ولې د ۱۶مې پېړۍ یوه ستورپېژندونکي وړاندوینې لا هم مشهورې دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
تېره اوونۍ د پاپ فرانسیس له مړینې وروسته، پر انټرنېټ ډېرو خلکو د ۱۶مې پېړۍ د فرانسوي ستور پېژندونکي نوستراداموس په اړه پلټنې کړې دي. دا لومړی ځل نه دی چې نړۍ کې د کومې لویې پېښې پر مهال د هغه وړاندوينې بیا راژوندی کېږي او یا دا چې د ده نوم دې د خلکو په خولو وي.
پوښتنه دا ده چې ولې لا هم خلک دغه وړاندوينې کوونکي ته لېوالتیا لري او یا د ده په اړه پلټنه کوي؟
میخایل دي نوتردېم، چې په نوستراداموس مشهور و، یو فرانسوی طبيب و، چې هغه مهال به یې د طاعون د سختې وبا ناروغان درملول. هغه همداراز یو اماتور یا نامسلکي ستور پېژندونکی و، چې خپلې مشورې او وړاندوینې یې په ۱۵۵۵م کال کې خپرې کړې.
د ده دا کتاب څه باندې ۹۰۰ څلوریزې یا څلور کرښهییز شعرونه لري. نوستراداموس ټینګار کړی چې هغه په دې اثر کې د راتلونکي او په ځانګړي ډول ویرجنو حالاتو په اړه وړاندوینې کړي دي.
که څه هم د هغه څلوریزې کله-کله دومره مبهمې بلل کېږي، چې د ځينو په اند هر څوک کولی شي د خپل وخت پېښې پرې وتړي، خو یوه یې چې په دغو ورځو کې بیا مشهوره شوې داسې ژباړل شوې، چې پکې د یوه " ډېر زاړه پاپ مړینې ته اشاره شوې."
د ایټالیا په واتیکان کې د پاپ فرانسیس له مړینې وروسته زیات شمېر خلکو په انلاین لیکنو او ټولنیزو رسنیو کې د خپلو پوسټونو له لارې دا هغه ته منصوبه کړې ده.
له ۱۵۵۵م کال راهیسې لسګونه پاپان مړه شوي، خو دا لا هم نه ده څرګنده، چې ولې د هغه دا وړاندوینه په ځانګړي ډول له پاپ فرانسیس سره وتړل شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ستور پېژندنه (نجوم شناسي) چې ډېر علمي او ساینسي بنسټ نه لري او په ۱۶مه پېړۍ کې یې ډېر شهرت وموند ادعا کوي، چې "ستوري د انسانانو په چارو اغېز کوي."
په هغه دور کې د طالع کتونکو نجومیانو هټۍ او مرکزونه په پراخه کچه جوړ شول چې خلکو ته یې له مسلکي دندو نېولې تر شخصي اړیکو او روغتیا پورې په هره برخه کې مشورې ورکولې.
د دوی له منځه نوستراداموس یو خورا مشهور ستورپېژندونکی و، هغه به د شتمنو، بانفوذه څېرو او مشهورو خلکو طالع کتلې او خلکو ته به یې تعبیرونه ویل.
خو هغه هېڅکله په ستور پېژندنه کې رسمي او تخصصي زدکړې نه وې کړې، په داسې حال کې چې په هغه وخت کې دا یوه علمي او ارزښتمن مسلک بلل کېده.
سره له دې چې هغه مهال ځینو نوستراداموس دروغجن او د هغه وړاندوینې دروغ بللې، خو د هغه لنډو شعرونو د خلکو ترمنځ ډېر شهرت وموند او د هغه لیکل شوي اثارو هغه مهال تر ټولو ډېر پلورل کېدونکي کتابونه شول.
د دې یو لامل دا هم و، چې ۱۶مه پېړۍ د لوېدیځوالو لپاره له کړاونو، جنجالونو او جنګونو ډکه بلل کېده او خلک په کې د فصلونو خرابوالي، لوږې او ناروغیو له کبله ناهیلي شوي وو.
په داسې کړکېچن وضعیت کې د نوستراداموس وړاندوینې د خلکو پام ځکه خپل کړی و، چې دوی ته هم خبرداری و او هم یې یو ډول هیله او ډاډ ورکول.
د بريتانیا اکسفورډ پوهنتون کې د ادیانو او سایسني علومو تاریخ پوهه ډاکټر مېشل فېفر وایي، "د ګډوډۍ پر مهال اندېښنه ډېره وي او خلک پوښتنو ته ځوابونه لټوي، دوی د داسې هیلو او پلان تږي او د څېړنو لټون کوي، چې دوی ته څه ډاډ ورکړل شي."
نن سبا هم په هغو ټولنو کې چې خلک یې ناهیلي وي او د روښنايي کوم څراغ لټون کوي، ورته لارو چارو ته مخه کوي او ځان ته یو ډاډ ګوري.
د نوستراداموس لوستونکو او پلویانو هم هغه مهال د خپل ګډوډ ژوند سمولو هڅه کوله او داسې هیلې به یې ټوکولې چې ګواکې کوم بدلون هم را روان دی.
له هغه مهال سلګونه کاله وروسته هم د هغه یو شمېر پلویان ادعا لري چې نوستراداموس د یو شمېر تاریخي پېښو لکه د دواړو نړیوالو جګړو، اتومي بمونو کارېدلو، د هېټلر حکومتولي او د کورونا وبا یادونه او وړاندوینه کړې، خو حقیقت دا دی چې هغه کله هم دا پېښې په نوم نه دي یادې کړي.
د رود آیسلنډ پوهنتون د منځنیو پېړیو د تاریخ استاده، جوئل رولوکوسټر وایي، "د هغه وړاندوينې دومره مبهمې او عمومي دي چې هر حالت ته تطبیقېدای شي."
نوموړې زیاته کړې دا ډول وړاندوینې او خبرې په هر چوکاټ او زمان کې ځانته ځای پیدا کولی شي.
دا علمي نظر په خپل ځای، خو له دې ټولو سره د هغه نوم او وړاندوینې د خلکو تر منځ مطرح دي او یادېږي.
یو دلیل یې دا بلل کېږي چې د هغه ډېرو وړاندوینو کې نېټې نه دي یادې شوې، نو خلک هر وخت دا شعرونه او د هغه لیکنې د خپل وخت پېښو سره تړي. د هغه لیکل شوي کتابونه په پراخه کچه پلورل شوي، یوازې په انګلیسي کې یې له سلو په ډېرو موضوعاتو اثار شته.

د عکس سرچینه، Getty Images
په شلمه پېړۍ کې داسې کتابونه خپاره شول چې د هغه ځينې وړاندوینې یې له نړیوالو خبرونو سره وتړلې او دغه کار یې شهرت نور هم زیات کړ.
د سپتمبر ۱۱مې له پېښې وروسته هغه مهال چې امریکا کې الوتکو له دنګو ودانیو سره ټکر وکړ، د نوستراداموس کتابونه د پلور تر ټولو لوړ نوملړ کې وو. دا پېښه یې پلویانو د هغه له وړاندوینو سره وتړله.
هغه مهال نیو یارک ټایمز راپور ورکړ چې له دې پېښو وروسته، یوه برېښنالیک ډېر مشهور شو، چې پکې د نوستراداموس له مختلفو شعرونو ټوټې اخیستل شوې وې، او ان ځینې داسې خبرې پکې لیکل شوې وې چې اصلاً د هغه نه وې، لکه د نوي ستر ښار پر لور اور روان دی، د یارک په ښار کې به برید او لویه ویجاړي وشي.
د هغه پلویان ادعا کوي چې نوستراداموس د ځينو نورو پېښو د بېلګې په ډول د اپالو سپوږمۍ ته د سفر، د چیلنجر فضایي بېړۍ چاودنه او ان د ملکې الزابیت دویمې مړینې په اړه هم وړاندوینې درلودې.
نن سبا ډېر خلک د نوستراداموس اصلي لیکنې نه لولي، خو د انټرنېټ لیکنو یا ټولنیزو رسنیو له لارې ورسره آشنا کېږي او ورته مراجعه کوي.
دا مهال د پاپانو په اړه د هغه وړاندوینې بیا خپرې شوي.
د پاپانو اړوند یوه مشهوره وړاندوینه چې سنټ مالاکي ته منسوبه ده، ځینې خلک داسې تعبیروي چې پاپ فرانسیس به وروستی پاپ وي، خو پوهانو د دغې لیکنې اصلیت تر پوښتنې لاندې راوستی او ټینګار یې کړی چې دا لیکنه په اصل کې د سیاسي موخو لپاره جوړه شوې او دا چې ریښتینوالی او تاریخ یې مشکوک دی.
د میامي پوهنتون د سیاسي علومو استاد، پروفیسور جوزف یوسینسکي، وايي، "ځينې وړاندوینې د خلکو لپاره په زړهپورې او حیرانوونکې وي دا ځکه چې یو شمېر خلک داسې لیدلوري ته مایل وي چې له نورو سره توپیر ولري."
هغه وايي، ځینې وختونه د ساعتیری یا تسلیت په لټون یو شمېر خلک دې مفروضو او وړاندوینو ته مخه کوي او دا ځکه چې دا ورته ارام ورکوي او ځينو ته د هیلو سرچینه ګرځي."
څېړونکي وايي دا د کومې حیرانتیا خبره نه ده چې د نوستراداموس او نورو وړاندوینې به تر ډېره مطرح او یا د خلکو په خولو وي.
ډاکټر فېفر وايي، "په سخت وخت کې چې خلک له نامعلوم حالت سره مخ وي او هڅه کوي چې د راتلونکي په اړه کومه هیله او ډاډ ومومي، نو د ستور پېژندونکو وړاندوینې لا اهمیت پیدا کوي."
هغه وايي په عمومي ډول انسانان د ناڅرګند حالت پر وړاندې ښه احساس نه لري او له همدې کبله د تاریخ په اوږدو کې طالع کتونکو، ستورپوهانو او نورو د خلکو په ارامولو کې خپل رول درلود او لارښوونې یې کولې.