غزه کې د حماس مشر محمد السنوار چې اسرائیل یې د وژلو ادعا کوي، څوک دی؟

د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وايي، پوځ یې د غزې لپاره د حماس مشر محمد السنوار 'له منځه وړی' دی. محمد سینوار په غزه کې د اسرائیلو لپاره یو تر ټولو مطلوب کس او د حماس د پخواني مشر "یحیی السنوار" ورور دی.

ښاغلي نتنیاهو دغه څرګندونې د اسرائیلو په پارلمان کې د اپوزېسیون ډلې له خوا د هغه ځانګړي بحث په غبرګون کې کړي چې پکې یې حکومت په غزه کې د جګړې د اهدافو په تر لاسه کولو کې پاتې بللی دی.

د بحث ګډونوالو ویلي چې د نتنیاهو په مشرۍ حکومت نه دی توانېدلی په غزه کې حماس ډله ماته کړي او ور سره اسرائیلي یرغمل بېرته کورونو ته راولي.

د اسرائیلو لومړي وزیر د غزې د جګړې پر ۶۰۰مه ورځ ویلي، د اسرائیلو د معلوماتو له مخې، په غزه کې ۲۰ اسرائیلي یرغمل لا هم ژوندي دي او ۳۶ نور یې مړه شوي دي.

محمد السنوار د روانې مې میاشتې پر ۱۳مه د غزې سویلي ښار خان یونس کې د اروپایي روغتون په انګړ او شاوخوا سیمه کې د اسرائیلو د یوې لویې حملې هدف و، چې اسراییلي پوځ وویل، هلته یې د حماس تر ځمکې زېربناوې ویجاړه کړې دي.

په غزه کې د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت ویلي، داسرائیلي ځواکونو په هغو بریدونو کې ۲۸ کسان وژل شوي وو. حماس ډلې تر اوسه پورې د خپل مشر محمد سینوار وژل کېدل تایید یا رد کړي نه دي.

یحیی السنوار چې پر اسرائیلو د ۲۰۲۳ کال د بریدونو اصلي طراح و، تېر اکټوبر د اسرائیلي ځواکونو له خوا ووژل شو.

اسراییل ۶۰۰ ورځې وړاندې پر دغه هېواد د حماس له خوا د برید په غبرګون چې له امله یې ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۱ نور یرغمل شول، پر غزه یرغل وکړ.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، پر غزې د اسرائیلي ځواکونو د یرغل له پیله دغلته ۵۴ زره او ۸۴ کسان وژل شوي دي او لسګونه زره نور ټپیان شوي دي.

په داسې حال کې چې پر غزه د اسرائیلو هوايي او ځمکني عملیات دوام لري، د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند د ټینګښت ډيپلوماټیکې هڅې هم کېږي.

د حماس يوه لوړ پوړي چارواکي پرون بي بي سي ته ويلي، دوی د امریکا د ځانګړي استازي سټيو وېټکوف له خوا وړانديز شوې د اوربند وروستۍ طرحه منلې ده. خو وېټکوف رويټرز ته ويلي، هغه طرحه چې ده ليدلې "هېڅ د منلو نه ده" او له هغې سره چې ده وړاندې کړې هېڅ ورته نه ده.

يوه فلسطیني چارواکي چې د اسرائيلو او حماس تر منځ له مذاکراتو خبر دی ويلي، حماس چې کومه طرحه منلې په هغه کې په دو پړاونو کې د ۱۰ اسرائيلي يرغملو خوشي کول شامل دي.

په بدل کې ۷۰ ورځنی اوربند، له غزې د اسرائيلي ځواکونو تدريجي وتل او يو شمېر فلسطيني بنديانو خوشي کولو وړانديز شوی. بي بي سي د دې وړانديز په اړه د اسرائيلو حکومت نظر غوښتی دی. اسرائيلي رسنيو د چارواکو له خولې چې نومونه يې نه دي ياد شوي ويلي چې دا طرحه به رد شي.

دا هر څه داسې مهال دي چې په غزه کې د خوراکي توکو سخت کمښت دی او د دغې سيمې ۲.۱ ميليونه وګړي له سختې لوږې سره لاس او ګرېوان دي. اسرائيلو غزې ته د خوراکي توکو او درملو پر ورتګ د مارچ پر دویمه نېټه بنديز ولګاوه چې ۱۱ اوونۍ يې دوام وکړ خو وروسته د لوږې ګواښونو او نړيوالو فشارونو له کبله يې د محدودو مرستو رسېدو ته اجازه ورکړه.

د اسرائيلو د پوځ هغه اداره چې په غزه کې د بشري چارو مسووليت لري وايي، د يکشنبې پر ورځ د مرستو ۱۰۷ لارې غزې ته رسېدلې دي خو ملګري ملتونه وايي غزې ته هره ورځ له ۵۰۰ تر ۶۰۰ لاريو مرستې اړتيا ده.

محمد السنوار څوک دی؟

زوکړه

محمد السنوار په ۱۹۷۵ کال کې په خان یونس کې وزېږېد، هغه مهال یې مشر ورور یحیی ۱۳ کلن و. د دوی کورنۍ په ۱۹۴۸ کال کې عسقلان ته نژدې له یوه کلي وشړل شوه او وروسته په جنوبي غزه کې مېشت شول.

په ۱۹۹۱ کال کې، محمد السنوار د اسرائیل له‌خوا نهه میاشتې د "ترهګر فعالیتونو په شک" په کتسیعوت زندان کې بندي شو.

د "جیروزالیم پوسټ" ورځپاڼې له مخې، له ۲۰۰۰ کال راهیسې چې د حماس بریدونه پر اسرائیل زیات شول، د محمد باور او حیثیت هم زیات شو، دا د هغه شهرت له امله هم و چې د "یحیی ورور" و، شهرت چې د یحیی د اسرائیلي زندانونو پر مهال نور هم پیاوړی شو.

ورځپاڼه زیاتوي چې د هغه اړیکې له هغو میداني قوماندانانو سره ژورې شوې چې وروسته د حماس کلیدي څېرې شوې، لکه محمد ضیف، سعد العرابید او نور، چې د حماس پوځي وړتیاوو په پراختیا کې یې برخه لرله او محمد له دوی سره اوږه په اوږه کار کاوه.

د اسرائیلي چارواکو په وینا، محمد السنوار د ۲۰۰۶ کال د اسرائیلي سرتېري جلعاد شالیت د تښتونې له مسؤلو کسانو و، پېښه چې بالاخره د شالیت د تبادلې لامل شوه او د هغه ورور یحیی د ۱۰۲۷ فلسطیني بندیانو په بدل کې ازاد شو.

محمد السنوار له څو لسیزو راهیسې له خلکو پټ ژوند کاوه، چې د اسرائیلي استخباراتو له لوري له نیولو یا وژلو ځان وژغوري.

هغه ډېر وخت پټ فعالیت کاوه، نو ځکه ورته د "سیوري سړی" لقب ورکړل شوی او له همدې لارې یې عملیاتې تجربه ترلاسه کړه او د حماس د پوځي ستراتېژۍ یو مهم غړی شو.

ډېرو خلکو به محمد السنوار نه پېژانده، تر هغه چې د ۲۰۲۳ کال په پای کې د اسرائیلي پوځ له‌خوا یوه ویډیو خپره شوه چې ښيي هغه په یوه لوی تونل کې د بیت حانون/ایریز له پوله سره نژدې په یوه موټر کې ناست دی.

"تر یحیی هم سخت‌ګیر دی"

"جیروزالیم پوسټ" د اسرائیلي نظامي سرچینو له قوله لیکلي چې محمد السنوار "تر خپل ورور یحیی هم ډېر سخت‌ګیر" دی.

ورځپاڼه د نظامي سرچینو په حواله لیکي: "تاسو به د حماس د تېرو پنځه وېشتو کلونو پوځي جوړښت کې هېڅ مهمه پېښه ونه‌مومئ چې محمد السنوار پکې برخه نه وي لرلې. هغه د خان یونس د قوماندان په توګه دنده لرله، چې یو لوړپوړی مقام دی او هغه مشران چې وروسته راغلل، هم د هغه تر اغېز لاندې وو. دا مهمه ده چې پوه شو، هغه د محمد ضیف استازی و، له جنګیالیو، د لواء او کتیبو له قوماندانانو سره به‌یې خبرې کولې، چې دا کار د هغه نفوذ نور هم زیات کړی و."

ورځپاڼه زیاتوي: "هغه ضیف ته ډېر وفادار و، دریځ یې هېڅکله کمزوری نه شو او ټولو پوهېدل چې هره پرېکړه چې هغه کوي، د ضیف ملاتړ ورسره وي. دا یوه ځانګړنه وه چې محمد ډېر ترې برخمن و."