د جرمني لومړی وزیر وايي د ميونيخ برید په شک نیول شوی افغان پناه‌غوښتونکی دې له هېواده وشړل شي

د جرمني میونیخ ښار کې پر یو شمېر خلکو موټر وروستل شوی چې لږ تر لږه ۳۰ کسان یې ټپیان کړي دي. پولیسو ویلي، د شک وړ موټر چلوونکی یو ۲۴ کلن افغان پناه غوښتونکی دی.

پولیسو ویلي په "داخاویر شتراسه" سیمه کې پراخ امنیتي عملیات روان دي. د پولیسو په وینا، دوی باوري نه دي چې ګنې دا برید دې د میونیخ له امنیتي کنفرانس سره کوم تړاو ولري چې ټاکل شوې سبا (جمعه) هلته پیل شي.

هغوی زیاتوي چې موټر چلوونکی نیول شوی او نور خطر نه پېښوي. ځايي رسنۍ راپور ورکوي چې پېښه د ترانسپورټ اتحادیې Verdi اړوند مظاهرې ته نژدې شوې ده.

پولیسو د پېښې ځای کلابند کړی او خلکو ته د ورتلو اجازه نه ورکوي. د بېړنیو خدمتوونو موټرونه ورغلي او له عیني شاهدانو نور معلومات ټولوي.

عیني شاهدانو د جرمني بېلډ ورځپانې ته ویلي، په موټر کې دوه سړي سپاره وو. پولیسو یې پر یوه ډزې وکړې او له سیمې یې یووړ. دوی وايي، موټر میني کوپر ډوله و چې پر خلکو وروستل شو.

دا برید یوازې څو ورځې مخکې له هغه وشو چې په جرمني کې عمومي ټاکنې ترسره کېږي، داسې انتخابات چې په کې د کډوالۍ موضوع یو له اساسي مسایلو ده.

نیول شوی کس څوک دی؟

چارواکي وایي د شک وړ شخص د غلا او نشه‌يي موادو د جرمونو له امله د پولیسو لخوا پېژندل شوی و. د جرمني شپیګل مجلې راپور ورکړی چې دغه کس د ۲۰۱۶ کال په پای کې جرمني ته تللی او وروسته یې د پناه غوښتنې غوښتنلیک رد شوی وو. بیا ورته یو سند چې د "زغم" جواز په نامه پېژندل کېږي ورکړل شو یعنې د اخراج پرېکړه یې وځنډول شوه.

د میونیخ پولیسو جرمن تلویزیون ته ویلي، د ځینو ټپيانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی. تر اوسه لا روښانه نه ده چې ایا چلوونکي دا کار قصداً کړی و او که دا یوه تصادفي پېښه وه.

تر اوسه چې کوم معلومات لرو

څه شوي؟ نن سهار په میونیخ کې د سوداګریزو اتحادیو په یوه غونډه کې یو موټر د خلکو پر یوه ډله وروستل شوی دی.

پېښه چېرې شوې؟ دا پېښه د میونیخ په مرکزي برخه کې په د سیډلسټراسه سیمه کې شوې ده – دا د نفوس له پلوه د جرمني دریم لوی ښار دی.

څومره مرګژوبله اوښتې ده؟ د پولیسو د تازه معلوماتو له مخې، لږترلږه ۲۸ کسان ټپیان شوي، چې د ځینو حالت یې نازک دی.

په موټر کې څوک وو؟ پولیس وايي موټر چلوونکی یو ۲۴ کلن افغان پناه غوښتونکی و چې د غلا او مخدره توکو د جرمونو له امله یې پېژنده. اوس د شک وړ کس نیول شوی دی.

نور څه معلومات شته؟ د بېویریا ایالت صدراعظم وايي دا احتمالاً یو برید و - پولیس وايي د برید په شک د سړي پر موټر یې له هغه وروسته چې پر خلکو چټک ورغی ډزې وکړې.

چې لا پرې نه پوهېږو: رپوټونه وايي په موټر کې دویم کس هم و. پولیس وايي دا خبره نشي تاییدولی.

غبرګونونه

د جرمني صدر اعظم اوولاف شولز ویلي، د مونیخ پېښه کې نیول شوی افغان مشوک "باید مجازات او له هېواده وشړل شي".

رویټرز خبري اژانس د ښاغلي شولز له قوله ویلي چې خبریالانو ته غږېده: "دا مجرم باید د نرمښت هیله و نه لري. هغه باید مجازات شي او له هېواده ووځي."

نوموړي زیاته کړه: "که دا یو برید وي، موږ باید د عدالت له ټولو وسایلو سره د احتمالي عاملینو پر ضد کلک اقدامات وکړو."

د ناټو عمومي منشي مارک روټ په برسلز کې په یوه خبري کنفرانس کې په دې اړه غږېدلی او ویلي یې دي ډېر حیران او هیښ شوی دی. له قربانیانو سره یې خواشیني ښوولې ده.

د امریکا مرستیال ولسمشرمیونیخ ته رسېدلی

نننی برید په داسې حال کې وشو چې د مونیخ امنیتي کنفرانس د کوربه‌توب لپاره چمتووالی نیسي، هغه کنفرانس چې د نړۍ له ګوټ ګوټه مشران وربلل شوي دي. کنفرانس د جمعې په ورځ (فبروري ۱۴مه) پیلېږي.

بي‌بي‌سي ته داسې انځورونه رسېدلي چې د امریکا مرستیال ولسمشر جې‌ډي وانس پکې ښودل شوی چې د کنفرانس لپاره مونیخ ته رسېدلی دی. تمه ده چې نوموړی هلته د اوکرایین د جګړې په اړه خبرې وکړي. د پېښې ځای ته د بېړنیو خدماتو کسان رسېدلي او ان هوايي امبولانسونه هم سیمې ته ورغلي دي.

جرمني کې پخوا هم داسې پېښې شوې؟

جرمني له دې وړاندې هم د ورته بریدونو شاهد پاتې شوی دی.

د تېرې جنورۍ پر ۲۲مه هم د جرمني په یوه پارک کې د چړې برید له کبله یو دوه کلن ماشوم او یو ۴۱ کلن سړی وژل شوي وو. ځايي پولیسو تائید کړې، چې له دې برید وروسته یې د اشافنبورګ سیمې په باواریا ښار کې یو ۲۸ کلن افغان نیولی دی.

د دې سړي د پناه غوښتنې عریضه رد شوې وه او په پام کې و، چې افغانستان ته واستول شي. دا په تېرو څو میاشتو کې جرمني کې د چاکو بریدونو تازه پېښه وه او د دغه هېواد له فدرالي ټولټاکنو ایله څو اونۍ مخکې شوې، چې د فبرورۍ پر ۲۳ مه به کېږي.

په ۲۰۱۶ کال کې، یو تونسي سړي، چې د پناه غوښتنه یې رد شوې وه او د "جهادي ګواښ" په توګه پېژندل کېده، د برلین د کریسمس بازار ته د یو باروړونکي موټر (کامیون) په مټ برید وکړ، چې له امله یې ۱۳ تنه ووژل شول.

همداراز، په تېره ډیسمبر میاشت کې هم یو موټر د ماګډبورګ په ښار کې د کریسمس بازار ته ننوت، چې په پایله کې ۶ کسان ووژل شول او شاوخوا ۳۰۰ تنه ټپیان شول. مشکوک بریدګر یو ۵۰ کلن سعودي الاصله سړی و، چې د اسلام ښکاره منتقد ګڼل کېده.

د ماګډبورګ برید د هغو بریدونو تر ټولو خونړی و، چې په تېرو یو کال کې په جرمني کې شوي او د هغوی مشکوک کسان د پناه غوښتونکو له ډلې وو.