علویان څوک دي او پر ضد یې د تاوتریخوالي تر شا څه دي؟

په داسې حال کې چې لیرې کړل شوي بشار الاسد ته ژمنو سیمو کې تاوتریخوالی او د غچ اخیستو اړوندې وژنې روانې دي، د سوریې لنډمهالي مشر احمد الشرع د یووالي غږ کړی دی.

دا پرمختګ له څو ورځنیو نښتو وروسته راغلی دی، چې په ترڅ کې یې د نوې حکومت امنیتي ځواکونو پر غړو تور پورې شوی چې د علوي مذهبي لږکۍ سلګونه ملکي وګړي یې وژلي دي.

ځینو شنونکو وړاندوېینه کړې وه چې د اسد د تېر کال له چټک او ناڅاپي سقوط وروسته ممکن فرقه‌ييز کړکېچونه رامنځته شي. نو علویان څوک دي او په څه باور لري؟ او ولې دا ټولنه اوس ظاهراً هدف ګرځېدلې ده؟

د ځورونې او سیاست تاریخ

علوي مذهبي لږکي د شیعه اسلام یوه څانګه ده. دا فرقه د نهمې او لسمې پېړۍ په اوږدو کې په سوریه کې راڅرګنده شوه.

علوي د "علي پلویان" مانا لري - علي د پیغمبر محمد (صلی الله علیه وسلم) د تره زوی او زوم و. علویان له شیعه مسلمانانو سره دا شریکه عقیده لري چې امام علي د پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) ریښتینی وارث و.

د سوریې دا کوچنۍ لږکۍ ده، چې له ځورنې او صلیبي جګړو ژوندۍ پاتې شوې، د اسد د کورنۍ د پنځوس کلنې واکمنۍ پر مهال یې د سوریې واکمنو بنسټونو کنټرول ترلاسه کړ. دا واکمني تېر کال په ډراماتیک ډول پای ته ورسېده.

د علویانو دیني اعمال، چې ویل کېږي د کرسمس او زردشتي نوی کال لمانځل پکې شامل دي، ان د ډېری مسلمانانو لپاره ناڅرګند دي.

دوی د سوریې د نفوس شاوخوا ۱۰٪ جوړوي او له سُني مسلمانانو وروسته دویمه لویه مذهبي ډله ده.

علویان عمدتاً د سوریې په ساحلي ولایتونو لکه اللاذقیه او طرطوس کې مېشت دي، خو په ترکیه، عراق او لبنان کې هم شته.

په ۱۹۷۰ کال کې د پخواني ولسمشر بشار الاسد د پلار حافظ الاسد له کودتا وروسته، علویانو د سوریې اصلي بنسټونه او امنیتي ادارې تر خپل واک لاندې راوستې.

د منځني ختیځ مسلمانان علویانو ته د ډېر ازاد‌ فکره یا ان سیکولر خلکو په سترګه ګوري. د اسد د واکمنۍ پر مهال ښځې حجاب اغوستلو ته نه وې هڅول شوې او ډېرو نه روژه نیوله او نه یې لمونځ کاوه. ځینې مسلمانان علویان ان مرتده فرقه ګڼي.

د دې فرقې نفوذ او ځواک، چې د سني اکثریت لرونکي هېواد واکمنان وو، د بشار الاسد له تېښتې سره سم، چې تېر ډسمبر یې روسیې ته پناه یووړه، په یو شپه کې له منځه ولاړ.

څه د دې ټولو وژنو لامل شوي؟

د سوریې لرې کړل شوی مشر بشار الاسد یو علوي و. هغه د سوریې په پوځ او امنیتي ادارو کې، چې د ظلم له کبله بدنام وو، علویانو ته ترجیح ورکوله او د بشري حقونو د ډلو په وینا، دغو ځواکونو د سُني اکثریت نفوس په نښه کړی و.

سربېره پر دې، ډېری عام علویان وایي د اسد د واکمنۍ پر مهال دوی هم ځورول شوي او کړاو یې ګاللی، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د هغه د واک مخالف وو.

اوسنی تاوتریخوالی تېره اونۍ وروسته له هغه پیل شو، کله چې اسد ته ژمنو جنګیالیو - چې له وسلو اېښودو یې انکار کړی - د ساحلي ښارونو اللاذقیه او جبلة شاوخوا ګې امنیتي ځواکونو ته څُو 'کمین' ونیو، چې په پایله کې لسګونه کسان ووژل شول.

غیاث دلله، چې د اسد په پوځ کې پخوانی ډګر جنرال و، د اوسني حکومت پر ضد د نوي بغاوت اعلان کړی او ویلي یې دي چې "د سوریې د ازادۍ لپاره نظامي شورا" جوړوي.

ځینې راپورونه ښيي چې د اسد د رژیم پخواني امنیتي افسران، چې د وسلو تسلیمولو ته نه دي حاضر، په غرونو کې د مقاومت ډله جوړوي.

د علوي ټولنې په نښه کول، چې اوس لیدل کېږي، د سوریې د اوسنیو امنیتي ځواکونو له لوري د غچ اخیستو عمل بلل کېږي.

د سیمې اوسېدونکو، چې له بي بي سي سره یې خبرې کړي، ویلي ډېری علویان د دغو مقاومت ډلو له جوړېدو سره مخالفت لري او غیاث او نور د اسد پلوي سخت‌دریځي د تاوتریخوالي مسؤول ګڼي.

د وژنو له پیلېدو راهیسې، راپورونه وايي چې سلګونه کسان له خپلو کورونو تښتېدلي، په ځانګړي ډول د اللاذقیې او طرطوس له ولایتونو - چې د اسد د ملاتړ مرکزونه ګڼل کېږي.

سیمه‌ییزو خلکو د چور او د ماشومانو په ګډون د عامه وژنو – رامنځ‌ ته کېدو خبره کړې او ویلي یې دي چې مړي په کوڅو کې پراته دي.

بي بي سي د راپور شویو مرګ‌ژوبلو شمېره نه ده تایید کړې، خو یو بریتانیا مېشتی څارونکی سازمان وایي، د تېرې جمعې او شنبې په ورځو د سوریې لوېدیځ ساحل کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ ملکي علویان د "عامه وژنو" په ترڅ کې وژل شوي.

همداراز، د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د معلوماتو له مخې، ۲۳۱ د امنیتي ځواکونو غړي او ۲۵۰ د اسد پلوي جنګیالي هم په جګړو کې وژل شوي دي.