ترکیه کې د انسټاګرام کارول بند شوي

د ترکیې د انټرنېټ ادارې د انسټاګرام ټولنیزې شبکې ته لاسرسی بند کړی دی.

د ترکیې د مخابراتو ادارې تر اوسه د دغه بندیز لامل نه دی اعلان کړی.

له دې مخکې فخرالدین التون چې د دغه هېواد یو لوړپوړی چارواکی دی، د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه د مړینې د غمرازۍ پوسټونو د بندولو له امله پر دغې ټولنیزې شبکې نیوکه کړې وه.

ښاغلي التون ویلي وو، چې انسټاګرام د اسماعیل هنیه د مړینې په اړه د خواخوږۍ پیغامونه بندوي.

نوموړي په ټولنیزې شبکې اېکس لیکلي:

"دا په ښکاره او روښانه سانسور دی."

هغه زیاته کړه، چې انسټاګرام اعلان نه دی کړی چې له قانون څخه سرغړونه شوې.

تر دې دمه میټا، چې د ټولنیزې شبکې انسټاګرام څښتنه ده په دې هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په ترکیه کې له ۵۷ میلیون څخه ډیر د انسټاګرام کاروونکي د جمعې په سهار چې له خوبه پاڅېدل دې ته یې پام شو چې نه شي کولی انستاګرم ته لاسرسی ولري.

د ترکیې د مخابراتو ادارې انسټاګرام د هغو سایټونو په لیست کې شامل کړی چې په دې هېواد کې یې کارول منع دي.

معلومه نه ده، چې دا بندیز به څومره دوام وکړي.

په ترکيه کې د انسټاګرام څارونکې یا څښتنې ادارې هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځینو د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو مشر فخرالدین التون لخوا په ټولنیزو رسنیو کې لیکل شوی پوسټ د دې یو احتمالي لامل ګڼلی دی.

ښاغلي التون د جولای پر ۳۱ ادعا وکړه، چې انسټاګرام د اسماعیل هنیه لپاره د خواخوږۍ پیغامونه لرې کوي.

نوموړی په دې برخه کې د انسټاګرام پالیسي "غندلي".

ترکیه کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د ښاغلي التون دریځ رابېرسیره کړی او ویلي یې دي، چې د انسټاګرام بندیز له هماغه وروسته پېښ شوی.

انقرې د غزې د جګړې له لومړیو ورځو راهیسې د فلسطینیانو کلک ملاتړ کړی دی.

ولسمشر رجب طیب اردوغان او نورو ترکي چارواکو د اسماعیل هنیه وژنه په کلکه غندلې او ځینو یې پړه پر اسرائیلو اچولې ده.

له پخوا راهیسې ترکیه نورې ټولنیزې شبکې لکه یوټیوب او اېکس (پخوانی ټویټر) هم فلټر کوي.

په دغه هېواد کې ټولې ټولنیزې شبکې باید خپل دفتر او استازولي ولري.

ترکیه کې د ټیک ټاک استازي د دې هېواد پارلمان ته دوه ځلې تېر کال وروبلل شول چې په دې شبکه کې د خپرېدونکو محتویاتو په اړه وضاحت ورکړي.