ولې د ټیسلا سهم لرونکو اېلون مسک ته ۶۵ میلیارد ډالره منلي؟

د برېښنايي موټرو په جوړونکې کمپنۍ ټیسلا کې سهم لرونکو د دې شرکت مشر اېلون مسک ته د ریکارډ کچې ۶۵ میلیارد ډالره په ورکړې هوکړه کړې.

‌ دا هوکړه مخکې د امریکا په ډېلور ایالت کې یوه قاضي د دې اندېښنو له امله چې نورو سهم لرونکو سره بې انصافي ده، رد کړې وه.‌

سره له دې چې د ټیسلا سهم لرونکو د رایو له مخې په خپله کلنۍ ناسته کې دغه پرېکړه کړې، خو تر اوسه روښانه نه ده چې محکمه چې د دې معاملې مخه نيولې وه، ومنې او کنه.‌

د اېلون مسک لپاره دا منل شوې پیسې د انګلنډ د ښوونځیو سږني لګښت ۷۵ سلنه (۶۰ میلیارده پونډه) جوړوي.

د ټیسلا له سهم لرونکو نژدې ۷۲ سلنه یې دې معاملې ته رایه ورکړې او دایې منلې‌ ده.

ښاغلی مسک د ټیسلا ( Tesla)، سپېس اېکس (SpaceX)، اېکس (پخوانی ټویټر)، نیورلېنک (Neuralink) او اېکس اې ای (X.ai) چې د هغه د اې ای نوې پروژه ده، مشري کوي.

تاسې کېدای شي داسې دلایل وړاندې کړئ، چې: ټیسلا برېښنايي موټر د امریکا بازار ته وړاندې کړل. سپېس اېکس فضا ته په نړۍ کې تر ټولو ځواکمن فضايي توغندی واستوه.

همدارنګه نیورلېنک چارو کې یې یو کس په خپله خوښه دې ته حاضر شو، چې د نیرولېنک مایکروچپ یې په مغزو کې ځای په ځای کړل شي‌ او د همدې چپ په مټ دې شخص وکولی شول چې د خپل سوچ یا ذهن په ذریعه کمپیوټر کنټرول کړي.

اوس پوښتنه د ۵۶ میلیاردو ډالرو اضافي ونډې ده. ایا له ښاغلي مسک پرته به د ټیسلا چارې دومره بریالۍ وې؟

د ټیسلا وده

ښايي تاسې اورېدلې وي، چې ښاغلي مسک ته د اضافي ونډې هوکړه په ټیسلا کې د هغه د پاتې کېدو لپاره شوې وه.

له ۲۰۱۸ کال څخه مخکې، کله چې د دغه شرکت بورډ غړو هوکړه وکړه، هغه مهال د برېښنايي موټرونو جوړونکي په توګه د مسک د راتلونکې په تړاو شکونه وو.‌

دا معامله یا هوکړه په داسې ډول شوې وه، که ښاغلی مسک د ټیسلا د بازار ارزښت، پلور او ګټې په څېر ځینې برخې ښې نه کړي، له سره به پيسې نه ورکول کېږي.‌

که څه هم، په هغه پړاو کې نوموړي په سختۍ سره نوي بدلون ته لار هواروله، د فوربس مجلې د مالومات پر بنسټ د ۲۰۲۸ کال د شتمنو نوملړ کې یې ارزښت ۲۰ میلیارده و.

خو د هوکړې له مخې، که یادو موخو ته ورسید خورا ډېر عاید به ترلاسه کړي. که رېښتیا سره ووایو، ښاغلي مسک خپلو موخو ته ورسید.

د بېلګې په توګه بازار کې د ټیسلا ارزښت له ۵۴ میلیاردو ډالرو ۶۵۰ میلیاردو ډالرو ته لوړ شو- داسې څه چې هوکړه پرې شوې وه. له هغه وروسته بیا بیرته ۵۷۰ میلیارد ډالرو ته راټیټ شو.

د مسک د شتون ارزښت

کله چې په ۲۰۲۲ کال کې د ټیسلا حالت ټکنی شو، ویل کېدل، چې دا د ښاغلي مسک له لاسه ده ځکه له ټیسلا یې پام اوښتی او ټول سوچ یې پر اېکس یا ټویټر ورټول دی.

ښکاره ده، چې د هغه شتون د دې شرکت ارزښت ‍‌ډېر لوړ کړی دی. ښاغلی مسک د اړیکو په ټیم او رسنیو چندانې تکیه نه کوي. د دې پرځای غوره ګڼي، چې د اېکس یا ټویټر له لارې خپلو ۱۸۷ میلیون فالورانو سره په مستقیم ډول خپلې خبرې او سوچ شریک کړي.

لا هم د ښاغلې مسک پېژندل شوې څېر دغو کمپینو روښانه ارزښت ورکوي.‌ ښايي‌ هر ځای دا عمومي اړیکې یو ډول نه وي، خو تل لوړې ګټې لري.

هغه د خپل کېبورډ له شا نه ختمېدونکي نړیوال سرلیکونه یا ټویټونه په ګرده نړۍ کې جوړوي او دا ویلو شو چې ډېر لږ خلک د دې کار وړتیا لري.‌

دا هغه عمومي اړیکې دي، چې په پیسو نه اخیستل کېږي. نوموړی خورا لوړې سیاسي اړیکې هم لري.

مسک د چین د ولسمشر شي جېنپېنګ په ګډون د نړۍ له ډیرو مشرانو سره لیدلي دي.

نوموړی ادعا کوي، چې د روسیې له ولسمشر ویلادمیر پوتین سره یې په تیلیفون خبرې کړې دي. هغه جدي او توقع لرونکی مشر دی، په کار روږدی کس دی، چې د نه ځواب نه اوري.

پخواني کارکوونکي یې وايي، ان د دوی ترمنځ ډېرو تکړه کسانو به هم تاب نه شوی را وړلی، خو ده ته به عادي وه.

ډالي سنګ، چې له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۳ پورې یې سپېس اېکس کې د ښاغلی مسک لپاره کار کاوه، بي بي سي نیوز ته ویلي، چې هغه یو بې جوړې مشر یا مدیر دی.

نوموړې په ۲۰۲۲ کال کې ویلي و: "که دا موضوع نه وای. هغه څه چې یې لري، نه به یې درلودل. " نوموړې دا هم ومنله چې هغه ته کار کول سخت دي.

خطرناک کاروبار

که څه هم ونډه لرونکو ښاغلي مسک ته د یادو پیسو له ورکړې ملاتړ کړی، خو حقوقي کارپوهان وايي، دا روښانه نه ده، هغې محکمې چې د دې معاملې مخه یې نیول وه،‌ بیا ځلې رایه به ومني او که نه.‌

خو د ټیسلا پخواني ملاتړي سټیو ویسټلي د دې کال په پیل کې بي بي سي ته ویلي و، چې د مسک شتون اړین نه دی.

"اېلون یو ځانګړی لید لرونکی شخص دی. خو زه نه پوهېږم چې دا به په دې معنی وي، چې هغه دې د نن ورځې ټول شرکتونه وچلوي. "

"هیڅوک د تل لپاره د سر سړی نه پاتې کېږي، په ځانګړي توګه کله چې تاسو په یوه وخت کې د اوو شرکتونو رهبري کوئ." د ښاغلي مسک په مشرۍ د ټولو بریالیتوبونو ترڅنګ ناکامۍ هم شته دی.

څو کلونه ټیسلا هیڅ ګټه ونه کړه، یو ټویټ چې د شرکت خصوصي کېدو په اړه یې کړی و،‌ د مالي ګډوډۍ لامل شو او د څېړنو په پایله کې نوموړي اجرائیوي څوکۍ وبایلله.

ټیسلا نژدې له ماتې سره مخامخ شوې وه. د سپېس اېکس ټول توغول شوي توغندي بریالي نه شول او همدې میلیونه ډالره شرکت ته تاوان واړوه.

نیرولېنک چېپ وروسته له هغه چې د انسان په مغز کې ځای په ځای شو، ستونزه یې پیدا کړه سره له دې چې اوس دا ستونزه حل شوې.

ښاغلي مسک په دې وروستیو کې ادعا وکړه، چې سټارلینک (Starlink) اوس ان له مالي پلوه ماتې سره مخامخ دی.

خو بلومبرګ تلویزیون چې اقتصادي مسایل څاري، په یوه رپوټ کې وړاندوینه کړې، چې نوموړي د سپوږمکۍ شبکې زیربنا په جوړولو کې لوی لګښت کم کړی دی.

خو امریکا د خطر لروونکو کاروبارونو په اړه بل نظر لري. د ګوګل ډیپ مائنډ (Google DeepMind ) بنسټ اېښودونکي مصطفی سلیمان، چې اوس له مایکروسافټ سره یوځای شوی، بي بي سي ته وویل:

"د امریکا بازار نه یوازې لوی دی، بلکې د لویو خطرونو شونتیا هم په کې شته ده."

دی زیاتوي، اېلون مسک د امریکا ډېلور (هغه ایالت ته چې د نوموړي د ۶۵ میلیاره ډالرو هوکړه یې بنده کړې) ته یو کیک استولی دی. پر کیک یې د خپلې خوښې عبارت لیکلې: "د خلکو غږ، د خدای غږ دی."