتوري همغږۍ او دواړه اړخیز درناوي سیمبول دی، چې په برټش کولمبیا ایالت کې مخ پر ودې دی.

له برید وروسته د کاناډا بېلابېلو سیاسي ګوندونو او مشرانو هم د خواشینۍ او خواخوږۍ پیغامونه خپاره کړي دي.