افغانستان کې د غزې په ملاتړ لاریونونه: د طالبانو رییس الوزرا د 'قرآن کریم' د ختمونو غوښتنه کړې

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د جمعې له لمانځه وروسته د اسرائیلو له خوا په غزه کې د روانې جګړې او مرګژوبلې د غندنې او د غزه والو په ملاتړ ګڼ لاریونونه شوي دي.

پر خواله رسنیو خپرو شویو انځورونو او ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې لاریونوال د فلسطین بېرغ او اسرائیل ضد شعارونه لېږدوي او د غزې د اوسېدونکو په ملاتړ او د اسرائیلي حکومت د غندنې نارې بدرګه کوي.

په کومو ځایونونه کې لاریونونه شوي؟

دغه لاریونونه د افغانستان پلازمېنه کابل، ور څېرمه لوګر، ننګرهار، کونړ، بغلان، بامیان، پروان، هرات، بلخ، هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو کې شوي دي.

په افغانستان کې د غزې ملاتړ، له لاریونونو نیولې بیا د جامع جوماتونو په انګړو کې تر غونډو په بېلابېلو بڼو څرګند شوي دي.

پر دې سربېره، د خواله رسنیو ګڼو افغان کارنو پر ایکس پاڼه هم د غزې په ملاتړ په عربۍ ژبه د "غزې"، "موږ له غزې سره یو" او "غزه زموږ په زړونو کې ده" په نومونو هشټګونه جوړ کړي دي.

افغانستان کې د غزې په ملاتړ لاریونونه څنګه پیل شول؟

په افغانستان کې د غزې په ملاتړ د جمعې د ورځې لاریونونه د طالبانو حکومت د رییس الوزرا له غوښتنې وروسته شوي دي.

په همدې تړاو د طالبانو حکومت د رییس الوزرا له دفتره خپره شوې خپرپاڼه کې ویل شوي، په غزه کې د اسرائیلي اشغالګرو لخوا 'نسل وژنه' روانه ده او هره ورځ هلته وضعیت د ټولو انساني اصولو خلاف د لا ډېرې خرابۍ پر لور ځي "د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي، د بشري مرستو لارې بندې دي، د ټپيانو او شهیدانو د انتقال فرصت نه ورکول کېږي، د مظلومو مسلمانانو د سیمو غصب روان دی، هره ورځ ډېره خطرناکه او نا متوازنه وسله استعمالیږي او له ټولو دردونکې خبره داده، چې د نړۍ هېوادونه، ښکېل لوري، بشري بنسټونه او نور اړوند سازمانونه چوپه خوله دي یا یې ډير کم څه کړي دي".

د طالبانو حکومت د رییس الوزرا له دفتره په خپره شوې خپرپاڼه کې پر غزې د اسرائیل یرغل 'نسل وژنه' ګڼل شوې او په کلکه غندل شوې ده "په ټولو هېوادونو غږ کوو چې د دغه ناورین د پای ته رسېدو لپاره هر څه عاجل مثبت اقدامات وکړي او هلته روان ظلمونه او وحشتونه پای ته ورسوي."

په یاده خبرپانه کې په افغانستان کې پر خلکو غږ شوی چې د جمعې په ورځ له لمانځه وروسته د مسجدونو په انګړو کې په یوه غږ له فلسطین سره د خواخوږۍ او د هغوی له داعیې د ملاتړ لپاره د 'قرآن کریم' ختمونه وکړي او له هغوی سره خپله همدردي ښکاره کړي.

په غزه کې د اسرائیلو د یرغل په تړاو په نړیوال کچ د 'تګلارو' بدلون

پر غزې د اسرائیلو د یرغل او هلته د روانې ویجاړۍ او مرګژوبلې په تړاو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تازه غبرګون له هغه وروسته دی چې په دا وروستیو کې ان ګڼو لوېدیځو هېوادونو کې چې پخوا یې د "اسرائیلو د دفاع حق" ملاتړ کاوه، هم د اسرائیلي حکومت د کړنو له امله د انساني ناورین د رامنځته کېدو په تړاو پر اسرائیلو نیوکې او فشارونه ډېر شوي دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت تېره اونۍ وویل، له اسرائیلو سره یې خپلې سوداګریزې خبرې ځنډولې دي. د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر "ډېوېډ لامي" په پارلمان کې وویل: "موږ د اسرائیلو له حکومت سره د نوې ازادې سوداګرۍ تړون په اړه خبرې اترې ځنډولې دي. موږ به د ۲۰۳۰ کال د دوه اړخیزې لارې نقشې لاندې له دوی سره همکارۍ ته بیاکتنه وکړو."

ښاغلي لامي وویل، که اسرائیل په غزه کې خپلو وروستيو پوځي بریدونو ته دوام ورکړي او " له ځنډ پرته د مرستو رسول" ډاډمن نه کړي نو د بریتانیا حکومت به نور ګامونه پورته کړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وویل "دوی اسرائیل په ټوله نړۍ کې له خپلو ملګرو او شریکانو ګوښي کوي، د اسرائیلو د خلکو ګټې کمزورې کوي او د نړۍ په سترګو کې د اسرائيلو د دولت انځور ته زیان رسوي."

له دې ګامونو وړاندې د بریتانیا لومړي وزیر "کیير سټارمر"وویل، بریتانیا او د دوی فرانسوي او کاناډایي شریکان "د اسرائیلو له خوا د تاوتریخوالي له ډېرېدو ویره لري."

هغه د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: "دا جګړه ډېره اوږده شوه. موږ نه شو کولی د غزې خلک وږي وساتو."

د بریتانیا د حکومت یاد ګامونه داسې مهال وو چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر "ټام فلیچر" بي بي سي ته ویلي وو، که مرستې ورته ونه رسېږي، نو زرګونه ماشومان به له 'لوږې' مړه شي.

په کور دننه اسرائیلو کې هم د غزې د جګړې پر وړاندې غبرګونونه په پراخېدو دي. تېره اونۍ د اسرائیلو د پارلمان یوه غړي او د حکومت مخالف ډیموکراټ ګوند مشر "یایر ګولان" ویلي: "اسرائیل په یوه منفور دولت بدلېږي" او دغه هېواد یې د ماشومانو له وژنې په خوند اخیستو تورن کړی و.

د اسرائیلو لومړي وزیر "بینیامین نتنیاهو" د دغه اسرائیلي سیاستوال خبرې غندلې او پر ایکس پاڼه یې لیکلي و: "یهودي ضد، نفرت خپروونکي تورونه" چې د اسرائیلو پر دفاعي ځواکونو لګول شوي.