حماس رسما د یحیی سنوار وژل کېدل تایید کړل

د حماس یوه جګپوړي مشر د خپل مشر یحیی سنوار وژل کېدل تایید کړي دي. د حماس د سیاسي دفتر غړي خلیل الحیه په یوه وېډیويي بیان کې ویلي، سنوار په جګړه کې وژل شوی، خو ټینګار یې دا دی چې د جګړې د پای ته رسېدو په اړه یې دریځ او شرطونه نه بدلېږي.

الحیه وویل: "سنوار د لوی کاروان د مشرانو لکه بنسټګر شیخ احمد یاسین، رنتیسي، هنیه او نورو مشرانو لاره تعقیب کړه."

هغه زیاته کړه: "حماس د مشرانو پر ژمنه او پر ټوله فلسطیني خاوره د فلسطیني دولت جوړېدو هلې ځلې کوي، چې ختیځ بیت المقدس یې د پلازمېنې په توګه دی."

الحیه دا هم روښانه کړه چې "د سنوار او د ټولو مشرانو شهادت به یوازې زموږ د غورځنګ ځواک، پیوستون او د دوی وینې ته وفاداري زیاته کړي، د پرمختګ غورځنګ چې مشران یې شهیدان دي، یو ویاړلی او په خلکو کې جرړې لرونکی حرکت دی چې خپلو موخو ته د رسېدو په درشل کې دی".

الحیه د حماس له خوا د یرغمل شویو بندیانو په اړه وویل: "موږ هغو کسانو ته چې د مقاومت له خوا د اشغالګرو د بندیانو په اړه ژاړي، وایو چې دا بندیان به تاسو ته تر هغه ونه سپارل شي چې په غزه کې زموږ د خلکو پر ضد یرغل ونه درېږي، کاملا له غزې ونه وځئ او زموږ اتلان د اشغالګرو له زندانونو خوشي نه کړئ".

غبرګونونه

بایډن او شولټز د سنوار مړینه "د بدلون لپاره یوه شېبه" وبلله

د امریکا ولسمشر جوبایډن چې جرمني ته تللی، ویلي د حماس د مشر یحیی سنوار مړینه د "عدالت یوه شېبه" ښيي.

ښاغلي بایډن ویلي، یحیی سنوار د امریکایانو، اسرائیلو، فلسطینیانو، جرمنانو او یو شمېر نورو وینه توی کړې ده.

د امریکا ولسمشر او د جرمني چانسلر اولاف شولتز د سنوار مړینه یوه موکه ګڼلې ده.

د جرمني صدراعظمي هیله ښودلې چې د حماس د مشر مړینه به "په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په اړه یوې موافقې ته لاره هواره کړي."

ښاغلي بایډن وویل، هغه د اسرائیلو لومړي وزیر ته وویل: "راځئ چې له دې فرصته ګټه واخلو چې سولې ته لاره ومومو او له حماس پرته په غزه کې ښه راتلونکی ولرو."

ټاکل شوې چې ښاغلی بایډن په جرمني کې د بریتانیا له صدراعظم کیېر سټارمر او د فرانسې له ولسمشر ایمانوېل مکرون سره وګوري. دوی به په منځني ختیځ کې پر پرمختګونو سربېره د اوکرایین په اړه هم خبرې ولري.

د طالبانو حکومت

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د یحیی سنوار پر وژل کېدو خواشيني ښکاره کړې او د نړۍ له مسلمانانو یې غوښتي چې د فلسطین د مظومو خلکو د داعیې ملا وتړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد او د دوی تر واک لاندې رسنیو د طالبانو د ریاست الوزرا له ادرسه په خپره کړې ویناپاڼه کې ویل شوي "د ا.ا.ا ریاست الوزراء د حماس اسلامي غورځنګ د مشر یحیی ابراهیم حسن السنوار د شهادت له امله چې د اسرائیلي صهیونیستي اشغالګرو په یوه بريد کې په شهادت رسیدلی، حماس په ځانګړي ډول د فلسطين خلکو ته تسليت ويلی او د نړۍ له مسلمانانو يې غوښتي چې د فلسطین د مظلومو خلکو له داعیې ملاتړ وکړي."

د ازهر غبرګون

ازهر شریف د جمعې په ورځ په ښکاره د "فلسطین مقاومت شهیدان" وبلل.

الازهر په اېکس کې په یوه بیان کې ویلي چې د ځوانانو په ذهنونو کې د "فلسطین مقاومت سمبول" د تحریفولو لپاره د مبارزې هڅو پر اړتیا ټینګار وکړ او د دوی په وړاندې یې د "ترهګرۍ" توری کارېدل وغندل.

په بیاان کې همدارنګ دې ته په اشاره سره چې د "وطن، خاورې، هدف او په هدف کې د مرګ په مقابل کې مقاومت او دفاع کول هغه عزت دی چې له هېڅ بل عزت سره نه شي پرتله کېدای."

د الازهر د وینا له مخې: "نړیواله ټولنه لکه قبرونو کې د مړو په شان چوپه ده او د نړیوال قانون ارزښت د هغه لیکاڼي له بیې سره برابر نه دی چې پرې لیکل شوی".

ایران د سنوار وژل کېدل غندلي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حماس د مشر یحیی سنوار د وژل کېدو په غبرګون کې په یوه بیانیه کې ویلي: "اسلامي جمهوریت د فلسطین د مشرانو او اشرافو وژنه چې له تېرو دیارلسو میاشتو راهیسې روانه ده، په کلکه غندي".

سنوار له ایران سره ډېر نژدې ګڼل کېده.

په ۲۰۲۱ کې، سینوار له ایرانه خپله مننه په لاندې ډول څرګنده کړه: "که دا ایران نه وای، د فلسطین مقاومت به تر دې حده نه و."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پر اېکس (ټوېټر) ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې وویل: "هغه له مرګ نه وېره نه درلوده او په غزه کې یې د شهادت غوښتنه کوله. هغه تر پایه د جګړې په ډګر کې په زړورتیا جګړه وکړه."

د حماس یو جګپوړی مشر: د مشرانو وژل 'زموږ د غورځنګ پای نه دی'

د حماس یوه مشر باسم نعیم ویلي، ښکاري چې اسرائیل پر دې باور دی ګنې زموږ د مشرانو وژل "زموږ د خوځښت او د فلسطیني مبارزې پای دی، دوی چې څه وايي ودې مني، دا لومړی ځل نه دی چې داسې خبره کوي."

نوموړی وايي چې د مشرتابه مړینه د خوځښت د پای په معنا نه ده.

د حماس د سیاسي دفتر غړي باسم نعیم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې اسرائیلو "د شیخ احمد یاسین، دوکتور عبدالعزیز الرنتیسي او قومندان صلاح شحاده چې د قسام کنډکونو لومړنی قومندان و، د وژل کېدو پرمهال هم دا ډول څرګندونې کړې وې"، چې په خبره یې "حماس هر ځل لا قوي شوی او په ولس کې یې مینه‌وال ډېر شوي او دغه مشران د راتلونکو نسلونو لپاره د یوه خپلواک فلسطین پر لور د سفر د دوام لپاره سمبول وګرځېدل".

هغه حماس د ازادۍ غورځنګ وباله چې په وینا یې "واک یې د یوه داسې ولس په لاس کې دی چې ازادي او عزت غواړي او دا ولس نه ختمېدونکی دی."

نعیم ویلي: "باوري یوو چې زموږ برخلیک به له دغو دوو یو وي: بریا یا شهادت".

"د ګرانو خلکو او استثنايي مشرانو له لاسه ورکول ډېر دردوونکی او غمناک دی، موږ ډاډمن یوو چې په ‌پای کې به بریالي کېږو. دا د ټولو هغو کسانو پایله ده چې د خپلې ارادې لپاره یې مبارزه کړې".