ولې په سعودي عربستان کې د سپيو فیسټیوال لانجمن دی؟

د خواله رسنیو کاروونکو په سعودي کې د ریاض فیسټیوال – چې د نومبر پر ۳۰مه پیل شوی، د "سپیانو نندارې" پیلېدو په اړه تاوده بحثونه پیل کړي.

د ریاض د نندارو موسم وېبپاڼې چې په سعودي کې د تفریحي عمومي ادارې له خوا تنظیمېږي، ویلي دغه فعالیتونه به دوه ورځې دوام ولري او دا به د نړۍ په کچه لومړنی ځل او لومړنی ځای وي چې د سپیو څلور اتلولۍ به پکې ترسره کېږي.

ددغې ادارې په وینا، ننداره به د "اوږدو پښو، ډنګر بدن او چټکو ځغاستونکو سپیانو"، "ښه اندام لرونکو سپیانو" او "کاري سپیانو" سیالي ترسره شي. همدا راز د ښکلو سپیانو سیالي هم پکې شامله ده.

په دې سیالیو کې له ۲۵۰ ډېر سپیان د نړۍ له لر و بره ګډون کوي.

د ریاض د ۲۰۲۳ کال فیسټیوال موسم د مخالفانو او ملاتړو ترمنځ تاوده بحثونه راپارولي، هم‌مهاله په داسې ورځو کې چې پر غزه د اسرائیلو د جګړې د هرې ورځې د قربانیانو شمېر په ډېرېدو دی.

د سعودي د تفریحي پروګرامونو د ادارې مشر او وزیر ترکي ال الشیخ پر خپل اېکس (ټوېټر) د سپیو د نندارې یوه وېډیو خپره کړې ده او د لا ډېر ګډون غوښتنه یې کړې ده.

پر خواله رسنیو بحثونه

له څه کمې یوې میاشتې راهیسې چې دا نندارتون پیل شوی، پر خواله رسنیو خلکو بېلابېل نظرونه او اندونه څرګند کړي.

ځینو په سعودي عربستان کې د سپیانو دغه ننداره د سعودي لپاره د نړیوال سیاحت او سیلګرۍ دو دودېدو د پیاوړتیا یوه برخه بللې ده، خو غندونکو بیا ویلي چې سعودي ته پکار وه چې نورو کلتوري او ثقافتي پروګرامونو ته یې لومړیتوب ورکړی وای.

عبداللطیف پر ټوېټر لیکلي، د سږ کال ریاض ننداره کې بېلابېل فعالیتونه دي: "هل فعالیت خپل مینه وال لري، سږ کال دا پروګرام د نورو کلونو له پروګرامونو جلا دی".

د محمد المشارکه په نامه یوه بل بیا دا خوندور پروګرام ګڼلی، وايي چې مخکې یې کاناډا کې د سپیانو ورته مسابقه کې هم ګډون کړی و.

خو د خالد په نامه یوه بل کارن بیا ټویټر کې لیکلي "سپیان په ګرده نړۍ کې خپل مینه وال او څښتنان لري، څومره به ښه وي چې سعودي کې هم موږ د سپیانو ننداره ولرو".‌

فعالان یې غندي

سعودي فعال ترکي الشلهوب په یوه ټویټ کې لیکلي: "د سعودي مذهبي مقام په پام سره دا هېواد له هغه ډېر لوړ دی چې د سپیو ننداره دې پکې جوړه شي. په خدای قسم چې ابن سلمان یې د کوچنیتابه او حقارت هوډ لري".

د وفاء الکواري په نامه یوې ټوېټر کارنې د سپیو نندارتون غندلی او دا سیالي یې "د لوېدیځېدو نښه" ګڼلې چې د حرمین هېواد ته یې اوس لاره موندلې". دا وايي "ډېره د افسوس خبره ده چې په یوه مقدس ځای کې حیوان ته هغه د درناوي او سپېڅلتیا هغه مقام ورکوي چې وړ یې نن دی".

سعودي فعال او مخالف عمر بن عبدالعزیز لیکلي: "هر څوک خپله یې تمه او هیله، حکومتونه شته چې جنګېږي او حکومتونه سپوږمکۍ او توغندي استوي، ځینې نور بیا خبرې کوي او خپل بندیان ازادوي او ستونزې حلوي، او نور حکومتونه بیا د سپیو د نندارو مېلې جوړوي".

د ریاض فیسټیوال په اړه نور معلومات

  • دا یو نړیوال تفریحي پروګرام دی چې د سعودي د تفریحي چارو اداره یې تنظیموي.
  • هر کال پلازمېنه ریاض کې ترسره کېږي او لومړی ځل په ۲۰۱۹ کې جوړ شوی و.
  • دا د "سعودي د ۲۰۳۰ لید" له پروګرامونو یو دی چې بنسټ یې شهزاده محمد بن سلمان اېښی دی.
  • د ریاض نندارې ۲۰۲۳ – په لومړۍ اونۍ کې له یو میلیون ډېر مینه وال او ګډونوال ور جذب کړل.
  • په دې کې بېلابېل تفریحي او د ډرامو پروګرامونه وړاندې کېږي، خلیجي، عربي او نړیوالې سندریزې مېلې هم پکې دي.