د ټویټر مخکښو اکونټونو له پیسو پرته نیلي رنګه نښه بېرته ترلاسه کړه

د ټویټر ځینو حسابونو چې له یو میلیون څخه ډېر پل څارونکي (فالورز) لري خپله نیلي رنګه ټویټري نښه (نیلي ټیک) بېرته ترلاسه کړه.

ټویټر د پيسو له اخیستو پرته دا پېرزوینه پر دوی کړې ده.

امریکايۍ سندرغاړې بیونسي، انګرېزی فوټبال لوبغاړی هیري کین، انګریزی تلویزیوني ویاند ریچارډ عثمان او انګریزۍ د جامو ډیزاینوونکې ویکتوریا بیکهم د هغو کسانو په ډله کې دي چې خپل نیلي ټیک یې بېرته ترلاسه کړی دی.

د بي بي سي خبري ټویټر اکاونټ هم خپله زېړ رنګه ټویټري نښه له پېسو پرته ترلاسه کړې.

مخکې له هغه چې ایلون مسک ټویټر وپېري نیلي رنګه نښه د اصلي اکونټونو پېژاند و.

دا په اصل کې د تصدیق کولو وسیلې په توګه کارول شوې وه، چې د جعلي حسابونو او د غلطو معلوماتو د خپریدو مخه ډب کړي.

اوس دا نیلي رنګه نښه د ټویټرونو د اکونټونو ډول ته اوښتې ده یعنی هغه اکونټونه چې نیلي رنګه نښه لري بېله بیه لري او هغه اکونټونه چې زېړه یا طلا رنګه نښه لري هغه بېله بیه لري.

د یادو اکونټونو بیې له ۸ ډالرو پیل کېږي چې هره میاشت به ټویټر ته ورکول کېږي.

د ټویټر نوي خاوند اېلون مسک چې د نړۍ تر ټولو شتمن سړی هم دی، له دې مخکې ویلي و، دا خواله رسنۍ له خپلو هغو کارنو د میاشتې ۸ ډالر اخلي چې غواړي پر حساب یې د نوم ترڅنګ د تایید 'نیلي ټیک' یا نښه لګېدلې وي.‌

هغو کسانو چې دا نیلي رنګه نښه یې له پخوا درلوده او نه یې غوښتل، پیسې پرې ورکړي ټویټر د روانې اپریل میاشتې په ۲۰ مه دا نښه ترې واخیسته.

له دې مخکې ایلون مسک ویلي و، چې کله یې ټویټر وپېره یاد شرکت په سخت مالي حالت کې وه. هره ورځ به یې ۴ میلیون ډالره زیان کاوه.

اوس داسې ښکاري چې ټویټر د پېسو ګټلو لپاره بېلابېلې لارې لټوي.