څه پېښېږي کله چې فکر کوئ AI ستاسې په اړه دروغ وايي؟

د يوې صحنې تصور وکړئ، چې تاسو له خپلې کورنۍ سره په کور کې یاست او ستاسو تیلیفون ته زنګونه راشي... هغه خلک چې تاسو یې پېژنئ تاسو ته خبرداری درکړي چې ستاسې په اړه یې ټولنیزو رسنیو کې څه لیدلي او اورېدلي دي.

دا ښه احساس نه دی.

زه چې له دا ډول حالت سره مخامخ شوم، هغه اصلا یو سکرین شارټ و، چې د اېلن ماسک له چت بات "ګروک" اخیستل شوی و خو زه دا تائیدولی نه شم.

زه یې د هغو کسانو په نوملړ کې اچولې وم، چې په پراخه توګه پر ټویټر ناسم معلومات خپروي او د امریکا لوی توطئه جوړونکي ګڼل کېږي.

ما له دوی سره هېڅ ګډ څه نه درلود او د یوې ژورنالیستې په توګه دا هغه لس غوره څیزونه نه وو، چې ما غوښتل په کې راښکاره شم.

زه په بریتانیا کې ګروک ته لاسرسی نلرم نو ما له دواړو "چت جي پي ټي" او "ګوګل بارډ" وغوښتل، چې ورته نوم لړ جوړ کړي.

دواړه چت باټونو chatbots انکار وکړ. بارډ ځواب راکړ، چې دا به یو غیرمسولانه کار وي که یې وکړو.

ما د مصنوعي ځېرکتیا (AI) او مقرراتو په اړه ډېر راپورونه جوړ کړي دي.

د خلکو یوه لویه اندېښنه دا ده، چې څنګه زموږ قوانین د دې ګړندۍ بدلیدونکې ټیکنالوجۍ سره غاړه یوسي.

په ډېری هېوادونو کې کارپوهان په دې سره همغږي دي، چې انسانان باید تل د دې وړتیا ولري چې د AI کړنې وننګوي.

خو لکه څنګه چې وخت تېرېږي مصنوعي ځيرکتیا لروونکي څیزونه زموږ په اړه منځپانګه رامنځته کوي او زموږ د ژوند په اړه پرېکړې هم کوي.

تر اوسه په بریتانیا کې د AI رسمي مقررات یا بندیزونه نه شته، خو دولت وايي، چې د دوی د فعالیتونو اړوند مسایل باید موجوده کاري تنظیموونکي بهیر کې ځای په ځای شي.

ما پرېکړه وکړه، چې مسایل سم کړم.

ما لومړی په اېکس غږ وکړ خو له پامه یې وغورځاوه لکه څنګه چې نورې رسنیزې غوښتنې له پامه غورځوي.

ما بیا د بریتانیا دوو تنظیوونکو سره اړیکه ونیوله.

د معلوماتو کمیشنرۍ دفتر د معلوماتو د ساتلو لپاره یوه دولتي اداره ده، خو له ما یې وغوښتل چې آفکام ته ورشم دا اداره د انلاین د خوندیتابه قانون کنټرولوي.

آفکام ما ته وویل، چې دا نوملړ د دوی د قانون تر پوښښ لاندې نه راځي ځکه دا کوم جرم نه دی.

"ناقانونه منځپانګه ... په دې مانا ده چې محتوا باید یو جنایي جرم وي، نو دا مدني غلطۍ لکه بدنامي دا نه څارل کېږي. یو سړی باید مدني بهیرونه له سره واړوي او بیا په عمل لاس پورې کړي."

په اصل کې زه یو وکیل ته اړتیا لرم.

په ټوله نړۍ کې یو څو داسې حقوقي قضیې شته، چې بې مخینې دي.

په امریکا کې، د مارک والټرز په نوم د راډیو وړاندې کوونکی د چپټ جي پي ټي پر جوړوونکي اوپڼ اې ای وروسته له هغه دعوا وکړه چې چیټ باټ په دروغو وویل هغه له یوه خیریه کار سره خیانت کړی.‌

او په اسټرالیا کې ښاروال وروسته له هغه د ورته عمل ګواښ وکړ چې ورته چټ باټ په ناسم ډول وویل هغه د بډو په تور مجرم پېژندل شوی.

هغه په حقیقت کې یو افشاګر و- د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د هغه په باب په خپلو معلوماتو کې په ناسم ډول د هغه معلومات راغونډ‌کړي وو. هغه خپله قضیه حل کړه.

ما د مصنوعي ځیرکتیا برخه کې له دوو وکیلانو سره اړیکه ونیوه.

لومړي زه رد کړم.

دویم راته وویل چې زه د انګلستان او وېلز په یوه "نامعلومه سیمه" کې یم.

ډاډه شوم کوم څه چې ما ته راپېښ شوي ښايي د بدنامۍ په توګه وګڼل شي، ځکه چې زه پېژندل شوی وم او نوملړ خپور شوی و.

خو هغې دا هم وویل چې مسؤلیت به زما پر غاړه وي چې ثابته کړم منځپانګه مضره وه.‌

زه باید ثابته کړم چې زما لپاره ګمراه کوونکو معلوماتو د خپرولو خبر ډېر بد خبر و.

زه نه پوهېدم چې په دې لېست کې څنګه زما نوم راغلی او یا دقیقا دا چا لیدلی دی. دا ډېره نهیلې کوونکې وه چې زه خپله نه ‌پوهېدم ګروک ته لاسرسی ولرم.

د "توهم‌سازۍ" په نامه د مصنوعي ځیرکتیا چټ باټونه مشهور دي، چې د ټیکنالوجۍ لوی شرکتونه یې د څیزونو د جوړولو په اړه غږېږي.

ان د دوی جوړوونکي نه پوهېږي چې ولې. دوی یو اعلان خپروي چې وايي د دوی محصول ممکن د بااور وړ نه وي.

او ضرور نه ده چې تاسې ورته ځواب دوه ځله ترلاسه کړئ.

د وروستۍ دسیسې پرمختیا

په بي بي سي کې مې له خپلو همکارانو سره د تاییدولو لپاره خبرې وکړې،‌ دا ډله خبریالان په قانوني توګه معلومات او سرچینې ارزوي.

دوی یو څه ژوره څېرړنه وکړه او باور لري هغه سکرین شاټ چې پر ما یې د غلطو معلوماتو خپرولو تور لګولی ښايي په لومړي ګام کې دا بشپړه جعلي وي.

د مصنوعي ځیرکتیا د سمبالوونکو دنده ځان ډاډمنول دي چې تل د انسانانو له لوري د کمپیوټر د ننګولو یوه مستقیمه لار شته ده.

که AI ستاسې په اړه دروغ وايي- تاسو یې له کوم ځایه پیلوئ؟ فکر مې کاوه چې پوهېدم، خو دا لا هم یوه ستونزمنه لاره ده.