مصر کې نوې کشف شوې مجسمه د 'دویم رمسیس نه ده'

د مصر د لرغونو اثارو وزیر ویلي، وروستیو کې د قاهرې خټینه ځمکه کې کشف شوې مجسمه د دویم رمسیس نه ده، بلکې ښايي د یوه بل واکمن وي.

وزیر خالد العناني یوې خبري غونډې ته وویل، په لږ ټینګاره سره ویلای شو چې دا مجسمه د لومړي "اپسماتیک" پاچا ده، چې له میلاد وړاندې یې د ۶۶۴ او ۶۱۰ کلونو ترمنّ مصر کې واکمني کړې ده.

کارپوهان پر دې باور دي چې دا د دویم رمسیس مجسمه ده - چې له اپسماتیک یې شپږ سوه کاله وړاندې واکمني کړې - ځکه چې د هغه اړوند یوه ځانګړي معبد ترڅنګ کشف شوې ده.

خو پر دې لویې مجسمې د اپسماتیک له پنځو نومونو یو په مجسمه کې حکاکي شوی دی.

العناني وايي، په هر حال، ددې مجسمې کشفېدل مهمه چاره ده.

"اهرام آنلاین" وېبپاڼې د یاد وزیر له خولې ویلي: "که رښتیا هم دا مجسمه د اپسماتیک وي، نو دا به په مصر کې د وروستۍ واکمنۍ تر ټولو لویه کشف شوې مجسمه وي."

کارپوهانو وروسته تر هغه یوه تېروتنه کشف کړه، چې د قاهرې موزیم ته یې له خټو دغه نهه متره لوړه مجسمه لېږدوله.

دا مجسمه د مصري - جرمني د لرغونپوهانو د ګډې ډلې له خوا په اوبو کې نیمه ډوب حالت کې موندل شوې، او څو ټوټې شوې ده، چې یوازې د سینې وزن یې درې ټنه دی.

د لغرونو اثارو وزارت ویلي، د مجسمې د ترمیم او د دوو برخو یوځای کېدو د شونتیا هیله لري.