پاپ فرانسيس او منځنی ختیځ

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, داليا حيدر
- دنده, بيبيسي نیوز عربي
د واتیکان په سینټ پیټرز چوک کې عیسی؛ هغه تي خور ماشوم چې د زیتون له لرګي توږل شوی و، په شا پروت و، په فلسطیني (کوفیه) کې نغښتل شوی و. کوفیه یوه دودیزه عربي ټوټه ده چې پر سر یا غاړه اچول کېږي. دا په ځانګړي ډول د فلسطینیانو ملي نښه هم ګڼل کېږي. د عیسی علیه السلام د مجسمې شاوخوا د فلسطین د زیتون له ونو جوړ شوي لرګینې نمونې هم وې او پاس یې د بیت لحم ستوری و، چې په لاتیني ژبه پرې لیکل شوي وو: " په اسمانونو کې دې د خدای جلال وي، پر ځمکه دې سوله وي او د انسانانو لپاره دې خوښي وي ." د صحنې په څنډه کې پاپ فرانسیس د دودیز زېږون صحنې د پرانیستلو په مراسمو کې په ویلچیر کې راڅرګند شو او خپل پیغام یې واوروه: " جنګونه بس دي، تاوتریخوالی بس دی!"
دا د تېر کال د ډیسمبر لومړۍ اونۍ وه. پاپ فرانسیس وویل، دا هنري کار، چې د دوو فلسطینیانو لخوا ډیزاین شوی او د "بیت لحم میلاد ۲۰۲۴" سرلیک دی، د هغو کسانو د یادونې په توګه کارېږي چې "پر مقدسه ځمکه او د نړۍ په نورو برخو کې د جګړې له ناخوالو کړېږي".
په هغه وخت کې دې صحنې جنجالونه راپورته کړل، ځینو یې هرکلی وکړ او ځینو پرې نیوکه وکړه. دا جنجال، له خپل سمبولیزم سره شاید په لویه کچه د هغې دورې ځانګړتیا منعکسه کړي چې په جریان کې یې پاپ فرانسیس د واتیکان مشري کوله، هغه پړاو چې د هغه مینهوال یې "نه تکرارېدونکی" ګڼي. د خپلو پخوانیو مشرانو برعکس، پاپ فرانسیس له عربي هېوادونو سره ګرمې اړیکې ساتلي دي، څه چې یوازې د شام عیسوي مذهبه وګړو پورې محدودې نه دي.
"یا موږ دوښمنان یو ... یا وروڼه"

د عکس سرچینه، Getty Images
له منځني ختیځ سره د پاپ فرانسیس ځانګړې اړیکې د سیمې د شخړو په اړه د هغه پر روښانه دریځونو پورې محدودې نه وې، هغه چې ځینې یې "زړور" بولي. هغه لومړنی پاپ هم و چې د عرب ټاپووزمې هېوادونو ته یې سفر وکړ او په عراق کې یې د شیعه ټولنې له مشرانو سره ولیدل، سربېره پردې یې د الازهر له لوی امام احمد الطیب سره د تاریخي "ورورولۍ" تړون لاسلیک کړ.
د بشردوستانه خیریه موسسې د "ویښتابه" بنسټ اجراییوي رییس پادري ندیم ناصر په اند پاپ فرانسیس "له منځني ختیځ سره او - د عیسویانو له لومړني چاپېریال - او د هغو د ستونزو اورېدو سره لېوالتیا درلوده،" او "پوهېده که منځنیختیځ له عیسویانو تش شي، نو دا به د نړۍ د عیسویانو لپاره ناورین وي،" ځکه چې په دې کار به موږ د عیسی مسیح د دورې او د ۲۱ پېړۍ ترمنځ اړیکه له لاسه ورکوو او ختیځ عیسویان د دواړو ترمنځ د اړیکو پُل دی.
پاپ فرانسیس د الازهر له لوی امام احمد الطیب سره یوځای هغه وخت د نړۍ پام ځانته راواړاوه چې د ۲۰۱۹ کال د فبروري پر څلورمه یې د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې د بشري ورورګلوۍ سند لاسلیک کولو لپاره سره ولیدل. د دغه سند موخه د بشري اړیکو پیاوړتیا، د خلکو ترمنځ د اړیکو، همغږۍ او مینې پلونه جوړول او د سختدریځۍ او د هغې له منفي اغېزو سره مبارزه وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
انټوان قربان، چې په بیروت کې د سینټ جوزف پوهنتون او د سینټ جورج پوهنتون پروفیسور دی، د "ورورولۍ" سند د "انساني ذهن یو له خورا مهمو اسنادو" او د واتیکان د ډیپلوماسۍ د بنسټ ډبرې په توګه یادوي، چې پاپ یې د "یا موږ وروڼه یو یا دوښمنان ... درېیم انتخاب نه شته" جملې سره خلاصه کوي.
د پروفیسور قربان په وینا، د نورو مذهبونو لپاره ور پرانیستل د پاپ فرانسیس د پاپ کېدو له پړاو سره نه دي پیل شوي، بلکې پر ۱۹۶۰ لسیزې پورې اړه لري. کله چې د واتیکان شورا د "نوسترا ایټاټي" سند خپور کړ، چې "زموږ په عصر کې" معنی لري، د اسلام او نورو مذهبونو سره د کاتولیک کلیسا اړیکې تعریفوي. په دغه سند کې د نورو مذهبونو له کافرانو ګڼلو ډډه شوې وه، لکه څنګه چې مخکې وه او ان د هغوی درناوی یې هم ښودلی و. قربان زیاتوي له هغې وروسته، د کاتولیک کلیسا دروازې نړۍ ته پرانیستل شوې، په کوم کې چې د یو ستراتیژیک بدلون په څېر ښکاري چې د پاپ جان پال دویم سره پیل شوې. لکه څنګه چې واتیکان خپله ډیپلوماټیکه ستراتیژي په داسې ډول بدلوي چې روم یې د یو روحاني واک په توګه وړاندې کړ، ځان یې د "د اخلاقي ډیپلوماسۍ د ملا تیر" په توګه رامخې ته کړی و چې موخه یې هر سړی د ورور په توګه د انسانیت په اډانه کې په پام کې نیولی و.
د قربان په وینا، ورته چلند په ۲۰۱۷ کال کې قاهرې ته د پاپ فرانسیس د سفر په جریان کې هغه وخت پای ته ورسېد، کله چې د الازهر لوی امام شیخ احمد الطیب او د مسلمانانو د مشرانو شورا د ملیت په اړه د بحث لپاره د لوی کنفرانس غوښتنه وکړه، هلته چې پاپ فرانسیس او ټولو کلیساګانو ګډون کړی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
فرانسيس "سپېڅلی فقیر"
کاردینال برګولیو (چې وروسته د پاپ فرانسيس په نوم وپېژندل شو) د ۱۹۳۶ کال د ډسمبر پر ۱۷مه د ارجنټاین پلازمېنه بوینس ایرس کې زېږېدلی و. هغه د لاتینې امریکا لومړی پاپ او په ورته وخت کې لومړی عیسوي پاپ و چې د کاتولیکې کلیسا مشرۍ ته ورسېد. برګولیو همداراز لومړنی پاپ و چې د "فرانسيس" نوم یې غوره کړ، چې د اسيزي د فرانسيس نوم ولمانځي - هغه سپېڅلی شخصیت چې خپل مال او شتمني یې له بېوزلو سره د مرستې لپاره پراېښې وه.
پاپ فرانسيس په ارجنټاین کې لوی شوی و او د "ازادۍ الهیات" تر اغېز لاندې راغلی و - دا یو داسې فکر و چې د شلمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې په لاتینې امریکا کې راپورته شو او د یوه بنسټیز اصل پر بنسټ ولاړ و: انجیل له بېوزلو سره د همدردۍ او ملاتړ پر خوا دی.
د نصار په وینا، پاپ فرانسيس د "تواضع، زهد او ساده ژوند" نښه وه. هغه نه په طلايي چوکۍ ناست و، نه یې د سرو زرو عصا یا تاجونه کارول.
هغه زیاتوي: "پاپ فرانسيس د واتیکان ترڅنګ په یوه ساده اپارتمان کې اوسېده، یوازې دوه جوړې لباسونه یې لرل او هېچا نه و لیدلی چې ګاڼې یې اغوستې وي. هغه له خپل تربیت، راهبانه ژوند او د ژوند له طرز سره خاکساره و".
"زړور و، له حقیقته نه وېرېده"
د پاپ فرانسيس دوره له ډېرو هغو بدلونونو او شخړو سره هممهاله وه، چې د منځني ختیځ سیمې ته یې سخت زیان اړولی و، خو هغه له دې موضوعاتو سره په ډېر حساسیت چلن وکړ. د بېلګې په توګه، څو ورځې وروسته له هغه چې د بشار الاسد واکمني په سوریه کې نسکوره شوه او د "تحریر الشام" تر مشرۍ لاندې اسلامي ډلې واک ته ورسېدې، د واتیکان پاپ د سوریې د سیاسي حل لپاره دعا وکړه، چې د هېواد ثبات، یووالي او د خلکو خیر خوندي شي - دا خبره د "واتیکان خبرونه یا واتیکان نیوز" وېبپاڼې هغه مهال خپره کړې وه.
پاپ فرانسيس په خپله عمومي وینا کې له مینهوالو سره د لیدنې پر مهال وویل، دی هره ورځ د سوریې وضعیت تعقیبوي او دعا کوي چې د سوریې خلک دې "په خپل ګران هېواد کې" له سولې او امنیت څخه برخمن شي - په هغه هېواد کې چې له کلونو جګړو کړېږي.
نصار، چې یو سوریایي مسیحي دیني عالم دی او د ادیانو ترمنځ د محاورې او خبرو لېوال دی، باور لري چې پاپ فرانسيس "په دې برخه کې له ټولو پخوانیو پاپانو نه مخکې او فعال و او د ادیانو ترمنځ د ډیالوګ لپاره یې ډېر کار وکړ."
په سوریه کې دا مهم بدلونونه هغه مهال پېښ شول چې یوازې څو ورځې مخکې په لبنان کې د اسرائیلو له بریدونو څو اونۍ وروسته د اوربند اعلان شوی و. پاپ فرانسيس همداراز د لبنان د وضعیت په اړه خواشيني څرګنده کړې وه، د لبنان له ولس سره یې خپل نژدېوالی وښود او دعا یې وکړه. هغه هیله وښوده چې د ده پر ټکو نړیواله ټولنه دې "دا وېروونکی او نه منل کېدونکی تاوتریخوالی" ودروي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پاپ فرانسيس د تېر کال د ډسمبر په میاشت کې، چې د میلاد له اختره لږ مخکې وه، د یوه اسرائيلي هوایي برید په غندنه کې څرګندونې وکړې. دا برید د غزې په شمال کې شوی و او د یوې کورنۍ اوه ماشومان پکې وژل شوي وو. پاپ دغه برید "بېرحمانه" وباله.
د نړۍ ۱،۴ میلیاردو روم کاتولیکانو د مشر په توګه، پاپ فرانسيس تل هڅه کوله چې د نړیوالو شخړو په اړه له بېطرفۍ کار واخلي، خو د اسرائیلو د پوځي عملیاتو په اړه یې د غزې پر وړاندې څرګندې خبرې ډېرې صریحې وې. هغه د تېر کال په نومبر کې، د یو کتاب په یوه برخه کې غوښتنه وکړه چې د غزې حالت دې په دقت سره وڅېړل شي، چې معلومه شي ایا دا وضعیت د "نسلوژنې تخنیکي تعریف" سره سمون لري که نه - دا یو تور دی چې اسرائيل یې ردوي.
انتوان قربان له بي بي سي عربي سره خبرو کې وویل: "پاپ به د اسرائیلو د جګړې پر مهال پرلهپسې توګه، د غزې د مسیحي ټولنې له مسؤلینو سره مستقیم او شخصي تماس نیوه." نوموړي پاپ فرانسيس داسې یاد کړ: "هغه یو زړور سړی و چې له حقیقته نه وېرېده."
"د انسانیت پلوی"

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاپ فرانسيس پاملرنه یوازې د اسرائیلو او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ جګړو ته نه وه محدوده، بلکې د هغه له خوا د واتیکان د مشرۍ په اوږدو کې، چې له یوې لسیزې زیاته موده پکې پاپ پاتې شوی، په عربي نړۍ کې له ګڼو مهمو پېښو سره ژوره خواخوږي او فعاله علاقه ښودل شوه. پاپ په څو بېلابېلو مناسبتونو کې د مذهبونو ترمنځ د پلونو جوړولو او مکالمې ته ژوره پاملرنه کړې ده.
د ۲۰۲۱ کال په مارچ میاشت کې، پاپ فرانسيس عراق ته یو تاریخي سفر وکړ، هلته یې د مسیحي لږکیو وضعیت وڅېړه او مذهبي افراطیت یې وغنده. هغه د عراق له ستر شیعه مذهبي مشر ایتالله علي السيستاني سره روحاني ناسته وکړه او په دې توګه د واتیکان لومړنی پاپ شو چې د دې کچې له یوه شیعه مذهبي مشر سره وګوري.
د انتوان قربان په وینا، دا لیدنه په نجف اشرف کې وشوه، هغه ځای چې د شیعه مذهبي هویت مهم سمبول ګڼل کېږي. دې سفر یو مهم پیغام درلود: کلیسا د مسلمانانو له کومې ځانګړې ډلې یا مذهب سره نه درېږي، بلکې "ټولو مقدسو ارزښتونو ته درناوی لري."
عراق ته د پاپ دا سفر منځني ختیځ ته یوازې د هغه له څو سفرونو یو و. هغه په بل کال کې بحرین ته سفر وکړ، چې د "بحرین د مکالمې فورم" کې برخه واخلي. له ۲۰۱۳ کال راهیسې چې پاپ فرانسيس د واتیکان مشري پر غاړه واخیسته، هغه څو عربي هېوادونو ته سفرونه وکړل، په ۲۰۱۹ کال متحده عربي اماراتو ته ولاړ. په دې هېواد کې شاوخوا یو میلیون رومي کاتولیک مسیحیان اوسېږي، چې زیاتره یې د فیلیپین او هند وګړي دي. پاپ فرانسيس په دې توګه د تاریخ لومړنی پاپ شو چې د عربي ټاپووزمې خاورې ته سفر کوي.
د ۲۰۱۷ کال په اپرېل میاشت کې پاپ فرانسيس د اسکندریې له پاپ تواضروس سره ولیدل او د مصر په شمال کې پر دوو کلیساوو د بمي بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي وښوده. دغه بریدونه څو اونۍ مخکې شوي وو. منځني ختیځ ته د پاپ فرانسيس لومړنی سفر بیا اردن ته و، دا سفر یې د واتیکان له مشرکېدو یو کال ووسته و. دغه سفر کې د فلسطین او اسرائیلو سیمې هم شاملې وې.
د پادري نصار په وینا، پاپ فرانسيس د عربي قضیو د ارزښت په اړه ژور درک درلود. هغه د کوم اړخ ملاتړ نه کاوه، بلکې په سیمه کې د خلکو له کړاوونو، که هغه د استبدادي رژیمونو تر واک لاندې و یا دیني سختدریځو قربانیان- بشپړ درک او خواخوږي درلوده.
خو اوس پوښتنه دا ده: راتلونکی پاپ به د منځني ختیځ د دیني او سیاسي اړیکو پېچلتیاوې تر کومه درک کړي؟
انتوان قربان وايي د عربي نړۍ لپاره په ځانګړي ډول د عربي مشرق او د شام سیمې ځانګړې معنا لري، ځکه دا د ادیانو د نښلولو ټکي دي او د دینونو زانګو بلل کېږي. هغه زیاتوي چې پاپ فرانسيس نه د لوېدیځ پلوی و، نه د ختیځ، بلکې یوازې د انسانیت پلوی و.
پادري نصار هم له دې نظر سره همغږی دی. هغه باور لري چې د تېرې دورې پاپ دې سیمې ته یوه "ډالۍ" وه او داسې ښکارېده لکه چې یو الهي پلان و، چې یو داسې څوک راشي چې موږ درک کړي. هغه زیاتوي، "تر پاپ فرانسيس مخکې هېڅ داسې څوک نه و راغلی چې زموږ د ختیځ خلکو له رنګارنګۍ او تعددیته، دومره ښه درک ولري" - او دا هغه څه دي چې "شاید بیا ډېر ژر تکرار نه شي."