سوریه کې پاتې ایرانۍ اډې: کنډوالو کې د کلونو پوځي شتون میراث

  • Author, نفیسه کوهنورد
  • دنده, د منځني ختیځ مشره خبریاله، بي‌بي‌سي فارسي، سوریه

پر پوځي چپرکټونو چڼاسکو وهلي نیمه‌خوړل شوي خواړه، پوځۍ جامې او پرېښودل شوې وسلې؛ دا ټول د هغه وخت د یوه ناڅاپي شاتګ پاتې شوني دي چې سوریه کې د ایران او پرې د تړلو ډلو پاتې یوه مرکز کې لیدل کېږي.

دا صحنه د ګډوډۍ او بی نظمي کیسه کوي. ښکاره ده چې دلته په دې پوځي مرکز کې ځای پر ځای شوي ځواکونه له موکې موندلو پرته په بیړه تښتېدلي او په دې توګه د لسو کالو پوځي حضور یوازې په څو اونیو کې په سېند لاهو شوی.

د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک او د بهرنۍ څانګې قدس ځواک یې ځمکتل کې د مرکزونو یوه ژوره شبکه درلوده، وسلې یې پکې ساتلې او زرګونه وسله وال یې په کې روزل.‌ دا د ایران لپاره د اسرائیلو پر ضد د "امنیتي کمربند" جوړولو یوه برخه وه.

موږ د ادلب ولایت خان شیخون ښار ته نژدې یو. مخکې له دې چې د بشار اسد نظام د تېر کال (۲۰۲۴) د ډیسمبر پر اتمه ړنګ شي،، دا ځای د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو او د هغوی د ټلوالو یو ستراتیژیک او کلیدي مرکز و.

له اصلي سړکه د دې پوځي مرکز لاره چې د شګو او ډبرو د امبارونو په شا کې پټه ده، په سختۍ ليدل کېږي. پر تپه ولاړ یو څلی د ایران د بیرغ په رنګونو رنګ شوی او پر مرکز څار کوي.

د رسیدونو یوه کتابچه د دې پوځي مرکز نوم تاییدوي: "د شهید زاهدي موقعیت"، چې د محمدرضا زاهدي په نوم نومول شوی دی. دا د سپاه پاسداران یو لوړپوړی قومندان و. هغه د ۲۰۲۴ کال د اپریل پر لومړۍ نېټه سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ په یوه هوایي برید کې- چې اسرائیلو ته منسوب و، ووژل شو. د رسید شاته د خوشنویسۍ په ډول په نیلي قلم د فریدون مشیري مشهور شعر لیکل شوی: "بی تو مهتاب شبی باز از آن کوچه گذشتم" (سپوږمۍ له تا پرته زه یوه شپه بیا له هغې کوڅې تېر شوم).

د رسید کتابچه کې هم د فارسي ژبې په توګه د توکو امرونه ترتیب شوي دي: چاکلېټ، شکري حلوا، وریجې او د پخلي غوړ. د دې رسید نېټه د اکتوبر میاشتی نیمایي ده، یعنې یوازې څو اونۍ مخکې له دې چې بشار اسد سقوط وکړي. دا هغه یوه نښه ده چې د دې پوځي مرکز کې د ژوند عادي فعالیتونو تر وروستیو شېبو دوام درلود.

خو اوس د دې پوځي مرکز نوي استوګن نور خلک دي: دوه وسله‌وال اویغور وسله‌وال چې د "هیئت تحریر شام" د اسلام‌پالې ډلې غړي دي، د دې ډلې مشر احمد الشرع اوس د سوریې لنډمهالی ولسمشر دی.

اویغوریان ناڅاپه زموږ تر شا له نظامي موټر سره راښکاره شول او موږ ته یې وویل چې خپل د رسنیو اجازه لیک وروښیو.

یوه یې راته کړل: "ایرانيان دلته وو. ټولې تښتېدلي دي." هغه په خپله مورنۍ ژبه چې یو له ترکي ژبو ده خبرې کوي. "هر څه چې دلته وینئ د هغوی دی. حتی دا پیاز او پاتې خواړه."

په انګړ کې د تازه پیازو ډکې بوجۍ لیدل کېږي چې اوس یې د ځینو نشونه راوتلي دي.

دا پوځي مرکز د سپینو ډبرو د غونډیو په زړه کې د کیندل شوو تونلونو یوه برخه ده. په ځینو بې کړکۍ خونو کې فلزي دوه پوړیزه چپرکټ اچول شوي. د یوې لارې د چت پر سر د ایران بیرغ رسم شوی او په بله سمڅه کې د ډبرو پر سر لا هم څو فارسي کتابونه پاتې دي. ډېری یې د "مقاومت د محور شهیدان" او هغو سپاه پاسداران قومندانانو په اړه دي چې په سوریه کې وژل شوي دي.

ځینې پاتې شوي اسناد حساس او پټ معلومات لري چې ټول یې په فارسي ژبه دي. د ځواکونو شخصي معلومات؛ د پوځي پرسونل کوډونه او د دوی د کورنیو پتې، تر مېرمنو او د هغوی د ایران د تلیفون شمېرو پورې پکې دي. ځینې اسناد ښيي چې د اډې ځینې ځواکونه د فاطمیون لښکر غړي وو، چې ایران د سوریې په جګړه کې د افغانانو په ګډون جوړ کړی و.

د ایران له ملاتړ برخمنې ډلې سره تړلو سرچینو بي بي سي فارسي ته تایید کړې چې دا اډه تر ډېره د افغان ځواکونو لپاره وه، خو تر څنګ یې ایراني پوځي سلاکانو او کله ناکله قومندانانو هم حضور درلود.

د تهران د سوریې په جګړه کې د پوځي مداخلې یوه له مهمو دلایلو "له جهادي سخت دریځو ډلو سره مبارزه" او د "شیعه ګانو د مقدسو ځایونو" د ساتنې لپاره د سني افراطیانو پر وړاندې جنګېدل وو.

په همدې دلیل، ایران ملېشې جوړې کړې چې تر ډېره افغانان، پاکستانیان او عراقيان پکې وو.

پر دې ټولو سربېره، په وروستیو حساسو شېبو کې ایران ښکاري چې غافلګیر شوی او لازم تیاری یې نه درلود. د اسد له پرځېدا مخکې یې ځینو پوستو په وروستیو ساعتونو کې د شاتګ امر ترلاسه کړی دی. د ایران په ملاتړ د عراقي یوې ملېشې ډلې یو لوړ پوړي غړی وايي: "بدلونونه ډېر ژر پیل شول. ان په ځینو ځایونو کې د دې امر و چې یوازې خپل بکس واخلئ او درومئ."

سپاه پاسداران ته ځینو نژدې سرچینو بي بي سي ته ویلي، ډېری ځواکونه اړ شوي چې عراق ته وتښتي او ځینو ته امر شوی و چې لبنان ته لاړ شي یا روسي اډو ته ورشي چې روسان یې له هغه ځایه ولېږدوي.

محمد رباط چې د هیئت تحریر شام غړی دی، د دې ډلې د پرمختګ شاهد و او په ادلب کې له خپلې اصلي اډې د حلب او دمشق په لور روان و.

هغه وايي، دوی فکر کاوه چې عملیات به یې "شاوخوا یو کال" دوام وکړي او په غوره حالت کې به "حلب په درېیو یا شپږ میاشتو کې ونیسي." خو په ډېره حیرانتیا یوازې په څو ورځو کې حلب ته ورننوتل.

د اسد رژیم ژر سقوط د ځینو پېښو د یوې لړۍ پایلې وې چې د حماس لخوا د اکتوبر پر اومه له برید وروسته پېښې شوې وې.

له دې برید وروسته اسرائیل سوریه کې پر سپاه پاسداران او د ایران له ملاتړ برخمنو ډلو پرضد خپل هوایي بریدونه ډېر کړل. هم‌مهاله، په لبنان کې د حزب‌الله پر ضد یوه بشپړه جګړه پیل شوه چې د دې ډلې د قوماندې جوړښت او پراخ نظامي تجهیزات یې په نښه کړل. دغه جګړه د حزب‌الله د عمومي منشي حسن نصرالله د وژل کېدو لامل شوه.

د ۳۵ کلن محمد رباط په نظر، دا "رواني ګډوي" چې ایران او حزب‌الله ورسره مخ وو، د سوریې په جبهاتو کې د دوی ژر سقوط کې مهمه ونډه لرله. هغه حالت چې محمد یې د هیئت تحریر الشام لپاره "خدايي ډالۍ" بولي.

خو هغه وایي اصلي ګواز له داخله راغلې و: د اسد او د هغه د ایران له ملاتړ برخمنو متحدانو تر منځ شخړه.

"پر سپاه پاسداران پورې اړوندو ډلو اسد په خیانت تورن کړ او باوري وې چې هغه یې دریځونه اسرائیل ته افشا کوي. همدا لامل شوه چې د دوی ترمنځ لویه بې‌باوري رامنځته شوه او د پوځي همکارۍ امکان یې ستونزمن کړ."

د خان شیخون جګړه‌ځپلې سيمه کې د تېرېدو پر مهال، موږ یوې کوڅې ته ورسېدو چې پر ټولو دېوالونو یې د ایران بیرغ رسم شوی و. دا لار د یوه ښوونځي ودانۍ ته رسېږي چې ایراني ځواکونو د قوماندې د مرکزي پوستې ګټه ترې اخیسته.

پر ټولو دېوالو یې په فارسي لیکنې وې.‌

د تشناب د دروازې ترڅنګ، د ایران د اسلامي جمهوريت شعارونه لیدل کېدل: "مرګ پر اسرائیل" او "مرګ پر امریکا".

روښانه ده چې دغه ځای هم په وروستیو شېبو کې تخلیه شوی و. موږ ځینې اسناد پیدا کړل چې ځینې یې "محرمانه" او "ډېر محرمانه" وو. د ترفېع داخلي لیکونه (مکتوبونه)، د قدس ځواکونو د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د وژلو د کليزې د امنیتي تدابیرو او ان وروستیو دوو کلونو کې د بودیجې کموالی په اړه هم وو.

پر دې سربېره، د دې ځواکونو شتون د سیمه‌ییزو اوسېدونکو پر ژوند هم سیورې غوړولی و.

۶۵ کلن عبدالله، او کورنۍ یې له هغو لږو کسانو ده چې په سیمه کې د سپاه پاسداران اړوندو ډلو د حضور پر مهال یې ژوند کاوه. عبدالله وايي د دې ځواکونو له حضور سره سره، په دې سیمه کې ژوند ډېر سخت و.

د هغه کور یوازې څو متره له دې ستاد څخه لېرې دی او د دوی ترمنځ ژور خندقونه او سیم‌خاردار موجود دي.

د هغه کور څو متره له دې پوښتې لیرې دی او منځ کې یې ژورې کندې او اغزن سیمونه لګول شوي.

"د شپې تګ-راتګ منع و او ان ما ته اجازه نه وه چې خپلو مېږو ته شپاله کې واښه ورکړم. که به مو مېلمانه رابلل، باید مخکې له مخکې مو له ځواکونو اجازه اخیستې وای. "

د عبدالله ګاونډی کور پر یوه پوځي مرکز بدل شوی و. هغه د کور چت ته اشاره کوي او د څارونکو خونه چې له شګو ډکو بوجیو ډکه ده وايي: "هغوی هلته کېناستل او د خپلو وسلو خولې یې لارې ته نیولې وې او موږ ټولو ته یې د شک په سترګه کتل".

د هغه په وینا، اکثرو دې ځواکونو حتی په عربي ژبه خبرې نه کولې. "هغوی افغان، ایرانی او د حزب‌الله لبنان وو. خو موږ ټول یې ایرانی ګڼل ځکه چې ایران یې کنټرول کاوه."

د عبدالله مېرمن جوریه وايي هغه د "ایراني ملېشو په تللو ډېره خوشاله ده، خو لاهم هغه "ذهني فشار او وېره" یې په ذهن کې ده چې ددغو ځواکونو په مخ کې به په ترهه کې تېرېدل. هغې فکر کاوه چې د دواړو خواوو ترمنځ جګړه کې به یوه ورځ ‌ایسار پاتې شي؛ ځکه چې ظاهراً ایران پلوو ډلو د خپلو دفاعي ځایونو تقویت او د هیئت تحریر شام سره د جګړې لپاره تیاري نیول. خو "یوازې څو ساعتونو کې ناڅاپه ورک شول."

ځینې اوسېدونکي اوس بېرته راستانه شوي دي. لکه عبدو چې لس کاله له خپلې کورنۍ سره بې ځایه شوی و.

موږ د هغه له کورنۍ د هغه د یوه خپلوان کور کې ولیدل وو. عبدو وايي: "موږ باید د خپل تره په کور کې پاتې شو، ځکه چې ایرانی ملېشې زما کور نیولی و او زیانمن شوی او د بیا جوړونې اړتیا لري."

هغه وايي په دې څو کلونو کې یې څو ځله هڅه کړې وه چې خپل کور ته ورشي، خو اجازه نه ده ورکړل شوې.

"زما کور پر یوه نظامي مرکز اوښتی و. شاوخوا یې موانع جوړ کړي وو او ترې چارچاپېره د تلاشۍ پوستې وې او د ایران بیرغ یې پرې لګولی و."

"دا اشغال و. د ایران لخوا اشغال."

سوریې ته زما د سفر پرمهال او د سوریې له خلکو سره په خبرو کې مې ولیدل چې د روسیې پرتله هلته د ایران پر وړاندې غوصه ډېره زیاته ده.

ما د هیئت تحریر شام له اړي محمد رباط وپوښتل چې ولې دا ډول دي.

"روسانو له اسمانه بمبار کاوه او یا به خپلو پوستو کې وو او اکثراً د خلکو له سترګو پټ وو. خو ایرانیان او د هغوی ملېشې په میدان کې وې او له خلکو سره یې داسې ورځني تعامل درلود چې خپل حضور وښيي او ډېر یې پر دې خوشحال نه وو."

دا احساس اوس په سوریه کې د ایران پر وړاندې د نوو واکمنانو په تګلارو کې هم څرګند شوی دی.

نوو چارواکو د اسرائیلیانو په شان سوریې ته د ایرانیانو پر سفر هم ممنوعیت لګولی. داسې بندیز چې پر روسانو نه شته.

په دمشق کې د ایران سفارت چې د اسد د حکومت له سقوط وروسته د قهرېدلو اعتراضیانو لخوا پرې برید شو، لا هم تړلی دی.

د سوریې په بدلونونو کې د ایراني چارواکو غبرګونونه متضاد وو.

په داسې حال کې چې آیت‌الله علی خامنه‌ای له "سوري ځوانانو" غوښتي وو، د هغو کسانو پر وړاندې چې سوریې ته "بي‌ثباتي" راوړي، "مقاومت" وکړي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو متوازن لیدلوری غوره کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند په وروستیو خبري کنفرانسونو کې څو ځله ټینګار کړی ایران "له هر حکومت سره چې د سوریې د خلکو ملاتړ وي، ملاتړ کوي."

په مقابل کې د سوریې نوی مشر احمد شرع په خپله یوه لومړنۍ مرکه کې د اسد پر وړاندې خپله بریا د "ایراني پروژې څلورو لسیزو د پای" په توګه یاده کړه. که څه هم هغه له تهران سره د "متعادلو" اړیکو جوړولو امکان نه دی رد کړی.

اوس مهال، په سوریه کې د ایران هېڅ ډول هرکلی نه کېږي. له کلونو هڅو سره سره چې هلته خپل نظامي حضور پراخه کړي او هر هغه څه چې تهران یې هڅه کوله جوړ کړي، له لاسه وتلي او ویجاړ شوي دي، نه یوازې په جګړه کې بلکې په سوریې کې د لویې ټولنې په نظر کې هم.

خو داسې ښکاري چې ان تر وروستیو ورځو پرې ایران او د هغه ټلوالانو هڅه کوله خپل پوځي مرکزونه پراخه کړي. د دې تپو په زړه کې له یوې پرېښودل شوې اډې سره نژدې، موږ له نورو تونلونو سره مخ شوو چې د جوړولو کار یې نیمګړی پاتې شوی دی. دې برخه ظاهراً باید یو ساحوي روغتون جوړ شوی وای. پر دېوالونو یې سیمونه لا هم لامده وو او د نوې رنګ بوی ترې راتله.

خو اوس هغه څه چې پاتې دي، د یوې لنډې جګړې نښې دي: څو ګولۍ او یوه پوځي درېشي چې په وینو ککړه ده.