د فېسبوک مېټا کمپنۍ ټویټر سره سیالۍ لپاره نوی اپلیکېشن راباسي

د فېسبوک کمپنۍ 'مېټا' د ټویټر سیالۍ لپاره نوی کاریال یا اپ راباسي. دغه اپلیکېشن ترېډز نومېږي او له راتلونکې پنجشنبې به فعالیت پیل کړي.

د مېټا کمپنۍ دغه نوی اپ له اېنسټګرام سره د تړل کېدو له لارې فعالیت کوي.

پر اپل سټور د دغه اپلېکېشن پرته بڼه ټوېټر ته ورته ښکاري.

میټا ویلي چې ترېډز به د لیکنۍ مکالمې اپلیکېشن وي.

دا تر دې دمه د فېسبوک او د ټوېتر د څښتنانو مارک زوکربرګ او اېلون مسک ترمنځ سیالۍ کې وروستی ګام دی.

دوی دواړو تېره میاشت وویل چې د کږې غېږي سیالي به هم سره کوي،‌ خو لا روښانه نه ده چې په دې تړاو رښتیا څومره جدي‌ دي.

ښاغلي مسک د ټویټر یوه پیغام کې د ترېډز فعالېدو ته غبرګون ښودلی.

هغه لیکلي "شکر دی چې دوی عاقلانه مخ ته ځي."

په ورته وخت ټویټر ویلي چې د دې خواله رسنۍ مشهور ډشبورډ 'ټویټ‌ډېک' به په ۳۰ ورځو کې د تادیې چوکاټ ته ولوېږي.

اېلون مسک غواړي چې د ټویټر کاروونکي د ګډون خدماتو کې غړیتوب ته وهڅوي او دا وروستی ګام هم د همدې لړۍ او هڅو برخه ده.

هغه تېره شنبه د ټویټر کارنو لپاره د پیغامو د کتلو ورځنی شمېر هم محدود کړ.

خو د مېټا د ټرېډز له اپلیکېشنه داسې ښکاري چې خدمات به یې وړیا وي او کاروونکو ته یې د پوست یا پیغامونو د کتلو ورځنی محدودیت هم نشته.

اپ سټور کې د دغه اپلیکېشن په توضحیاتو کې لیکل شوي، ترېډز هغه ځای دی چې ټولنې پکې د هرې هغې موضوع په تړاو بحث لپاره راټولېږي، چې نن یې په اړه فکر کوي او سبا یې ټرېنډ کوي.‌

وروستیو کلونو کې ګڼ داسې اپلیکېشنونه راوتلي چې ټویټر ته ډېر ورته دي.

په دوی کې د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ 'تروت سوشیل' او مستودون هم شامل دي.

بل ورته اپلیکېشن 'بلو سکی' دی، چې ادعا کوي د ټویټر پر کارنو د ښاغلي مسک د روانې اوونۍ له محدودیتونو وروسته پرې ګڼه ګوڼه د ریکارډ تر کچې لوړه شوې ده.

خو ترېډز به ښايي په دې منځ کې د ټویټر تر ټولو پیاوړی سیال شي، ځکه خاوند یې مارک زوکربرک د خواله رسنیو بازار کې د فعالیت اوږده مخینه او دې سیالۍ لپاره کافي سرچېنې لري.

د مېټا ریلز ته تر ډېره د ټیک‌ټاک د کاپي په سترګه کتل کېږي، او سټوریز یې بیا سنپ‌چټ ته ډېره ورته ده.

د دې کمپنۍ خاوند ښايي دې ته هم سترګې پر لاره وي چې له ټویټره لېرې کېدونکي کسان به د دوی نوي اپلېکېشن ته مخه کړي.